کندوز(پژواک٢٦تله٩٠): نن په کندوز ولايت کې د زورخانه يي لوبو د فدراسيون څانګه پرانيستل شوه.
د پرانېستي په دې مراسمو کې په اسيا کې د يادې لوبي د فدارسيون مرستيال سليمان واحدوف هم ګډون درلود.
سليمان واحدوف وويل، چې دا يوه پخوانى عنعنوي لوبه ده، چې په کندوز کې به يې د فدراسيون د څانګي په پرانېستو سره پراختيا پيداکړي.
هغه زياته کړه، چې له دې مخکې دغه لوبه د افغانستان په هرات اومزارشريف کې کيدله .
دکندز والي محمد انور جګدلک هم د يادې څانګې په پرانېسته خوښي وښوده او ويې ويل، چې په دې کار سره به يو شمېر ځوانانو ته د لوبو لارې چارې برابرې شي او دغه لوبه به په دې ولايت کې هم وده وکړي.
په کندز کې د دغه فدراسيون د څانګى مشر محبوب الله محبوب وويل، چې دغه لوبه ٧ کاله مخکې په کابل او بيا په بلخ او هرات ولايتونو کې پيل شوې ده .
نوموړى وايي، چې دا مهال په کندوز ولايت کې د زورخانه يي لوبې ٣٠ لوبغاړي شتون لري او همداراز په دې ولايت کې د شاوخوا ٢٠ لوبو فدراسيونونه څانګې لري .
زورخانه يي يوه لرغونې لوبه ده، چې د غېږې نېونې او ځينې نور حرکتونه په کې ترسره کيږي.
د المپيک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د زورخانه يي لوبو فدراسيون بنسټ په ١٣٨٤ کال کې افغانستان ، ايران او تاجکستان اېښى او اوس يې ٤٦ هېوادونه غړيتوب لري.