منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کونړ د مرکزي روغتون د پراخېدو غوښتنه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

اسعد اباد (پژواک٦  لړم ٩٠): د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې د ناروغانو شمېره ډېره لوړه شوې او دولت بايد د دې ولايت مرکزي روغتون پراخه او نوې ودانۍ ورته جوړه کړي.

 د کونړ د مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د روغتون شته امکانات د ناروغانو شمېر ته په کتو سره ډېر کم دي او نه شي کېداى ناروغانو ته ښه او پر وخت خدمتونه برابر شي.

 د سهاک په وينا، د کونړ مرکزي روغتون کې هره مياشت شاوخوا ١٤٠ جراحي عمليات او نږدې ٢٧٠ ولادتونه ترسره کېږي؛ خو د روغتون ودانۍ د دې وړتيا نه لري، چې د کونړ او نورستان ولايتونو ټولو ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

 سهاک له عامې روغتيا وزارت څخه غواړي، چې دا روغتون دوه سوه بسترو ته لوړ کړي، چې په وينا يې اوسمهال  ١١٥ بستره لري او په منځني ډول هره ورځ ٥٥٠ ناروغانو ورته مراجعه کوي.

  د کونړ د مرکزي روغتون رييس وايي، که څه هم روغتون په ښو وسايلو او تجربه لرونکو ډاکټرانو سمبال دى او دا مهال يوسل اووه ويشت فني او غير فني پرسونل په دې روغتون کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي؛ خو وايي چې د روغتون د ودانۍ ټيټ ظرفيت د دوى په کار کې خنډ رامنځ ته کړى او ناروغان يې هم له ستونزو سره مخ دي.

 ده زياته کړه: ((د معياري تعمير د نه موجوديت له امله زموږ کتنځاى او بستريز خدمات سره پراګنده دي او هغه اسانتياوې چې په معياري تعمير کې، مثلاً عمليات خانه، د ولادت خونه، د انتظار خونه او همدارنګه د نويو زېږېدلو ماشومانو څانګې بايد يو له بل سره ډېرې نږدې وي؛ خو ليرې والى يې د خلکو د نارضايتۍ سبب شوى.))   

 د همدې روغتون د نسايي او ولادي څانګې يوې ډاکټرې زرغونې پژواک ته وويل، چې دلته يواځې ښځينه ډاکټراني کار کوي؛ ځکه د امنيتي ستونز او لږ معاش له امله ډاکټرانې زړه نه ښه کوي، چې په کونړ کې دنده ترسره کړي.

 نوموړي زياته کړه، چې له ولادي او نسايي ناروغيو پرته په نورو ناروغيو اخته مېرمنې هم دې څانګې ته مراجعه کوي، ځکه ځينې مېرمنې نه غواړي نارينه ډاکټرانو ته ورشي.

 د اسمار ولسوالۍ د شال خوړ اوسېدونکي ګل محمدخان له پژواک سره په خبرو کې، د ناروغانو د ډېروالي او د ډاکټرانو د کموالي له امله يې په ساعتونو انتظار کړى؛ خو لا يې هم نوبت نه دى رسېدلى.

 هغه زياته کړه: ((سهار په اتو بجو مې د ډاکټر پرچه اخيستې او دا دى دولس بجې دي؛ خو تراوسه نمبر راته نه دى رارسيدلى، خلک له لرې پرتو سيمو څخه دلته راځي او که په وخت ونه کتل شي، نو بيا پرې دلته شپه راځي، مونږ غريب خلک يو، د ناروغ لپاره روپۍ نه لرو، نو د هوټل شپه خو لرې خبره ده.))

 د کونړ مرکزي روغتون په ١٣٥٤ کې جوړ شوى او دا مهال په ١١٥ بسترو کې د کونړ او نورستان خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.