Language

د کندوز ورزشي امر په فساد او بې کفايتۍ تورن شو

کندوز ښار (پژواک ٢١ لړم ٩٠): په کندوز کې د ورزش د بېلابېلو څانګو شاوخوا ٦٠ ورزشکارانو د يوې ناستې په ترڅ کې د دې ولايت ورزشي امر په فساد او بې کفايتۍ تورن کړ او د هغه د ليرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

دغه ورزشکاران چې نن د لړم په ٢١مه، له غرمې وروسته د کندوز ښار په سپين زر چمن کې راټول شوي وو، ويل يې چې د کندوز ورزشي امر عبدالغفور قيومي له تېرو شاوخوا لسو کلو راهيسې د دې ولايت امر دى؛ خو د ورزش پرمختګ ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د کندوز ولايت د پوهنې رياست د ورزشي څانګې مشر ذبيح الله دقيق وويل، چې د دې ولايت ورزشي امر تردې مهاله نه دى توانېدلى چې په دې ولايت کې د فوټبال فدراسيون لپاره ودانۍ جوړه کړي.

هغه زياته کړه، که چېرې د دوى غوښتنو ته په سوله ييزه توګه مثبت ځواب ورنه کړل شي، نو په لاريون به لاس پورې کړي.

همداراز د کندوز ولايت د بوکس فدراسيون مشر نجيب الله پژواک ته وويل، چې د دوى د فدراسيون دوه لوبغاړي د ملي لوبډلې غړيتوب لري؛ خو د اولمپيک د ملي کمېټې له خوا ورته ځانګړې شوې عصريه د ورزشي امر له خوا نه ورکول کيږي.

عصريه يوه اندازه امتياز دى چې د نجيب الله په وينا، د اولمپيک د ملي کمېټې له خوا د ملي لوبډلې غړو ته ورکول کېږي.

نجيب الله زياته کړه، چې ورزشي امر په کندوز کې د ورزش د پرمختګ لپاره د مرستو په جذب کې هم پاتې راغلى دى.

خو عبدالغفور قيومي له پژواک سره په خبرو کې لګېدلي تورونه رد کړل او ويې ويل، چې د دې ولايت ورزشکاران يې له کړنو خوښ دي.

قيومي زياتوي چې ننني راټول شوي ورزشکاران ځينې محدود کسان دي، چې نه شي کولى د ټولو ورزشکارانو استازيتوب وکړي.

ده ورزشکارانو ته د عصريې د نه ورکولو په اړه پر ځان لګېدلى تور رد کړ او ويې ويل، چې د اولمپيک ملي کمېټه په مستقيم ډول د ملي لوبډلې ورزشکارانو ته د هغوى د بانکي حسابونو له لارې عصريې ورکوي.

قيومي وويل، چې د خپل توان په اندازه يې په کندوز کې د ورزش د پرمختګ لپاره هڅه کړې ده؛ خو زياته يې کړه چې د ورزشکارانو ځينې غوښتنې د ده له توان څخه پورته دي.

دى وايي چې څو ځله يې د اولمپيک له ملي کمېټې او همداراز له مرسته کوونکو موسسو غوښتي، چې په دې ولايت کې د مجهزو ورزشي لوبغالو په جوړولو کې له ورزشي امريت سره مرسته وکړي؛ خو له ژمنو پرته يې عملي ګامونه نه دي اخيستي.

ده يادونه وکړه، چې په ٢٠ جريبه ځمکه کې د ٣٥٠زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کرکټ لوبغالي پر جوړولو کار روان دى، چې نږدى ٥٠ سلنه کار يې بشپړ شوى دى.