منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د کرکټ ملي سياليو لپاره د کندوز منتخبه لوبډله وټاکل شوه

· 2 دقیقې لوستل · 104 کتنې

کندوز ښار ( پژواک ٩ تله ٩١ ) : د کندوز د منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د کرکټ پيل شوې سيالۍ د ١٤ لوبغاړو په ټاکلو سره پاى ته ورسېدې.

په شمال ختیځ زون کې د کرکټ مسوول ډاکټرفرید د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ د هېواد په پلازمېنه کابل کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو کې د ګډون په موخه په لاره اچول شوې وې.

هغه زياته کړه،چې د کندوز ولايت د کرکټ په دې شل اووريزو سياليو کې د١٦ ځايي لوبډلو شاوخوا ٢٠٠ لوبغاړو برخه اخيتسې وه.

د نوموړي په وينا، تر لومړنيو ټاکنيزو سياليو وروسته له ٢٠٠ لوبغاړو  ٢٥ تنه پياوړي لوبغاړي وټاکل شول.

ډاکټر فريد وايي، چې له دغو ٢٥ لوبغاړو څخه دوى دوه لوبډلې جوړې کړي او ددوى ترمنځ يې بيا سيالۍ په لاره واچولې او له دوى څخه بيا ١٤ لوبغاړي د کندوز منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شول .

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى او د کندوز د لوبډلې روزونکى ميرويس اشرف وايي، چې له دې سياليو څخه ددوى موخه دا وه، چې پياوړي لوبغاړي ځايي لوبـډلې لپاره وټاکل شي .

هغه زياته کړه،چې په ډېر دقت سره يې دغه سيالۍ څارلي او هغه لوبغاړي يې د منتخبې لوبډلې لپاره غوره کړي، چې په دې سياليو کې ښه ځليدلي دي.

د اشرف په وينا، دوى د کندوز لپاره يوه پياوړې لوبډله ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه، چې د کرکټ په شل اووريزو ملي سياليو کې ښه وځليږي.

د زاهد صاحبزاده په نامه د کندوز منتخبې لوبډلې لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل،چې د ولايت ټاکنيز کمېسيون په ډېر غور سره لوبغاړي ټاکلي او وړ کسان يې نيولي دي.

هغه زياته کړه : (( موږ له ډېرې مودې راهيسې تمرينات په لاره اچولي وو او په وروستيو سياليو کې هم لوبغاړو خپله وړتيا وښوده. ))

 

ټاکل شوې ده،چې د هېواد د کرکټ شل اووريزې ملي سيالۍ راتلونکې اونۍ په کابل کې پيل شي.