منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې (HNI) روغتيايي موسسه په خپلسرۍ تورنه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

خوست ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس وايي، چې په دغه ولايت کې د (HNI) روغتيايي مرستندويه موسسه د دوى د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي او خپلسري کارونه کوي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه رحمتزي منګل پژواک اژانس ته په يوه ځانګړي مرکه کې وويل، چې د روغتيا په برخه کې مرستندويه موسسې (HNI) يا نړيوال روغتيايي جال، د هغه قرارداد له مخې، چې ورسره شوی، خپل کارونه پر مخ نه وړي.

د هغه په وينا، د شوي قرارداد له مخې، (HNI) بايد په خوست کې ۱۳ روغتونونو ته ښځينه ډاکټرانې پر دندو ګومارلې وای، خو له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې يو روغتون ته هم ښځينه ډاکټره نه ده ګومارلې.

نوموړي زياته کړه، يادې موسسې په قرارداد کې پر غاړه اخيسته وه، چې د خوست ټولو روغتيايي مرکزونو ته به درمل رسوي، خو په دغه کار کې هم پاتې راغلې ده.

منګل وايي: ((يو بله ستونزه، چې د کارونو پر وړاندې يې ستر خنډ جوړ کړی، هغه د مامورينو په تنخواګانو کې توپير دی.))

د ده په خبره، هغه ډاکټران، چې په دولتي چوکاټ کې مقرر شوي، يواځې شپږ زره افغانۍ اخلي؛ خو د نړيوال روغتيايي جال موسسې له لوري په دنده ګومارل شوو ډاکټرانو ته له ۳۵ زره تر ۷۵ زره افغانيو پورې تنخوا ورکول کېږی.

د هغه په وينا، هغه کسان، چې د (HNI) موسسې له لوري مقرر شوي، مسلکي نه، بلکې د شخصي اړيکو پر بنسټ پر دندو ګومارل شوي او پر خپل وخت دندو ته هم نه حاضريږي.

منګل زياته کړه، دغه کار ډېری مسلکي کسان دې ته اړ کړي، چې استعفا وکړي او د ځان لپاره شخصي کاروبار غوره کړي.

دى وايي، چې د خوست عامې روغتيا ته د اړوندې موسسې له لوري دا حق هم نه ورکول کېږي، چې چارې يې وڅاري.

د عامې روغتيا د رييس په خبره، په دې سره يې چارې ټکنۍ شوي او په هغه کچه، چې بايد ترسره يې کړي، خوست مېشتو ته وړ خدمتونه، نه شي سرته رسولی.

نوموړي زياته کړه، که په خوست کې د عامې روغتيا او همکارو موسسو تر منځ روان وضعيت همداسې دوام وکړي، ډېری خوست مېشتي به له شته روغتيايي اسانتياوو هم بې برخې شي.

په خوست کې د (HNI) روغتيايي موسسې يوه مسوول ډاکټر سيف الله پژواک اژانس ته په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې دغه راپور بايد خپور نه شي، که نه خبريال به له ګواښونو سره مخ شي.

خوست مېشتي هم په خوست کې له شته روغتيايي خدمتونو سر ټکوي او وايي، چې د دغه ولايت په روغتونونو کې روغتيايي اسانتياوو ته پوره لاسرسی نه لري.