هرات (پژواک ١٥ ورى ٩٢): هرات کې د مدني ټولنو غړو او خبريالانو د فراه ولايت د پرون ورځې د پېښې له ټپيانو سره ٢٥ زره سي سي وينه مرسته وکړه.
پرون د فراه ولايت پر محکمه او څو نورو ادارو ډله ييز بريدونه وشول، چې په کې ٥٤ تنه ووژل شول او ٩٥ تنه ټپيان وو، چې ځيني د درملنې په موخه هرات ته هم لېږدول شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون اداري مدير او د رسنيو د برخې مشر رفيق شېرزى وايي، چې په هرات کې د مدني ټولنو د بشري خواخوږى له مخې د فراه د پېښې له ټپيانو سره د ويني مرسته وکړه.
شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تېره ورځ له فراه څخه د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه ٣٠ ټپيان ور وړل شول، چې د درملنې لپاره يې ويني ته اړتيا لرله.))
د نوموړي په وينا، د دغو ټپيانو لپاره يې د هرات له خلکو او د مدنې ټولنو له غړو ٢٥ زره سي سي وينه راټوله کړې ده.
په هرات کې د خبريالانو د ټولنې مشر خليل اميري وايي، چې د انساني همدردۍ له مخې يې دغه کمپاين په لاره واچاوه، څو د دې پېښې د ټپيانو ژوند وژغوري او هغوى ته د اړتيا وړ وينه ورکړي.
د فراه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د پېښې ډېرى ټپيان د درملنې په موخه په سيمه کې د ايساف پوځي روغتون ته هم ولېږدول شول.









