منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فريد ملک: په خپله وړتيا به هېواد ته د بريا وياړ راوړم

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک٢٠ سلواغه ٩٢): د کرکټ د ١٩ کلنو د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى فريداحمد ملک وايي، چې په نړيوال جام کې به هم خپله وړتيا وښيي او د هېواد لپاره به بريا راوړي.

فريد ملک دغه څرګندونې پرون متحده عربي اماراتو ته له روانېدو مخکې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.فريد ملک

هغه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د ١٩ کلنو د ملي لوبـډلې لوبغاړى و، يواځې تېره مياشت د ١٩ کلنو په اسيايي سياليو کې د ماليزيا پر وړاندې په يوه لوبه کې ورته چانس ورکړل شوى او په هغې کې يې د سيالې لوبـډلې پياوړى لوبډلمشر سوځولى و.

فريد ملک په دې اړه وايي، چې ده هر ځل په کورنيو سياليو کې ښه لوبه ترسره کوله ، ښې لاسته راوړنې يې درلودې او له همدې امله په لوبډله کې ټاکل کېده.

نوموړي زياته کړه ، چې د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي په دې ښه پوهېږي ، چې کوم لوبغاړي ته بايد په کوم وخت کې او د کومې لوبډلې پر وړاندې چانس ورکړل شي.

فريد ملک وايي، چې د چانس نه ورکولو له امله هېـڅکله مايوس شوى نه دى او نه يې حوصله له لاسه ورکړې، بلکې نور يې هم خپلو هلو ځلو او تمريناتو ته ادامه ورکړه.

ده وويل: ((زما او د روزونکو خواري هغه مهال راڅرګند شوه، کله چې مې د پاکستان د ١٩ کلنو د پياوړې لوبډلې پر وړاندې چانس راکړل شو او د هغوى اوه لوبغاړي مې وسوځول.))

د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې د کيڼ لاس تېز توپ اچوونکى فريداحمد ملک وايي، چې په ملي لوبـډله کې بل تجربه لرونکى کېڼ لاسى تېز توپ اچوونکى سيد شېرزاد شتون لري او د هغه په شتون کې د ده چانس کم وي.

د هغه په وينا، کله چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په لاهور کې دوه لوبې وبايللې، نو د دويمې لوبې په پاى کې روزونکي ورته ډاډ ورکړ، چې په درېيمه لوبه کې به ورته چانس ورکړل شي.

ده زياته کړه: ((د روزونکي دغه خبره له يوه زيري کمه نه وه، ژر مې مور او پلار ته ټيلېفون وکړ، هغوى مې خبر کړل او ترې د دعا غوښتونکى شوم.))

نوموړى وايي، اوس چې کوم مقام ته رسېدلى دى، دا ټول يې د مور او پلار او هېوادوالو د دعاګانو برکت دى.

فريد ملک وويل، وروسته له هغه چې د روزونکي له خوا يې د لوبېدو ډاډ ترلاسه کړ، ټوله شپه يې د پاکستاني لوبغاړو ويډيو کتله او د هغوى کمزورتياوې يې په نښه کولې.

د هغه په وينا، روزونکو هم ورته د پاکستاني لوبغاړو کمزورې برخې په نښته کړې او ده ته يې لارښوونه وکړه، چې بايد له خپل پلان سره سم توپ اچونه وکړي.

ده زياته کړه: ((ما له ځانه سره وويل؛ چې له دې چانس څخه بايد لويه ګټه پورته کړم او خپله وړتيا وښييم، خپل ذهن مې جوړ کړ او په سبا يې له يوه بشپړ پلان سره ميدان ته ښکته شوم.))

نوموړى وايي، کله چې يې په خپل لومړي اوور کې د پاکستان لومړى لوبغاړى وسوځاوه، نو جرئت او حوصله مې نوره هم زياته شوه، افغاني غرور مې په ټوپونو شو، په دې اوور کې مې دوه نور لوبغاړي هم وسوځول او د هغوى ملا مې ماته کړه.))

د ١٩ کلنو د ملي لوبـډلې لوبغاړي فريد ملک وويل، چې په دې لوبه کې يې په ټوليزه توګه اوه پياوړي پاکستاني لوبغاړي وسوځول او افغانستان د لومړي ځل لپاره پاکستان ته تاريخي ماتې ورکړه.

ده زياته کړه: ((زما درې اوره پاتې وو، ما هڅه کوله چې پاتې لوبغاړي هم زه وسوځوم، خو په وروستيو کې پر ما ځينې منډې واخيستل شوې او مسوولينو هڅه کوله، چې پاکستانۍ لوبډله په کمو منډو وسوځوي، ځکه يې زه بدل کړم او بل توپ اچوونکى يې راوست.))

د هغه په وينا، تر لوبې وروسته په ميدان کې افغان او پاکستاني روزونکو، مسوولينو او مينه والو ډېر ونازولو او د دې لوبې ډېره ستاينه يې وکړه.

فريد زياته کړه: ((دا زما د ژوند د خوښۍ تر ټولو مهمه شېبه وه، چې زه يې نه شم بيانولى، د روزونکو او مينه وال ستاينه ما ته نوره حوصله راکړه.))

نوموړى وايي، چې په دې بريا او لاسته راوړنې سره يې مسووليت نور هم زيات شو، مينه وال او روزونکي ترې اوس ډېر توقعات لري او دى به هڅه کوي، چې د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې هم خپله وړتيا وښيي او هېواد ته لاسته راوړنې راوړي.

فريد ملک وايي، چې په پاکستان کې د ٢٥ ورځنيو تمريناتو پر مهال روزونکو ورسره ډېره خواري کړې او ده هم خپلې توپ اچونې ته ډېر پام اړولى دى.

هغه هيله څرګنده کړه، چې په نړيوال جام کې به دى او ټوله لوبـډله خپله وړتيا وښيي او د هېواد ملي بيرغ به د اماراتو په ميدانونو کې ورپوي.

ټاکل شوې د ١٩ کلنو نړيوال جام د سلواغې په ٢٥ مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.