منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

نبي عيسى خېل : ځوانو لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا وښوده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل ( پژواک، ١٩ غويى ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل وايي، چې د ماليزيا په سياليو کې ځوانو لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ١٩مه، د کابل په هوايي ډګر کې له ماليزيا څخه تر ستنېدو وروسته پژواک خبري اژانس ته ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

د کرکټ ملي لوبډله په ماليزيا کې د  اسيا دغوره ليګ سياليو تر ګټلو وروسته نن غرمه کابل  ته ورسېده.

ټاکل شوې وه، چې ملي لوبډله پرون کابل ته رسيدلې واى، خو د سخت باران له امله يې الوتکه د بلخ ولايت د مرکز په مزار شريف هوايي ډګر کې ښکته شوه او نن په بله الوتکه کابل ته را ورسېده.

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره د کرکټ بورډ چارواکي، د ملي شورا غړي، د خصوصي سکتور مشران ، حکومتي چارواکي او نور لسګونه مينه وال راغلي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس  او سلاکاروزير شهزاده مسعود د کابل په هوايي ډګر کې د ملي لوبـډلې د هرکلي پر مهال وويل ، چې ملي لوبـډلې يو ځل بيا هېوادوالو ته خوښي ور په برخه کړه.

هغه يو ځل بيا د بدخشان پر پېښې د خواشينۍ په څرګندولو سره وويل، چې دغې پېښې هېوادوال خپه کړي وو، خو د کرکټ د ملي لوبـډلې اتلولۍ هېوادوالو ته خوښي ور په برخه کړه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل پژواک سره په ځانګړو  خبرو کې وويل ، چې په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه او هغوى له ځانه   ښه وړ تيا وښوده.

هغه زياته کړه : (( دغو ځوانو لوبغاړو ته په کتلو سره موږ ويلى شو، چې دافغانستان کرکټ ښه راتلونکى لري. ))

نبي د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د مشرو لوبغاړو د نه شتون کمى يې محسوس کړ که څنګه ؟ وويل : (( ځوانو لوبغاړو په دې سياليو کې ډېره ښه لوبه وکړه ، چې تر ډېره بريده يې د مشرو لوبغاړو ځاى ډک کړى و. ))

خو هغه زياته کړه، چې  مشرو لوبغاړو افغانستان ته ډېرې لاسته راوړنې او وياړونه راوړي  او د هغوى ځاى ډکول به وخت وغواړي.

د يادونې ده، چې د ماليزيا سياليو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون مشرو لوبغاړو نوروز منګل، کريم صادق، شهزاد محمدي او اصغر ستانکزي ته ارام ورکړى و.

ددغو مشرو لوبغاړو پر ځاى يې ځوانو لوبغاړو هر يوه عثمان غني، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال او محمد مجتبى ته چانس ورکړى  و، چې له ځانه يې ښه وړتيا وښوده.

ځوان لوبغاړى عثمان غني د اسيا دغوره ليګ سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.