کابل (پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه، ٩٣): د لومړي ځل لپاره د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ډېرو سوځېدلو ناروغانو درملنه په پرمختللې او ښه توګه پيل شوې ده.
د اندراګاندي روغتون د عاجلې جراحۍ او سوځېدنې څانګې مشر ډاکټر حبيب الرحمن قاسم د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يوې نيمې مياشتې راهيسې يې په دې روغتون کې په عصري توګه د سوځېدلو ناروغانو درملنه په پرمختللې توګه پيل کړې ده.
ده زياته کړه: ((زه د عامې روغتيا وزارت له لوري د پنځو هفتو لپاره سويس هېواد ته لاړم او هلته مې د سوځېدلو ناروغانو تداوي په عصري توګه زده کړه.))
نوموړى وايي، په تېره يوه نيمه مياشت کې يې د شاوخوا لسو تنو هغو ماشومانو، په دې نوي مېتود درملنه کړې، چې نږدې ٤٠ سلنه سوځېدلي وو.
د هغه په خبره، که چېرې د نورو هېوادونو په څېر پرمختللي وسايل او امکانات ورته برابر شي، د دې وړتيا لري، چې تر ٩٠ سلنې پورې د سوځېدلو ناروغانو درملنه وکړي.
ډاکټر قاسم د عامې روغتيا له وزارت نه غوښتنه وکړه، چې پرمختللي وسايل او امکانات ورته برابر کړي، ترڅو په ښه توګه هېوادوالو ته خدمت وکړي.
د ده په وينا، هغه سوځېدلي ماشوم ناروغان، چې په بهرنيو هېوادونو کې يې پر درملنه ډېر لګښت راځي، د دې نوي مېتود له مخې په هېواد کې يې په ډېره لږه بيه درملنه شونې ده.
دغه ډاکټر وايي، د دې نوي مېتود له مخې، د ناروغ له سوځېدلي ځايه د درملنې په موخه د بدن له بل ځاى څخه پوستکى اخلي او په سوځېدلي ځاى يې ورنښلوي.
هغه د بېلګي په توګه وويل: ((د ملالۍ په نوم يوه ناروغه راته څه موده وړاندې راوړل شوه، دا ناروغه دوه مياشتې په ايمرجنسي روغتون کې بستره وه، خو نه وه روغه شوې، مخ يې سوځېدلى و، خوله يې خلاصه پاتې وه، خو ما يې درملنه پيل کړه، اول مې د هغې د مور له بدن څخه پوستکى واخيست او پرمخ مې ورته جراحي کړ، له څو ورځو وروسته مې د هغې له پښې نه پوستکى واخيست او پرمخ مې ورته جراحي کړ، اوس يې مخ هم ښه دى او خوله يې هم جوړه شوې ده.))
ډاکټر حبيب الرحمن قاسم له تېرو ١٢ کلونو راهيسې د اندرا ګاندي روغتون د عاجلې جراحۍ او سوځېدنې په برخه کې کار کوي او له همدې روغتون څخه يې په ياده برخه کې تخصص هم ترلاسه کړى دى.
ياد شوى روغتون په ١٣٥٠ کال کې د هندوستان هېواد په مرسته جوړ شوى، چې ٣٥٠ بستره لري او يواځې د هغو کسانو درملنه په کې کېږي، چې عمرونه يې له ١٤ کلونو کم وي.
د اندراګاندي روغتون مشر ډاکټر نورالحق يوسفزي د ډاکټر قاسم کړنې تاييد او زياته يې کړه: ((ډاکټر حبيب الرحمن په خپل مسلک کې يو ډېر تکړه او په کار پوه ډاکټر دى، يواځې ملالۍ نه، بلکې ډېر زيات نور ناروغان يې هم تداوي کړي دي.))
هغه وويل، چې له دې نوي مېتود سره، ډاکټر قاسم د خپل کاري ټيم په مرسته د سوځېدنې په برخه کې خلکو ته مسلکي او معياري خدمتونه وړاندې کوي او ډېرى هغه ناروغان يې تداوي کړي، چې درملنه يې په هېواد کې ناشونې وه.
ده زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت له اړوندو چارواکو سره يې خبرې کړي، ترڅو د دې روغتون د نورو څانګو ترڅنګ د عاجلې جراحۍ او سوځېدنې سرويس په اړينو وسايلو سمبال کړي.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو دفتر سلاکار ډاکټر عبدالصبور نريمان، پژواک ته د ډاکټر قاسم څرګندونې تاييد کړې.
ده هم وويل، چې د سوځېدلو ناروغانو دغه شان درملنه د هېواد په تاريخ کې سارى نه لري.
نريمان وايي، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، چې د اندراګاندي روغتون د سوځېدلو ناروغانو د درملنې څانګې ته نور امکانات هم برابر کړي، ترڅو هېوادوال په ياده برخه کې بهرنيو هېوادونو ته ددرملنې په موخه لاړ نه شي.










