کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): په کابل کې د اسټراليا سفير جان فلېپ وايي چې افغانستان په کرکټ کې ډېر پرمختګ کړى دى.
جان فلېپ دغه څرګندونې د زمري په ١٣مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د زمبابوي په څېر پياوړې او د لومړۍ درجې لوبـډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله وړتيا نړيوالو ته وښوده.
د افغانستان د کرکت ملي لوبډله افريقايي هېواد زمبابوي ته د سفر پر مهال دغه هېواد په دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو او يو څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
نوموړي وويل، افغانستان په دې وروستيو کې په فوټبال او کرکټ کې ډېر پرمختګونه کړي او مهمې سيالۍ يې ګټلې دي.
جان فلېپ وايي، چې راتلونکى کال په اسټراليا کې د کرکټ نړيوال جام د سياليو پر مهال به دى او نور هېوادوال به يې د افغانستان د لوبډلې ملاتړ کوي.
خو نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان او اسټراليا د لوبې پر مهال بيا دوى اړ دي چې د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړي.
سفير وايي: ((د اسټراليا په کيمبره ښار کې به د افغانستان او بنګله دېش لوبه وي، زه به په خپله د دې لوبې نندارې ته ورشم او د افغانستان لوبډله به تشويقوم.))
د اسټراليا سفير د افغانستان له کرکټ سره د همکاريو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې همدا اوس د پيټرانډرسن په نوم يو اسټراليايى روزونکى په کابل کې د افغان ځوانانو په روزنه بوخت دى.
هغه زياتوي، د دې تر څنګ په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيلېږي او دوى به د دغو سياليو په ترسره کولو مالي همکارۍ کوي.
جان فلېپ وويل چې د کرکټ په برخه کې د نورو مرستو واک د اسټراليا له کرکت بورډ سره دى، دوى دلته سياسي او د بشري مرستو په برخه کې فعاليت کوي.
خو هغه ژمنه وکړه، چې د افغانستان او اسټراليا د کرکټ ادارو ترمنځ به د اړيکو په جوړولو او پياوړي کولو کې مرسته او همکاري وکړي.









