ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د کرکټ لوبغالي جوړولو غوښتنه وشوه

پکتيکا کې د کرکټ لوبغالي جوړولو غوښتنه وشوه

author avatar
15 Aug 2014 - 10:55
پکتيکا کې د کرکټ لوبغالي جوړولو غوښتنه وشوه
author avatar
15 Aug 2014 - 10:55

ښرنه ( پژواک، ٢٤ زمرى ٩٣ ) : د پکتيکا ولايت د کرکټ مسوولين او لوبغاړي له چارواکو څخه په دې ولايت کې د کرکټ د يوه معياري لوبغالي د جوړولو غوښتنه کوي.

د پکتيکا ولايت دکرکټ يوتن لوبغاړي عبدالرووف ذهين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دې لوبې په تېرو څو کلونو ډېر پرمختګ کړى او ددې ولايت ډېرى ځوانان پر دې لوبې روږدي شوي دي.

هغه زياته کړه، ددې ولايت د کرکټ لوبغاړي ډېرې وړتياوې ولري او په کورنيو سياليو کې يې خپله وړتيا ښودلې ده.

خو نوموړي وويل ، چې ددې ولايت د کرکټ لوبغاړي د لوبو او تمرينونو لپاره معياري لوبغالى، او د روزنې لپاره روزونکى نه لري.

ذهين په دې برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ پاملرنه وغوښته.

په پکتيکا کې د کرکټ بورډ استازي خانزاده پژواک اژانس ته وويل، چې ددې ولايت سلګونه ځوانانو کرکټ لوبې ته مخه کړې او دا لوبه ډېر مينه وال هم لري.

هغه زياته کړه، چې لوبغاړي د لوبو او تمرين  لپاره کوم ځانګړی ميدان نه لري  او لوبغاړي له ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

خانزاده وويل، چې دکرکټ بورډ د مرکزي ادارې له لوري دوی ته د رسېدلي مکتوب له مخې، په پکتيکاکې په شل جريبه ځمکه د کرکټ د يوه معياري لوبغالي د جوړېدو ژمنه شوې ده .

نوموړی وايي : (( دلوبغالي د ځمکې لپاره له تېرو دوو کلونو راهيسې هلې ځلې کوو، له والي اوښاروال سره مو په لسګونه ځلې وليدل،خو تراوسه يې راته ځمکه نه ده ټاکلې ،په يوه او بله بهانه مو تېرباسي.))

د خانزاده په وينا، د ياد لوبغالي لپاره د اوه سوه زره ډالرو بوديجه هم منظوره شوې،که چارواکي ورته ځمکه ځانګړې کړي په راتلونکي کال کې به يې د جوړېدوچارې پيل شي.

د پکتيکا ښاروال سيدعبيدالله سادات د لوبغاړو ستونزه مني او زياتوي، چې دوى د ځوانانو او لوبغاړو په څنګ کې ولاړ دي.

نوموړي پژواک ته وويل،په مرکز ښرنه کې ډېری دولتي ځمکې خلکوغصب کړي او د ځينو د قبالې لرلو ادعالري.

هغه وايي،له لوبغاړو يې غوښتې ترڅو داسې ځمکه و ټاکي، چې غصب اوجنجالي نه وي او په راتلونکي کې کومه ستونزه رامنځ ته نه شي.

ښاروال د کرکټ  لوبغالي لپاره د ځمکې په ټاکلوکې دکلکې همکارۍ ژمنه وکړه.

د کرکټ  بورډ د معلوماتو له مخې، دا مهال په پکتيکا ولايت کې د کرکټ ٩٤ لوبـډلې رسميت لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.