منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ډاکټر مراد: د کرکټ ملي لوبډله به په نړيوال جام کې نورو لوبډلو ته ننګونه وي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي چې  نړيوال جام ته يې چمتووالى يواځې په ګډون پورې محدوده نه دى، بلکې ملي لوبـډله به نورو لوبډلو ته ننګونې رامنځته کړي.

ټاکل شوې د يو ورځني کرکټ نړيوال جام د ٢٠١٥ زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې په اسټراليا او نيوزيلينډ کې ترسره شي چې په کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ١٤ پياوړې لوبډلې برخه اخلي.

دا چې د افغانستان کرکټ بورډ په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د لوبېدو لپاره څه چمتووالى نيولى، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دوى د ملي لوبـډلې د روزنې او تمريناتو لپاره هڅې پيل کړې دي.

دى وايي چې دغه چمتووالى اسټراليا او نيوزيلينډ ته د سفرونو، په متحده عربي اماراتو کې او تر نړيوال جام مخکې د ځينو نورو نړيوالو لوبو ترسره کولو لپاره نيول کېږي.

هغه زياته کړه: ((ملي لوبډلې نړيوال جام ته د لارموندنې لپاره سختې هلې ځلې کړې او زحمتونه يې ګاللي دي، اوس چې نړيوال جام ته مو لاره موندلې، نو د ملي لوبډلې د چمتووالي او تياريو لپاره له هېڅ ډول اقداماتو دريغ نه کوو.))

ډاکټر مراد وايي چې نړيوال جام ته لارموندل اسان کار نه و، خو ملي لوبډلې د نړيوال د دې لپاره خپلې هڅې ونه سپمولې چې په پايله کې د هېوادوالو د دعاګانو او پياوړو تدابيرو او پلانونو پر مټ يې لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

نوموړى د چمتووالي په اړه وايي چې دا يواځې په نړيوال جام کې په ګډون پورې محدود نه دى، بلکې ملي لوبډله به په دغو سياليو کې نورو پياوړو لوبډلو ته ننګونې رامنځته کړي.

د هغه په وينا، نړيوال جام ته د  چمتووالي په موخه د څو پړاوونو لرونکى پلان جوړ شو، د فردي او ډله ييزې  وړتيا رغونې تر څنګ د لوبغاړو ټولو تخنيکي اړتياوو ته په پاملرنې سره عملي اقدامات په لاره واچول شول.

ډاکټر مراد وويل چې په همدې موخه د کرکټ بورډ ادارې دوه پياوړي نړيوال روزونکي پيټر انډرس او انډري مولز د ملي لوبډلې د روزونکو په توګه وټاکل او په دې وروستيو کې د ډګر ساتنې (فيلډنګ) په برخه کې يو بهرنى روزونکى پر دنده ګومارل شوى دى.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس هيله څرګنده کړه چې د دغو درېيو نړيوالو روزونکو په شتون کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړيوال جام کې له ځانه داسې وړتيا وښيي چې نړيوال حيران کړي.

د نړيوال جام لپاره د غوره شوې لوبډلې په اړه هغه وايي چې دوى ١٩ کسيزه لوبډله يواځې د وړتيا او استعداد له مخې اعلان کړې ده.

هغه زياتوي: ((پخوا د لوبډلې په ټاکلو کې پخوانيو لوبغاړو ته د هغوى د تجربې پر بنسټ چانس ورکول کېده، خو د اوسني پلان له مخې ترجيح يواځې او يواځې د وړتيا پر اساس ورکول کېږي.))

ډاکټر مراد وړاندې وايي چې د نړيوال جام سياليو لپاره د لوبغاړو ټاکنه پر تجربو او شرايطو ولاړو معيارونو له مخې شوې ده.

ده زياته کړه: ((دغه معيارونه هغه مهال نهايي شول، کله چې ملي لوبډلې اسټراليا او نيوزيلينډ ته سفرونه  وکړل او له دغو سفرونو مو خورا ښې پايلې ترلاسه کړې.))

هغه وايي چې دوى په ملي لوبډله کې ځوانو پياوړو لوبغاړو ته چانس ورکړى او هيله يې څرګنده کړه چې هغوى به له ځانه ښه وړتيا وښيي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي چې افغانستان د نړيوال جام په ګروپ کې له پياوړو لوبډلو سره مخ کېږي خو هېڅ يوه لوبدله به کمه نه نيسي.

هغه زياتوي: ((موږ به خپل هر سيال ته د سخت سيال په توګه ګورو او د لوبې ټولو اړخونو ته به جدي پاملرنه کوو، هر لوبغاړی بايد خپل رول ته پاملرنه وکړي.))

په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د لوبېدو په اړه ډاکتر مراد وايي چې د ا يواځې د لوبغاړو نه، بلکې د هېواد په کچه ډېره ستره لاسته راوړنه ده، د نړۍ له ١٣٠ هېوادونو يواځې ١٤ هېوادونو ورته لاره موندلې چې له نېکه مرغه افغانستان هم په دې کې شامل دى.

د هغه په وينا، په نړيوال جام کې ګډون به نه يواځې نړۍ د افغانستان لوبډله وپېژنې، بلکې دوى به افغانستان وپېژني او د افغانستان د استعدادونو ښودنې په برخه کې به هم اغېزمن ثابت شي.