ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ مينه والو نړيوال جام ته پر ټاکلې لوبډلې نيوکې کړي

د کرکټ مينه والو نړيوال جام ته پر ټاکلې لوبډلې نيوکې کړي

author avatar
30 Dec 2014 - 15:03
د کرکټ مينه والو نړيوال جام ته پر ټاکلې لوبډلې نيوکې کړي
author avatar
30 Dec 2014 - 15:03

 

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د کرکټ ٢٠١٥ کال په نړيوال جام سياليو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو د نومونو تر خپرېدو وروسته د ټولنيزې شبکې فيسبوک يو شمېر کاروونکي پر ټاکل شوې لوبډلې نيوکه کوي او وايي چې يو شمېر وړ لوبغاړي له لېسته غورځول شوي دي.

دوى وايي چې شهزاد محمدي، فريد ملک او شفيق الله شفق ازمايل شوي تکړه لوبغاړي دي او لازمه وه چې د راتلونکي کال د نړيوال جام په سياليو کې لوبېدلي واى.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ د ۲۰۱۵ نړيوال جام لپاره د محمدنبي عيسى خېل په مشرۍ خپله ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړه خو ياد درې لوبغاړي له لېست څخه ايستل شوي دي.

خو په احتياطي څلورو لوبغاړو کې يواځې د شفيق الله شفق نوم شته چې لوبېدونکو اصلي لوبغاړو ته د ستونزې د پېښېدو په صورت کې به ميدان ته ننوځي.

د ټولنيزې شبکې فيسبوک ځينو کاروونکو د اعلان شوې لوبډلې د ځينو غړو پر وړتياوو شک ښيي.

په دغو کسانو کې افسر ځاځى او ناصر جمال دي.

عبدالرحيم سالارزي په خپله پاڼه کې ليکلي: “خدای خو دې دا افسر ځاځی په ټولو لوبو په صفر اوټ کړي (وسوځوي) او د ناصر جمال نه خو شفق تکړه دی خو افسوس چې د ناصر جمال ورور په سلېکشن (غوراوي) کمېټه کی دی [ځکه غوره شوى].”

دريا خان شينواری وايي، په نړيوالو لوبو کې بايد مخکښ لوبغاړي ولوبول، ځکه چې په دغو لوبو کې لوبېدل د هغو لوبغاړو ارمان دى.

شينوارى زياتوي: “کرکټ بورډ له شهزاد، کريم او شفيق سره ډېر زياتی کړی، دغه درې واړه لوبغاړی اوس په ښه قوت کې دي.”

د صبغت الله احساس په نوم د فيسبوک يوه بل کاروونکي ليکلي: ((د ملي لوبـډلې په اعلان کې ډېره بې عدالتي شوې، شفيق الله شفق او حشمت الله شهيدي په لوبـډله کې نه اخيستل، له دوى او له کرکټ سره نا انصافي شوې ده، د ناصر جمال او ا فسر ځاځي پر ځاى بايد دوى اخيستل شوي واى.))

د محمديوسف په نامه يوه بل تن ليکلي: ((يو شمېر لوبغاړي په واسطو راغلي، له افتاب عالم او ناصر جمال څخه شفيق الله شفق ډېر ښه و، مسوولين بايد د افغانستان فکر وکړي نه د شخصي ګټو.))

د خواجه احمد عباسي په نوم د فيسبوک يوه کاروونکي ليکلي: ((ډېر ناسم انتخاب شوى، افتاب عالم بايد په لوبـډله کې نه واى.))

دې نيوکو ته په ځواب کې د کرکټ بورډ تخنيکي مرستيال تاج ملک عالم ويلي چې شفق په احتياطي لوبغاړو کې په پام کې نيول شوى خو دوه نور لوبغاړي کريم صادق او شهزاد محمدي د هغوى تېرو کړنو ته په کتو مناسب نه وو.

عالم زياتوي چې صادق او محمدي دواړه اوسمهال سخت تمرين کوي چې په راتلونکي کې به بېرته لوبډلې ته راشي.

عالم وايي: “دا چې څوک ښه دي يا بد دي، دا به د وخت په تېرېدو معلومه شي. خداى چې څه وغواړي انشاء الله هغه به کېږي.”

د ادريس په نوم يوه تن په خپل فيسبوک کې ليکلي: ((افتاب عالم په تېرو څو لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده، خو په لوبډله کې يې اخيستى، په داسې حال کې چې فريد ملک د پاکستان پر ضد لويه لاسته راوړنه درلوده، خو هغه يې له لوبډلې ايستى دى.))

د کرکټ ځينو مينه والو بيا د کرکټ بورډ د پرېکړې ملاتړ کړى دى.

 

د صدام وطنجار په نوم يوه ليکلي: ((ډېره ښه او با استعداده لوبډله ټاکل شوې هر لوبغاړى ځانګړې وړتيا لري، شفيق هم وړتيا لري، خو افسر ځاځى يې هم لري، شهزاد يې هم لري او ناصر جمال هم، ټاکنيز کمېسيون په دې اړه ښه پوهېږي.))

 

د عمر عادل احمدزي په نوم يوه بل تن ليکلي چې ډېره ښه لوبډله ټاکل شوې او هيله يې څرګنده کړې چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

هغه زياته کړې: ((د ځينو احساساتي مينه والو نظرونه د قدر وړ دي، خو هغو بيا په ډېرو تخنيكي مسايلو چې کرکټ يې لري پرې نه پوهېږي.))

خو نوموړي د شهزاد د نه نيولو ننګه کړې، خو د شفيق الله شفق پر نيولو يې ټينګار کړى دى.

د شايق خان په نوم يوه بل تن ليکلي: “لوبډله پياوړې ښکاري، د غوراوي ډلې خپل کار سم پر مخ وړى او ښه پرېکړه يې کړې، راځئ چې هيله من و اوسو.”

خو ځينو د تاج ملک عالم په ځواب کې ليکلي چې احتياطي لوبغاړي خو يوازې د اړتيا په وخت کې لوبېږي، د دوى ونډه په لوبه کې کمه ده.

حنيف خاوري وايي: “له شفيق الله شفق سره ناروا شوې، هغه کېداى شواى چې د توپ وهونکي يا هم وېکټ ساتونکي په توګه کارول شوى واى.”

د ملي لوبډلې په اړه د کرکټ د مينه والو تر کلکو نيوکو او غبرګونونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ اړ شو چې په خپله فيسبوک پاڼه کې يو اوږود سپيناوى خپور کړي چې په يوه برخه کې يې راغلي: ((کرکټ بورډ خپل اتلان نه هېروي، له کرکټ او د کرکټ له ملي اتلانو سره مينې اوس د ټول ولس په زړونو کې ځانګړی ځای نيولی دی. موږ د همدغو احساساتو لېوالتيا درلوده او همدغه احساسات زموږ ارادو ته قوت ورکوي. کله چې موږ د ولس په زړونو کې د نورعلي ځدراڼ، شهزاد محمدي او شفيق الله شفق لپاره مينه وينو، نو پر دې باوري کېږو چې زموږ د پرمختګ لاره نوره هم اسانېدونکې ده.))

د دې سپيناوي په يوه بله برخه کې راغلي: ((په ۱۵ کسيزه لوبډله کې د شفق، نورعلي او شهزاد نه نيول هم تر شا ځانګړي دلايل لري. درې واړه اتلان دي، زموږ ستوري دي خو دا هم بايد هېره نه شي چې ټاکونکې کمېټه د ادارې مديريت ته جواب ورکوونکې کمېټه ده او دوی د لوبډلې هر لوبغاړي ټاکنې لپاره ځانګړي دلايل لري.))

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش هم نن په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې ټاکنيزه کمېټه به ډېر ژر د کرکټ د مينه والو پوښتنو او نيوکو ته ځوابونه ورکړي.

هغه زياته کړې: ((زه ډاډ درکوم چې دغه ځل علني او خپلواک انتخاب شوی دی او په هر لوبغاړي باندې تر دېرشو دقيقو بحث شوى او تر ډېر فکر وروسته لوبغاړي غوره شوي دي.))

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام سيالۍ په اسټراليا او نيوزيلنډ کې ترسره شي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.