منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

عيسى خېل: د نړيوال جام دويم پړاو ته لار موندنه مو لومړۍ موخه ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٣): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبـډلې کپتان وايي چې د نړيوال جام دويم پړاو ته لاره پيدا کول يې لومړۍ موخه ده.

عيسى خېل په نړيوال جام کې د ګډون په موخه له خپلې لوبډلې سره پرون له کابله اسټراليا ته روان شو.

هغه اسټراليا ته تر روانېدو مخکې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دوى نړيوال جام ته له بشپړې تيارۍ سره روان دي.

نوموړى وايي: ((که څه هم موږ د نړيوال جام لپاره له تېر يوه کال راهيسې تياريانې پيل کړې وې، خو له تېرو درېيو مياشتو راهيسې مو په کور دننه او له هېواده بهر په لوړه کچه تمرينات کړي دي.))

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان د افغانستان د کرکټ بورډ له مسوولينو مننه وکړه چې د دوى لپاره يې د بالنګ، بيټينګ او فيلډينګ په برخو کې ځانګړي بهرني روزونکي ګومارلي او زياته يې کړه چې دغو روزونکو ورسره ډېره خواري کړې ده.

ده زياته کړه: ((پخوا موږ په فيلډينګ (ډګر ساتنه) کې ځينې ستونزې لرلې، خو اوس مو د بهرنيو روزونکو په مرسته دا ستونزې تر ډېره کمې شوې دي.))

د ملي لوبډلې د لوبغاړو په اړه نبي عيسى خېل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې لوبډله يې تر پخوا ډېره پياوړې ده او لوبغاړي په روغتيايي لحاظه تندرست دي.

هغه په ځانګړې توګه د پياوړي لوبغاړي حميدحسين شتون د ملي لوبډلې لپاره ګټور وباله او زياته يې کړه چې د هغه روغتيايي حالت اوس په بشپړه توګه ښه شوى دى.

حميد حسن څو کاله مخکې په متحده عربي اماراتو کې د يوې لوبې پر مهال د زنګانه په برخه کې ټپي شوى و.

د ملي لوبـډلې کپتان وويل چې دوى څو مياشتې مخکې اسټراليا او نيوزيلينډ ته د سفر پر مهال د دغو هېوادونو له ميدانونو او هوا سره بلد شوي دي او د دغه سفر پر مهال دوى نه يواځې څلور لوبې ګټلې وې، بلکې ځينو لوبغاړو له ځانه ښه وړتيا هم ښودلې ده.

دى وايي: ((دغه سفر زموږ لپاره ډېر ګټور دى، اوس له نړيوال جام څخه مخکې هم ډېرې ورځې لرو چې پع کې به يو شمېر تمريناتي لوبې ترسره کړو.))

نبي عيسى خېل وويل، په نړيوال جام کې د دوى لومړۍ موخه دا ده چې په ګروپي سياليو کې د درېيو لوبو په ګټلو سره دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

د هغه په وينا، تېر کال په اسيايي سياليو کې يې د بنګله دېش په څېر پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او دا ځل به هم هڅه وکړي چې له بنګله دېشه لوبه وګټي.

دى وايي: ((زموږ لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ده، موږ به په داسې حال کې ميدان ته ور ودانګو چې بنګله دېش به تر فشار لاندې وي.))

د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام د فبرورۍ په ١٤مه پيلېږي، خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ١٨مه له بنګله دېش سره ترسره کوي.

د ملي لوبډلې کپتان وويل چې د دوى په ګروپ کې د سکاټلينډ لوبډله هم شته او سکاټلينډ ته په تېرو لوبو کې په ماتې ورکولو سره ويلى شي چې له هغوى به هم لوبه وګټي.

افغانستان د کرکټ د نړيوال جام په الف ګروپ کې دى په دغه ګروپ کې له افغانستان پرته اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ ، بنګله دېش او د سکاټلينډ لوبډلې شته دي.

نبي عيسى خېل وويل چې افغانستان ډېر ښه تېز توپ ويشتونکي لري او د اسټراليا او نيوزيلينډ پېچونو ته په کتو سره کولى شي چې له يادو نورو هېوادونو له يوې څخه هم لوبه وګټي.

د خپلې وړتيا په اړه محمد نبي عيسى خېل د خپلو وروستيو ځينو لوبو په اړه چې په کې ښه نه و لوبېدلى ، وويل چې پر هر لوبغاړي ښه او بد ورځ راځي.

هغه زياته کړه: ((د هندوستان پياوړى لوبغاړى ويرات کوهلي څو مياشتې مخکې انګلستان ته د سفر پر مهال په لسو لوبو کې د پام وړ منډې ونه کړې، خو تر هغې وروسته اسټراليا ته د سفر پر مهال يې څلور پرله پسې سليزې ووهلې.))

د ملي لوبـډلې کپتان وايي چې اوس خپلو تېروتنو ته متوجه شوى او بهرنيو روزونکو هم ورسره ډېره خواري کړې ده.

هغه هيله څرګنده کړه چې د هېوادوالو په دعا ګانو به د ملي لوبـډلې له نورو لوبغاړو سره يو ځاى ښه لوبه وکړه او د خپلو هېوادوالو د هيلو پوره کوونکى به وي.

نبي عيسى خېل له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د دوى لپاره دعا ګانې وکړي.