کابل ( پژواک، ١١ ورى ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې په راتلونکي نړيوال جام کې د لسو لوبـډلو د ګډون په اړه د کرکټ د نړيوالې شورا وروستۍ پرېکړې ناهيلي کړي دي.
د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس ډيوېډ رچرډسن دوه ورځې مخکې په اسـټراليا کې د نړيوال جام د سياليو په پاى کې اعلان وکړ، چې د ٢٠١٩ کال د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې به ١٠ لوبډلې برخه اخلي.
دا په داسې حا ل کې ده، چې په اوسني نړيوال جام کې ١٤ لوبډلو برخه اخيستې وه.
د کرکټ د نړيوالې شورا دنوي اعلان له مخې هغه لوبـډلې چې تر ٢٠١٨ کاله پورې د کرکـټ په نړيواله درجه بندۍ کې تر اتم مقام پورې راغلې وي، هغوى به نېغ په نېغه په نړيوال جام کې لوبېږي او له نهمې درجې څخه ١٢مې درجې پورې لوبډلې به په خپلو کې سيالۍ کوي او له دوى څخه به هم دوه لوبـډلې په نړيوال جام کې ولوبيږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ، دکرکټ د نړيوالې شورا پر يادې پرېکړې ژوره اندېښنه ښودلې او دا يې د کرکټ د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللې ده.
د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د وري په ١١مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دا پرېکړه نه يواځې افغانستان ته، بلکې د کرکټ ټولې نړۍ ته د خپګان وړ ده.
ده زياته کړه : (( ددې پر ځاى چې د کرکټ نړيواله شورا دا لوبه پراخه او پرمختګ ورکړي يواځې لسو هېوادونو پورې يې محدوده کړه. ))
د دانش په وينا، د کرکټ د نړيوالې شورا شعار دى چې دا لوبه پراخه، نړيواله او لويه کړي، خو اوسنۍ پرېکړې يې ددې شعار پر ضد ده.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي، چې نړيوالې شورا بايد ددويمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ددې لوبې د پراختيا او پرمختګ لپاره نورې اسانتياوې برابرې کړې او په لوړه کچه ورته د لوبو کولو چانس ورکړي.
دانش زياته کړه، څو پورې چې واړه ټيمونه په لوړه کچه لوبې ونه کړي، نو په لوبو او د لوبغاړو په تجربو کې يې زياتوالى ناشونى دى.
هغه د کرکـټ له نړيوالې شورا وغوښتل چې پر يادې پرېکړې له سره غور وکړي او په راتلونکي نړيوال جام کې دې د لوبـډلو شمېره تر ١٤ هم زياته کړي.
د يادونې ده چې يو شمېر پخوانيو نړيوالو لوبغاړو هم د کرکـټ د نړيوالې شورا پر يادې پرېکړې نيوکې کړې دي.
د هندوستان د کرکټ وتلي ستوري او پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر وړانديز کړى، چې په راتلونکي نړيوال جام کې دې د لوبـډلو شمېر ٢٢ ته لوړ شي.









