کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي چې له زمبابوې سره د لوبو پر مهال دوى نوې تجربې وکړې چې اغېزمنې ثابتې شوې.
افغانستان چې د کرکټ د دويمې درجې غړيتوب لرونکى هېواد دى، څو ورځې مخکې د کرکټ له لومړۍ درجې غړيتوب لرونکي هېواد زمبابوې څخه د کرکټ د يوه ورځنيو او شل اووريز نړيوالو لوبو لړۍ وګټله.
دا د کرکټ په ٢٠٠ کلن تاريخ کې لومړى ځل دى چې د دويمې درجې دريځ لرونکى هېواد لومړۍ درجې ته دومره ستره ماتې ورکوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي چې د دوى دغه ستره بريا د زمبابوې د کرکټ مسوولين، د دغه هېواد مينه وال او نړيوال ګوته په غاښ کړل.
هغه په کابل کې د کرکټ د شپـږيزې شل اووريزو سياليو د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دوى زمبابوې ته له يوه بشپړ پلان سره تللي وو.
ستانکزى وايي: ((کرکټ بورډ موږ د رسمي سياليو له پيل څور ورځې مخکې هلته زمبابوې ته ولېږلو، هلته مو تمرينات او دوستانه لوبې ترسره کړې چې موږ ته يې ډېره ګټه ورسوله.))
د نوموړي په وينا، دغو تمريناتو او دوستانه لوبو له امله لوبغاړي د زمبابوې له ميدانونو، لوبغاړو او هوا سره بلد شول. ))
د کرکټ ملي لوبډلمشر وايي چې په لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې لوبغاړي تر فشار لاندې راغلل او ژر ژر وسوځېدل چې په پايله کې لوبه د دوى په ماتې تمامه شوه.
ده وويل چې تر لومړۍ ماتې وروسته د کرکټ ځايي کتونکو او مسوولينو فکر کاوه چې د افغانستان لوبـډله کمزورې ده او نورې لوبې به هم بايلي خو د ملي لوبډلې وروستۍ برياوې د دوى وړاندوينې ناسمې ثابتې کړې.
اصغر زياتوي: ((له لومړۍ ماتې وروسته ما په خپله په لوبډله کې د بدلونونو پلان جوړ او له مشر روزونکي انضمام الحق څخه مننه کوم چې نه يواځې راسره يې ومنل، بلکې نوره همکاري يې هم وکړه.))
د هغه په وينا، په دويمه لوبه کې پخوانى لوبـډلمشر محمد نبي عيسى خېله چې له يوه مودې راهيسې ښه نه لوبېده، په درېيم نمبر توپوهونې ته ولېږه او دا پرېکړه هغه مهال ګټوره او اغېزمنه ثابته شوه، چې نبي په يوه ورځني کرکټ کې خپله لومړۍ سليزه ووهله.
دى وايي چې دې سليزې نه يواځې نبي، بلکې د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان کرکټ ته يې ډېره ګټه ورسوله.
هغه دغه راې وايي چې عيسى خېل د افغانستان پياوړى لوبغاړى دى او له يوه څه مودې راهيسې تر فشار لاندې و.
ده وويل: ((له دې سليزې وروسته د نبي لوبه کې څرګند بدلون راغى او په راتلونکو لوبو کې يې هم ډېره ښه لوبه وکړه چې د افغانستان په بريا او ګټې تمامې شوې.))
اصغر ستانکزي دغه راز وويل چې د زمبابوې ميدانونه د توپ اچوونکو لپاره مناسبې وې، ځکه دوى په راتلونکو لوبو کې د شاه پور ځدراڼ پر ځاى رشيدخان ته چانس ورکړ او هغه په خپلې لوبې سره د دوى پرېکړه سمه ثابته کړه.
ملي لوبډلمشر زياتوي چې په وروستۍ لوبه کې دوى ستر بدلون وکړ او ګلبدين نايب يې هم په درېيم نمبر توپوهنې ته ولېږه.
د هغه په وينا، نايب هم د دوى دغه پرېکړه سمه ثابته کړه، نه يواځې ښه لوبه يې وکړه، بلکې تر پنځوسو زياتې منډې يې د افغانستان په بريا تمامه شوه او د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړى هم اعلان شو.
ستانکزى وايي چې نوي روزونکي انضمام الحق هم په لږ وخت کې دوى سره ډېره او سخته خواري وکړه.
دى زياتوي چې هغه به تر هرې لوبې مخکې له دوى سره دوه ځلې غونډې لرلې او د لوبې په اړه يې دوى ته ځانګړى پلان ورکولو .
نوموړي وويل چې انضمام د دې تر څنګ هر لوبغاړي ته په ځانګړې توګه ناسته کوله او هغه ته يې د هغه د لوبې کمۍ او کاستۍ په ګوته کولې.
اصغر زياته کړه: ((انضمام د ځينو لوبغاړو ذهن او روان لوبې ته برابراوو؛ ځکه چې يو شمېر لوبغاړي تر فشار لاندې وو. ))
د يادونې ده چې اصغر ستانکزى څو مياشتې مخکې د ملي لوبـډلې د مشر په توګه وټاکل شو او دا لومړى ځل دى چې د ده په مشرۍ افغانستان دومره لويه بريا ترلاسه کوي.
په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ستانکزى وايي: ((زه ځان ډېر نېکمرغه محسوسوم چې زما په کپتانۍ کې افغانستان دا ستره بريا ترلاسه کړه، خو په دې بريا کې د ټولو لوبغاړو ونډه وه .))
خو هغه زياتوي چې تر دې بريا وروسته د دوى مسووليتونه او د خلکو هيلې هم له دوى ډېرې شوې دي، ځکه نو دوى به اوس تر خپله وسه هڅه کوي چې په راتلونکو لوبو کې هم هېواد ته برياوې راوړي.









