کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزى وايي چې د دوى ټوله پاملرنه لوبو ته ده او له سياست سره کار نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ د يوه فرمان له مخې د نسيم الله دانش پر ځاى شکرالله عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس په توګه وګوماره.
مشعل د معرفۍ په مراسمو کې د لوبغاړو پر نظم او ډسپلين ډېر ټينګار وکړ او ويې ويل چې د لوبغاړو د ټاکنو لپاره به نوې خپلواکه ټاکنيزه کمېټه جوړوي.
د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دوى له سياست او ادارې سره کار نه لري.
هغه زياته کړه: ((زموږ ټول پام لوبو ته دى، لوبغاړي خپل کرکټ کوي او د راتلونکو سياليو لپاره مو له اوس څخه تمرينات په پلان کې نيولي دي.))
ستانکزي وويل چې د کرکټ ادارې له نوي مشرتابه سره يې ناستې کړې او هغه ورته د هر ډول اسانتياوو او همکاريو ژمنې ورکړې دي.
نوموړي د کرکټ بورډ د نوي مشر له خوا پر ډسپلين او نظم د ټينګار ملاتړ وکړ او ويې ويل چې دغه کار لوبغاړو او ادارې دواړو ته په ګټه دى.
د کرکټ د ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي د ادارې له پخواني مشر نسيم الله دانش څخه هم مننه وکړه چې تل يې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړى او پوره کړې یې دي.
نوموړي د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ملي لوبـډلې وروستيو برياوو ته په اشارې سره وويل چې ټولو لوبغاړو او په ځانګړې توګه ځوانو لوبغاړو له ځانه وړتيا وښوده.
د يادونې ده، تېره اونۍ افغانستان له اماراتو څخه درې شل اووريزې لوبې په لوى توپير سره وګټلې او ستره ماتې يې ورکړه.
ستانکزى وايي: ((اماراتو پخوا موږ ته ماتې راکړې وې، خو موږ دا ځل مثبت او له فشار پرته د کرکټ لوبه وکړه او نتيجه يې دا شوه چې اماراتو ته مو درې پرله پسې ماتې ورکړې.))
د هغه په وينا، لوبغاړو ته يې ويلي وو چې ټوله پاملرنه لوبو او تمريناتو ته وکړي، له ادارې او سياست سره هېڅ کار ونه لري او همدا لامل و چې ښه پايله يې ترلاسه کړه.
لوبډلمشر وايي چې په تېرو دوو کلونو کې يې لسګونو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړى او يو شمېر يې له ځانه ښې وړتياوې ښودلې دي.
ده زياته کړه، د افغانستان له کورني کرکټ څخه ځوان او پياوړي لوبغاړي ډېر رامنځته شوي، هغه لوبغاړي ملي لوبـډلو ته لاره پيدا کوي چې له ځانه وړتيا وښيي.
ستانکزى وايي چې اوس ځوان او پخواني لوبغاړي دواړه په سیالیو کې دي، که کوم لوبغاړى خپله وړتيا ثابته نه کړي، نو هغه کښېنول کېږي او په دې برخه کې يې د نوروز منګل او کريم صادق بېلګه وړاندې کړه.
نوموړي په ځانګړې توګه د ځوانو لوبغاړو فريد ملک، نجيب ځدراڼ، راشد خان او ځينو نورو يادونه وکړه چې د ده په وينا، په تېرو لوبو کې يې خپله وړتيا ثابته کړه.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ډېرى مهال فريد ملک په سفرونو کې وي، خو بيا د لوبې چانس نه ورکول کېـږي، وويل چې پخوا دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ او حميد حسن په لوبـډله کې وو، نو فريد ته چانس نه پيدا کېده.
خو ستانکزى وايي، اوس چې ياد لوبغاړي نشته، نو لومړى حق د فريد ملک دى؛ ځکه چې هغه د شل اووريزو ډېر پياوړى لوبغاړى او په هر اوور کې بېلابېل ډول توپونه اچوي.
د کرکټ ډېرى مينه وال نيوکه کوي چې پياوړى لوبغاړى نجيب ځدراڼ په شپږم نمبر توپوهنې ته راوستل کېږي، په دې اړه لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي چې هغه په دې پوزېشن کې ډېره ښه لوبه کوي.
هغه زياتوي: ((په دې وخت کې پر لوبډلې فشار نه وي، نورو لوبغاړو توپوهنې کړې وي، نو هغه له فشار پرته لوبه کوي او له همدې امله بريالى وي، که چېرې مخکې يې راوباسو، نو بيا تر فشار لاندې راځي او ژر سوځېږي.))
نوموړي د راشد خان په اړه وويل، داسې يو استعداد لري چې د نړۍ ډېر کم لوبغاړي ترې برخمن دي.
ستانکزى وايي، په شل اووريزو لوبو کې تر لسم اوور وروسته د هغه راوستل د دې لامل کېږي چې مخالفه لوبډله تر فشار لاندې راشي، لوبغاړي له لاسه ورکړي او د منډو اوسط يې کمېږي.
لوبډلمشر له هېوادوالو، د کرکټ مينه والو او په ځانګړې توګه د ټولنيزو شبکو له کاروونکو وغوښتل چې خپل ملي اتلان دې په بدو او سپکو نومونو نه يادوي؛ ځکه چې دا د هغوى پر لوبې ناوړه اغېزه کوي.
ده زياته کړه: ((مينه وال بايد د خپلو اتلانو ملاتړ وکړي، دعاوې ورته وکړي، پردي خلک زموږ ملاتړ نه کوي، همدغه هېوادوال او مينه وال چې تل يې موږ ته مينه راکړې ده.))
د ستانکزي په وينا، لوبغاړي په ميدانونو کې له نورو هېوادونو سره سيالۍ او مسابقه کوي، خو د خپلو هېوادوالو له خوا ورته بد رد ويل کېږي.
د هغه په وينا، که چېرې هېوادوال او مينه وال د لوبغاړو ملاتړ او او تشويق ونه کړي، نو هغوى هم مايوسه کېږي او کومې خوښۍ چې اوس هېوادوالو ته ورکوي، بيا يې نه شي ورکولى.









