کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم وایي ، سره له دې چې دوی هڅه کوي له چین څخه د کرونا ضد ډېرې مرستې ترلاسه کړي، خو افغانان باید په خپله په وقایوي لارښوونو عمل وکړي.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د مرستو ترلاسه کولو ترڅنګ په چین کې فابریکو بېرته پر تولیداتو پیل کړی او دوی د اړتیا وړ توکو بیې ترلاسه او دافغانستان له عامې روغتیا وزارت سره یې شریکې کړې دي.
ده زیاته کړه : (( چین او نوره نړۍ به له موږ سره مرسته وکړي، خو دا دومره ګټوره نه ده، څومره چې افغانان باید په خپله د کرونا ضد مبارزه وکړي، پر وقایوي لارښوونو عمل وکړي او ټولنیز واټن مراعت کړي.))
افغان سفیر وایي ، چین له افغانستان سره د مرستو ژمنې کړې دي، تېره اوونۍ یې د مرستو لومړۍ الوتکه کابل ته ولېږله چې په کې د روغتیایي توکو ترڅنګ د ډاکټرانو لپاره حفاظتي او وقایوي توکي هم شامل وو.
قایم وویل چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د چین له خوا نورې مرستې هم افغانستان ته ولېږل شي.
نوموړی وایي چې چین له افغانستان سره د مرستو ترڅنګ د کرونا ضد خپلې تجرې هم شریکې کړې دي او دوی ته یې ۱۶ جلده معلوماتي اسناد سپارلي وو، چې دوی له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړی دي.
د هغه په وینا، د چین حکومت مسوولینو او ډاکترانو د افغانستان په ګډون د یو شمېر اسیایي هېوادونو له مسوولینو او ډاکټرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې هم خپل معلومات او تجربې شریکې کړې دي.
جاوید قایم زیاتوي : (( موږ دلته په چین کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په اړیکو کې دی او هغوی هم له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې د مرستو ژمنې کړې دي، چې ډېر ژر به پیل شي.))
نوموړي په اوهان ښار کې د بند پاتې شویو افغانانو او محصلینو په اړه وویل چې هغوی ټول روغ جوړ دي، دوی ورسره په اړیکه کې دي.
د هغه په وینا، په اوهان ښار کې اوس حالات نورمال شوی، قیودات او قرنطین ختم شوی دي.
د یادونې ده، چې د کرونا ویروس د چین د هوبې ولایت له اوهان ښار څخه پیل شوی و، چېرته چې د ۵۵ محصلینو ترڅنګ ۶۴ افغانان هم مېشت وو.
په ټوله نړۍ کې تراوسه دوه میلیونه کسان پر کرونا ویروس اخته او ۱۲۳ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم تر اوسه ۷۱۴ کسان پر دې ناروغۍ اخته او ۲۳ تنه یې مړه شوي دي.