ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٢ کسان پر کرونا اخته او اته يې مړه شوي

افغانستان کې په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٢ کسان پر کرونا اخته او اته يې مړه شوي

author avatar
23 Nov 2020 - 13:59
افغانستان کې په تېر ٢٤ ساعتونو کې ٢٨٢ کسان پر کرونا اخته او اته يې مړه شوي
author avatar
23 Nov 2020 - 13:59

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٨٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۴۹۸۸ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په درېيمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٣٢٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٨٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۴۹۸۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۸۷ کسان په کابل، ۴۱ په ننګرهار، ۳۹ په پروان، ۲۸ په غزني، ۲۳ په کندهار، ۱۵ په بلخ، ۱۲ په بامیان، ۷ په زابل، ۵ په بغلان، ۵ په هلمند، ۴-۴ کسان په دایکنډي، نیمروز، لوګر، ميدان وردګ او پنجشېر ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت په ياده خبرپاڼه کې د هرات ولايت د کرونا ويروس د پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزى وايي چې د شکمنو پېښو د کموالي له امله لابراتور فعاليت نه دى کړى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۵٩٧٦ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٨ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٦٩٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.