ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت پکتيا کې د روغتيايي ستونزو هوارولو لپاره هڅې پیل کړې دي

د عامې روغتيا وزارت پکتيا کې د روغتيايي ستونزو هوارولو لپاره هڅې پیل کړې دي

author avatar
23 Nov 2020 - 11:44
د عامې روغتيا وزارت پکتيا کې د روغتيايي ستونزو هوارولو لپاره هڅې پیل کړې دي
author avatar
23 Nov 2020 - 11:44

ګردېز (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۹): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په پکتيا کې ولايت کې له شته روغتيايي ستونزو او اړتياوو خبر دي او د يوه ترتيب شوي پلان له مخې به دغه مشکلات حل شي.

د دغه وزارت مرستيال ډاکتر وحيد مجروح دا خبرې د پکتيا حوزوي روغتون په اورتوپيدي څانګه کې د ساين سيستم څانګې پرانيستلو پر مهال وکړې.

مجروح وويل چې ساين په نړيواله کچه تر ټولو عصري سټنډرډ اله ده چې د ماتو شوو هډوکو، مفصلونو او د اورتوپيدي اړوند مواردو کې ترې استفاده کېږي او پر مټ به يې د هغو ناروغانو درملنه په څلور ورځو کې کېږي چې له دې مخکې به په مياشتو میاشتو د هډوکو ماتېدو له امله له ستونزو سره مخ وو.

مجروح پژواک ته وویل: ((که د جراحۍ د یادې څانګې منظم ګزارشات امريکايي بنياد ته واستول شي، تر لس يا شل کاله پورې به د ټولو هغو مريضانو چې دغه روغتون ته راځي او مغلقو اورتوپيدي عملياتو ته اړتيا لري، دوی ته به د دې ټولنې له خوا مصرفي مواد مفت ورکول کېږي.))

ډاکتر وحيد مجروح وايي چې په ګردېز او ځينو ولسواليو کې د طبي تشکيل کموالی، د درملو او په ډېری ولسواليو کې د بسترونو کمبود، د پکتيا په حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام پلي کول او د لومړي درجه ولايت په توګه ورته د لازمو اسانتياوو برابرولو په برخه کې ستونزې ورسره شريکې شوې دي.

مجروح زياته کړه چې په کارونو کې يې د ګڼو ستونزو له امله د پکتيا د روغتيايي مرکزونو قراردادي موسـسې “هېواد” ته اخطارنامه ورکړې او د اصلاحاتو راوستلو ټينګار يې پرې کړی دی.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی ډاکتر یارباز حميدي وويل چې شته روغتون اصلاً ولايتي دی او مسوولې ادارې بايد د ولسمشر هغه ژمنه جدي تعقیب کړي چې په ګردېز کې يې د زون په کچه د مجهز حوزوي روغتون جوړولو په اړه کړې ده.

حميدي پژواک ته وويل: ((پکتيا کې لا هم يو مشکل د تشکيل کمبود دی؛ ځکه دلته د خوست، پکتيکا او غزني ولايت ځيني خلک او د لويې لارې مسافر هم دغه روغتون ته مراجعه کوي او ګڼه ګوڼه ډېره وي. ځيني امکانات لا هم نشته او په ټوله کې يو واقعي حوزوي روغتون ته اړتيا شته.))

د پکتيا ولايتي شورا وايي چې په ولسواليو کې لا هم په روغتيايي برخه کې جدي اړتياوې شته او د ژمي په موسم کې دا اړتياوې نورې هم زياتې شوې دي.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي: ((باور وکړئ په ولسواليو کې د تشکيل، درملو او بسترونو نه شتون له امله ډېر مشکلات دي. بل د کرونا مسئله ده چې د هوا په سړېدو يې تشويش زیات شوی دی.))

له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې چې د هېواد په نوم موسـسې د پکتيا د روغتيايي مرکزونو قرارداد ترلاسه کړی، په دغه ولايت کې ستونزې او شکايتونه ډېر زيات شوي دي.

ياده دې وي چې د پکتيا پخواني والي شميم خان کټوازي تېر کال ياده موسـسه د هغوی په چارو کې د ستونزو او د فساد د ادعاګانو په تړاو څارنوالۍ ته هم معرفي کړې وه.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.