ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د صنعتي فابريکو مسوولين د کرونا دويمې څپې اندېښمن کړي

د خوست د صنعتي فابريکو مسوولين د کرونا دويمې څپې اندېښمن کړي

author avatar
25 Nov 2020 - 11:28
د خوست د صنعتي فابريکو مسوولين د کرونا دويمې څپې اندېښمن کړي
author avatar
25 Nov 2020 - 11:28

خوست ښار (پژواک،۵ ليندۍ ۹۹): خوست کې د صنعتي فابريکو مسوولين د کرونا ويروس دويمې څپې راتګ اندېښمن کړي او وايي دا ځل ښايي د لومړۍ هغې په پرتله له ډېر مالي زيان سره مخ شي.

د کرونا لومړی څپې د هېواد د نورو ولايتونو په څېر خوست کې هم خلکو ته ګڼ مالي زيانونه واړول، چې يو له هغو د خصوصي سکتور په برخه کې صنعتي کارخانې دي، چې د مسوولينو په وينا له مالي پلوه وځپل شوې.

د خوست د صنايعو او معادنو خونې مسوولين وايي چې د کرونا او قرنطين له امله خوست کې صنعتي کارخانو ته نږدې دوه سوه ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتی دى.

دغه صنعتکاران داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې د هوا په سړېدو سره يو ځل بيا په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی او حکومت د ليندۍ د پنځلسمې نېټي وروسته د پوهنتونونو او د ښوونځيو د رخصتېدو اعلان هم کړی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې ۱۹۶ لويې او کوچنۍ کارخانې په فعاليت بوختې دي، چې زياتره يې د خوراکي توکو، لکه د اوړو، بېسکويټ، چاکلېټ، خوږو، ژاولو، پاپړو او دې ته ورته نورو توکو دي.

د مسوولينو په وينا، د کرونا په راتګ او د قرنطين په وضع کېدو سره ددغو ټولو کارخانو کارونه په ټپه ودرېدل، چې له امله يې له ډېرو مالي زيانونو سره مخ شول.

کمال ددغه ولايت يو له دغو صنعتکارانو څخه دی، چې د مرکز اړوند د څارنکوټ په سيمه کې د بېسکويټ جوړولو توليدي کارخانه لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې کارخانه کې له ده سره اتيا کسان په کار بوخت دي، چې د کرونا د لومړۍ څپې له راتګ وړاندې د ورځې له دوو څخه نيولې تر درېيو ټنو پورې بېسکويټ توليدل او بيا يې باراز ته وړاندې کول.

هغه وايي، د قرنطين پرمهال چې شاوخوا څلور مياشتې يې دوام وکړ، نه يواځې دا چې د دوی توليد صفر ته راښکته شو، بلکې کاريګرو ته يې هم په کور معاش ورکاوه.

ده زياته کړه: ((له قرنطين مخکې زموږ مياشتينۍ عايد له پنځه سوه زرو افغانيو نيولى تر يو ميليون افغانيو رسېده، خو د قرنطين پرمهال چې څلور مياشتې يې دوام وکړ زموږ عايد صفر و. زموږ په توليد يې هم منفي اغېز کړی او د بهرنيو توکو په مقابل کې چې موږ کوم مارکېټ انحصار کړی و، هغه ډېر وروسته پاتې دي، ځکه موږ سب سای ډي مرستې نه لرو.))

ده همدا ډول وايي، که د کرونا دويمې څپې سره يو ځل بيا قرنطين وضع کيږي، دولت دې د يو پلان له مخې په هغو خامو توکو چې دوی يې له بهرنيو هېوادنو په غلام خان او نورو بندرونو واردوي، ګمرکي تعرفه کمه کړي.

هغه زياتوي: ((د خارجي مالونو واردول دې بند شي او يا دې پرې تعرفې لوړې شي او همدا شان دې د خامو موادو پر سر دې تعرفې کمې شي او په بندرونو کې په وخت سره بايد اجازه ورکړي، څو تر موږ ورسيږي.))

انورالله يو بل صنعتکار دی چې د خوست ښار لوېديځ لور ته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د خوږو، چاکلېټو او ژاولو توليدي کارخانه لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ده سره په دې کارخانه کې ۳۵ کسان کار کوي، خو د قرنطين پرمهال ټول په کور ناست وو.

هغه وايي، له قرنطين وړاندې د دوی مياشتينى عايد شپږ سوه زره افغانيو ته رسېده، خو د قرنطين پرمهال صفر و، ځکه د کارخانې فعاليت يې په ټپه ولاړ و.

دی وايي: ((بېرته لګيا يو چې خپلو توکو ته مارکېټ ښه کړو، خو له بده مرغه چې له موږ نه خلک، دوکانداران ټول خپه شوي دي، زموږ توليداتو ته زړه نه ښه کوي، ځکه د قرنطين پرمهال چې موږ مالونه خلکو ته ونه رسوو، نو په نورو وختونو کې خو له ګاونډيو هېوادونو هم راځي. نو موږ په ډېر مشکله سره خپلو توکو ته مارکيټېنګ کوو او په ډېرې سختۍ رانه مالونه اخلي.))

ورته مهال د خوست د صنايعو او معادنو خونې مشر ګل زالي جنانزوی وايي، له دوی سره په دغه ولايت کې ۱۹۶ لويې او وړې توليدي کارخانې ثبت او راجستر دي.

نوموړي پژواک ته وويل، دغه کارخانې چې زياتره يې د خوراکي موادو دي، ټولټال په کې شاوخوا اته زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې.

هغه زياتوي، دغه کارخانې د کرونا ويروس له امله د لګېدلي قرنطين پرمهال چې څلور مياشتې يې دوام وکړ، د لارو د بندښت او د خاخو توکو د نه شتون له امله په ټپه ولاړې وې.

ده پژواک ته زياته کړه چې په دې موده کې په اوسط ډول هرې کارخانې يو ميليون افغانۍ زيان وليد، چې ټولټال ۱۹۶ ميليونه افغانۍ کيږي.

دی زياتوي: ((د قرنطين په وخت کې د کارخانو ټول کارونه په ټپه ودرېدل، متضررې شوې. خام مالونه ورته را ونه رسېدل، دلته د مارکېټ نشتون و. بيخې زياتو مشکلاتو سره مخ شوې. کاريګرو ته يې په کورونو معاشونه ورکړل او هيڅ طريقه نه وه چې دوی فابريکې چلولې وای.))

ګلزالي جنانزوی همدا ډول واىي، که دولت ورسره د کارخانو مالکينو سره مالي مرسته نه شي کولی، دا خو کولی شي چې د صنعتي پارک لپاره ځانګړې شوې ځمکه له غصب خلاصه او د دوی په واک کې يې ورکړي.

ده وويل، اوس مهال يادې توليدي کارخانې د ځای د نه شتون له امله د استوګنې په سيمو کې فعاليت کوي، چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغه وايي: ((په في متر مربع څوارلس نيم ډالر د خدماتو دي چې د جريب پرسر ۲۹ زره ډالر راځي او سل زره ډالر د يو جريب ځمکې قيمت دی، چې دا موږ په پنځو قستونو ورکوو، چې شل فيصده موږ شپږ مياشتې مخکې ورکړي او شپږ مياشتې وروسته د هرې کارخانې مالک بايد شل فيصده نورې پيسې هم دولت ته ورکړي، خو له دې سره بيا هم د صنعتي پارک جنجال په غصب کې پروت دی. کارخانې استوګنې سيمو کې دي، هره ورځ په يوه کارخانه باندې درې څلور کورونو والا عريضې کړې وي، بيا هغې سره ځو، بيا د چاپيريال ساتنې والا راځي.))

بل خوا د خوست د سوداګرۍ او صنعت امر انجنير قادرشاه حکيمي پژواک ته وويل چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د کرونا د دويمې څپې د راتګ لپاره بشپړ تياری لري.

هغه وويل، د کرونا لومړی څپې په جريان کې اړونده وزارت ځانګړې پاليسي طرحه کړې، چې د هغې په اساس د افغانستان ټول بندرونه د سوداګريزو مالونو پرمخ پرانېستي دي.

دى زياتوي: ((هغه توليدي فابريکات چې خام مواد د بهرنيو هېوادونو څخه واردوي، د هغوی لپاره موږ ښه پلان لرو ترڅو دوی ته خام مواد په خپل وخت ورسيږي او د لارو ستونزه به انشاالله نه وي. د کرونا دويمې څپې راتګ سره به هم انشاالله بندرونه پرانيستي وي.))

نوموړي زياته کړه، د صنعتي پارک ځمکه چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د سموات په سيمه کې موقعيت لري، له غصب خلاصه او توليدي کارخانو لپاره په کې د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوې.

نوموړي وويل، دوی تل په دې هڅه کې دي چې ددغه ولايت صنعتکارانو او د کارخانو مالکينو ستونزو ته پر وخت ځان ورسوي او د حل لپار يې لازمې د حل لارې چارې ولټوي.

هغه زياتوي: ((د سموات صنعتي پارک د ۲۴۱ نومرو لپاره ډيزاين شوی دی، تردې دمه ۶۷ بېلابېلو توليدي کارخانو ته ځمکې منظورې شوې دي، چې له دې جملې ۲۸ توليدي شرکتونو د خدماتو او زېربنا پيسې تحويل کړي او ځمکې مو هم ورته تثبيت کړې دي. پاتې ۴۱ توليدي شرکتونه چې د خدماتو پيسې يې لا تراوسه نه دي تحويل کړي، خو کله چې پيسې تحويل کړي، د هغوی ځمکې به هم تثبيت شي.))

انجنير قادرشاه حکيمي دغه راز وويل، د خوست د سوداګرۍ او صنعت امريت په پلان کې لري چې په راتلونکي کې کرنيز صنعتي پارک هم جوړ کړي، څو د خوست مالداران په کې په باثباته توګه پانګه اچونه وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.