ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې پروسه کې ښځو ته د پام وړ ونډه ورکړل شوې ده

ولسمشر غني: د سولې پروسه کې ښځو ته د پام وړ ونډه ورکړل شوې ده

author avatar
25 Nov 2020 - 12:00
ولسمشر غني: د سولې پروسه کې ښځو ته د پام وړ ونډه ورکړل شوې ده
author avatar
25 Nov 2020 - 12:00

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ښځو او نارینه برابري او د ښځو د حقونو خوندیتوب د حکومت لپاره یو اساسي اصل او د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

ولسمشر غني دغه څرګندونې په هغه پيغام کې کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت يې خپره کړې ده.

په دغه پيغام کې راغلي، حکومت تل هڅه کړې چې د ښځو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي او د پرمختګ لپاره یې مناسب فرصتونه برابر کړي.

د لېندۍ څلورمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ولسمشر په پيغام کې راغلي، د ښځو چارو وزارت د حکومت د یو مهم بنسټ په توګه د تاسیس له ورځې تر نن پورې د عامه پوهاوي، څارنې، سلا مشورو او د ښځو ملاتړو او عدلي او قضایي بنسټونو ته د تاوتریخوالي قربانیانو ته په لاسرسي، د روښانتیا او د ښځو لپاره د عدالت په برخو کې هدفمند رول ترسره کړی دی.

هغه زياته کړې، د ښځې او نارینه برابري او د ښځو د حقونو خوندیتوب د دولت لپاره یو اساسي اصل دی او د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه يې له مهمو لومړیتوبونو ده.

ولسمشرغني ويلي، ښځې په هېواد کې د جګړې اصلي قربانیانې دي، سولې او ثبات ته زیاته لېوالتیا لري دولت کوښښ کړی چې په دغه بهیر کې دوی ته ډېره ونډه په پام کې ونیسي؛ د سولې مشورتي لویې جرګې او په دوحه کې د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې د ښځو فعال او پراخ رول د حکومت د دې ادعا څرګند ثبوت دی.

دى وايي، د ښځو د معنادار حضور په اړه په عدلي او قضایي برخو کې هم پرمختګونه يې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او عدالت د تامین په برخو کې دندې ترسره کړې او عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابروي.

په پيغام کې راغلي، حکومت هڅه کړې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې پرتې ستونزې لرې کړي او د قانون جوړولو په برخه کې ځیني قوانین او مقررات طرحه، تصویب او نافذ کړي چې د هغو په تطبیق سره د هېواد د ښځو وضعیت ښه والي او د هغوی د حقونو برابرۍ په برخه کې مثبت او ژور بدلونونه رامنځته شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.