ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کرونا تر ناروغۍ په ټولنیزو شبکو کې د خپل مرګ اوازو ډېر وځورولم»

«د کرونا تر ناروغۍ په ټولنیزو شبکو کې د خپل مرګ اوازو ډېر وځورولم»

author avatar
26 Nov 2020 - 13:07
«د کرونا تر ناروغۍ په ټولنیزو شبکو کې د خپل مرګ اوازو ډېر وځورولم»
author avatar
26 Nov 2020 - 13:07

زرنج (پژواک،۶ لیندۍ ٩٩):  په هېواد کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته، یو شمېر کسانو د ټولنیزو شبکو له لارې، یو شمېر نورو هم د خلکو ترمنځ په دغه ويروس د ځینو کسانو د اخته کېدو او نورو د مړینې اوازې خپرې کړې، چې د زيانمنو د کرکې لامل او هغوی اړ شوي چې په اړه یې د اوازې د خپرېدو په تړاو معلومات ورکړي.

په زرنج کې د ډاکتر میرویس احمدي د روغتیایي کلینیک مسوول ډاکتر میرویس احمدي چې د ټولنیزو شبکو د اوازو له امله زیانمن  شوی وایي، د سږ کال د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې پر کرونا ویروس اخته شوی و او له ۱۴ ورځني قرنطین تېرولو وروسته بېرته ورغېد.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته، کله چې د کرونا د تجرید په مرکز کې و، د فېسبوک پر ټولنیز پاڼو یې د مړینې خبر لاس په لاس کېده.

هغه زیاته کړه: «په هماغو ورځو کې مې ځینو خپلوانو زنګونه وهل چې موږ خبر شوو ډاکتر میرویس د کرونا له امله مړ شوی دی، ځینو مې په کنایه او رمز کې د حال پوښتنه کوله، ډېر خواشینی کېدم چې ولې زموږ خلک دا ډول اوازې خپروي.»

نوموړي زیاته کړه: «کرونا دومره درد رانه کړ لکه په ټولنیزو پاڼو کې زما د مرګ اوازو چې وځورولم، له هېوادوالو مې غواړم څو د هغه څه په اړه چې ډاډه نه یاست اوازه مه خپروئ، په عاجزۍ مې له هېوادوالو هیله کوم چې د یو بل په اړه اوازې خپرې نه کړي.»

ډاکتر میرویس د یادې اوازې سره د مقابلې لپاره خپله ويډیویي کلېپ د فېسبوک پر پاڼه خپور کړ.

ډاکتر میرویس په دغه کلېپ کې ویلي: «وروره! مرګ او ژوند د خدای په لاس دي، ناروغي په هر چا راځي، زه جوړ او روغ یم، په ټولنیزو صفحو کې اوازه خپره شوې چې ډاکتر میرویس مړ شوی، وروره، ډاکتر میرویس د ژوند وحې نه ده راوړې، یوه ورځ مري؛ زه اوس جوړ او روغ یم، له تاسو هیله کوم چې پر اوازو باور مه کوئ.»

د پژواک د یوه راپور له مخې، په دې وروستیو ورځو کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو د کرونا ويروس له امله د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق د مړینې خبر ورکړ؛ په داسې حال کې چې هغه ژوندی او په کرونا ویروس نه دی اخته شوی.

یو شمېر نور مرکه کوونکي وايي چې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته، هغه خلک چې د کرونا ويروس له ناورغۍ پرته د نورو ناروغیو له امله مړه کېدل؛ په ټولنیزو رسنیو او خلکو کې داسې اوازې خپرېدې چې د کرونا وېروس له امله مړ شوی دی.

د پژواک خبري اژانس د یو ه راپور له مخې؛ د روان کال د لړم په ۱۷مه د لامعه شهید ښوونځي یوه سر ښوونکې د سږو، وینې د غوړوالي او ځیګر ناروغیو له امله مړه شوې وه؛  خو د ښوونځي د ښوونکو ترمنځ اوازه خپره شوې وه چې  ګواکې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه د ۱۳۹۸ کال د لړم په پنځمه ثبت شوه.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.