ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزير ولسمشر ته د کرونا ددويمې څپې په اړه معلومات ورکړل

د عامې روغتيا وزير ولسمشر ته د کرونا ددويمې څپې په اړه معلومات ورکړل

author avatar
27 Nov 2020 - 10:00
د عامې روغتيا وزير ولسمشر ته د کرونا ددويمې څپې په اړه معلومات ورکړل
author avatar
27 Nov 2020 - 10:00

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د روغتیا سکتور مسوولینو سره په ناسته کې د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٧مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر محمدجواد عثماني د کرونا ویروس دویمې څپې د مدیریت لپاره د چمتووالي او په دې برخه کې د ننګونو په اړه، خپل راپور د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړ.

ډاکټر عثماني کلي وضعیت له هغې جملې د کرونا ویروس د واقعاتو او لومړۍ څپې سره د هغو پرتله کول تشریح کړل وې ویل، د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي.

نوموړي په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې په موخه د روغتونونو له هغې جملې د مرکز، زونونو، تخصصي او خصوصي روغتونونو د ظرفیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، اوسمهال پر کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره ۲۰۷۱ بستره موجود دي او روغتونونه به لازیات تقویه شي.

نوموړي همداراز د کرونا ویروس د بېلانس، مثبتو پېښو د ردیابۍ، هیواد ته په راداخلېدونکو سیمو کې د واقعاتو د تشخیص، له شکمنو کسانو د نمونې اخېستلو او په راپور ورکولو کې د شمېرو د مدیریت په خاطر د ټولو روغتیایي سیستمونو شاملولو په اړه هم معلومات ورکړل.

‌ډاکټر محمد جواد عثماني زیاته کړه، اوس مهال د کرونا ویروس د تشخیص مرکزونه په ورځني ډول له ۳۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ تنو پورې د تشخیص ظرفیت لري.

وروسته د افغانستان د طبي شورا ريیسې ډاکټرې نسرین اوریاخېل روغتونونو څخه د څارنې په اړه خپل راپور وړاندې کړ وې ویل، تر اوسه ۳۲ روغتونونه ارزول شوي چې د پرسونل په ظرفیت کې یې ننګونې شته او د بشري سرچینو لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

نوموړې روغتونونو ته د اکسیجن رسولو او روغتونونو ته په نږدې ځایونو کې یې د هغه د تولید د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل وې ویل، باید دولتي روغتونونو ته رسېدګي وشي، خلک باید د کرونا ویروس خپرېدو دویمې څپې په اړه لازیات پوهاوی ترلاسه او علماء، جوماتونه، رسنۍ او مدنې ټولنه دې بسیج شي.

ولسمشر غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته وویل، باید د عامې روغتیا وزارت برنامې ستراتېژیکې وي او د کرونا ویروس خپرېدو لومړۍ څپې په پرتله یې چمتووالی ښه شوی دی.

ده زياته کړه : ” د کرونا ویروس دویمې څپې څخه باید واضح تصویر ولرو او د ظرفیتونو د لوړولو او روغتیایي خدمتونو پر کیفیت زیات کار وشي. ”

ولسمشر غني له امکاناتو او تجربو څخه په استفادې باید د هر ډول بحران مخنیوی وکړو، ترڅو خلک ډاډمن شي. هغه زیاته کړه، دغه مسئله د حکومت د رهبرۍ په لومړيتوب او استعجالیت کې قرار لري.

هغه څرګنده کړه، د ناحکومتي سازمانونو څارنه چې د روغتیا په برخه کې کار کوي په عامې روغتیا  وزارت پورې اړه لري، خو د حکومت رهبري به د مرستو د جلب او انسجام په برخه کې کار وکړي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، والیان او ولایتي ادارې باید په همغږي ډول رول ولوبوي او دولت دې له خصوصي سکتور سره کار وکړي چې څه ډول د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو پر مهال د هیواد اقتصادي فعالیتونه، زیانمن نه شي.

ده وویل : “کرونا ویروس دویمې څپې سره مبارزه زموږ لپاره استعجالیت لري او حکومت به هر هغه څه ترسره کړي چې په توان کې یې لري، ترڅو له ناوړه وضعیت سره مخ نه شو. ”

د يادونې وړ ده، چې تر څو مياشتو وروسته يو ځل بيا په هېواد کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره زياته شوېده.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې شاوخوا ٤٦ زره کسان پر کرونا اخته، ١٦٢٨ مړه او تر ٣٦ نور روغ شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.