ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩ کسان د کرونا له امله مړه شوي

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩ کسان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
3 Dec 2020 - 13:58
افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩ کسان د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
3 Dec 2020 - 13:58

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٧٢٥٦ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د ليندۍ په ١٣ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٣٧٩ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٧٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٧٢٥٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١١٤ کسان په کابل، ٢٨ په هرات، ٢٢ په کندهار، ١٤ په فارياب، ١٣ په تخار، ١١ په بلخ، ١٠ په ميدان وردګ، ٩ پکتيا، ٩ بغلان، ٨ خوست، ٨ سمنګان، ٦ په کندوز، ٦ په پروان، ٥ په هلمند، ٤ په زابل، ٣ په اروزګان، ٣ په نيمروز، ٢ په ننګرهار او يو هم په لغمان ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳٧٣٠٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٨٤١ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.