ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال د کرونا له امله ١٢ کسان مړه شوي

author avatar
27 Dec 2020 - 15:45
author avatar
27 Dec 2020 - 15:45

کابل (پژواک، ٧ مرغومی ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٦٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٢٠٠٧ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په اوومه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٥٩٣ شکمن ټیسټونه شوي چې ١٦٠ يې مثبت دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٢٠٠٧ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٤٦ په هرات، ٢٧ په کابل، ٢٥ په تخار، ١١ په پکتيا، ١٠-١٠ په ننګرهار او بادغيس، ٤-٤ په بغلان، لغمان، کونړ، خوست، فارياب، نورستان، ٣-٣ په ميدان وردګ او پنجشېر او يوه هم په کندهار ولايت ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٩١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤١٣٣١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٧٠ ته ورسېد.

د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له خلکو په وار وار غوښتنه کړې چې د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.