ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي

په افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
10 Jan 2021 - 19:12
په افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
10 Jan 2021 - 19:12

په افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي

کابل (پژواک،٢١ مرغومى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٣٥٣٨ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په ٢١ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٢٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٧٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٣٥٣٨ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٠ کسان په هرات، ١٥ په کابل، ٧ په کاپيسا، ٥-٥ په ننګرهار او تخار، ٤ په بغلان. ٣ په کونړ، ٢-٢ په بلخ او لغمان او ١-١ په کندوز، بادغيس او پنجشير ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴٣٩٤٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۲٨٨ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ،خو په دې وروستيو کې د کرونا نوې بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوې بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي دي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.