ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو د موجودیت موضوع د منلو نه ده

غني : دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو د موجودیت موضوع د منلو نه ده

author avatar
15 Jan 2021 - 10:44
غني : دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو د موجودیت موضوع د منلو نه ده
author avatar
15 Jan 2021 - 10:44

کابل(پژواک،٢٦مه ٩٩): ولسمشر غني وايي چې په وزارتونو او ټولو دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو موجودیت موضوع د منلو نه ده او باید د افغانستان په ملکي خدمتونو ادارو کې وطن او خلکو ته ژمن او وړ کسان، استخدام شي.
ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له کمېشنرانو سره په ګلخانې ماڼۍ کې د ليدنې پرمهال وکړې.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو په جوړښت کې د اصلاحاتو او تعییناتو پر طرزالعمل بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني وویل، په وزارتونو او ټولو دولتي تشکیلاتو کې د لسګونو سرپرست بستونو موجودیت موضوع د منلو نه ده او باید د افغانستان په ملکي خدمتونو ادارو کې وطن او خلکو ته ژمن او وړ کسان، استخدام شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، باید د ملکي خدمتونو د کارکوونکو کړنې او موثریت وارزول شي او د دوی د استخدام شېوه دې د اساسي قانون د دستوراتو مطابق عملي شي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د ولایتي ریاستونو ارزونه دې د خدمتونو وړاندې کولو او خلکو د رضایت پر بنسټ سنجش او د لوړ پوړو چارواکو صلاحیتونه دې تفکیک شي.
هغه پر دې په ټینګار چې د افغانستان ملکي خدمتونو ادارې باید هدف محوره او ځواب ویونکي شي، نه بست محوره زیاته کړه، په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د حکومتي ادارو تشکیلات تعریف، له مرکز او وزارتونو سره دې د دوی اړیکې مشخصې شي.
غني د دې په بیانولو سره چې تعیینات باید بنسټ محوره وي، نه فرد محوره وویل، ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ملکي ادارو دیجیټلي کول زموږ اساسي لومړیتوب دی او باید په ولایتونو کې پراختیا او د منابعو ځانګړي کېدل یو ډول او له تبعیض پرته ترسره شي.
جمهوررئیس وویل، د ولایتونو تشکیل باید زموږ له انکشافي موخو سره ارتباط ولري، دودیزه او زاړه تشکیلات د افغانستان د اقتصادي ودې د موخو ځواب ویونکي نه دي او باید په اړه یې بیا کتنه وشي.
د هیواد جمهوررئیس د مخفي بېکارۍ ضد مبارزه او د موازي بستونو او تشکیلاتي پړسوب پر حل ټینګار وکړ ويې ویل، داسې ازموینې دې په پام کې ونیول شي چې د نوښت او مدیریت موضوع په کې وسنجول شي.
هغه زیاته کړه، وزارتونه باید عواید ایجاد او برنامې سمې مدیریت کړي. له بین المللي ټولنې سره زموږ د ژمنو د عملي کولو په برخه کې چې د سولې اعمار، دولت او مارکیټ جوړول دي، استعجالیت په پام کې ونیسو او هغه موخې چې په جینوا کنفرانس کې مو ترسیم کړې، ترلاسه کړو.
جمهوررئیس په پای کې وویل، باید د اوبو د مدیریت، د پوهنې د ودې، کلیو پراختیا، روغتیا، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او ښارجوړولو په برخو کې لا زیات تحرک ایجاد شي.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.