ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب خلک: د ۱۴۰۰ کال له بودجې د المار او قیصار برېښنا لپاره بودجه حذفول تبعیضي چلند دی

د فاریاب خلک: د ۱۴۰۰ کال له بودجې د المار او قیصار برېښنا لپاره بودجه حذفول تبعیضي چلند دی

author avatar
24 Jan 2021 - 16:05
د فاریاب خلک: د ۱۴۰۰ کال له بودجې د المار او قیصار برېښنا لپاره بودجه حذفول تبعیضي چلند دی
author avatar
24 Jan 2021 - 16:05

ميمنه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٩): د فاریاب اوسېدونکي د ۱۴۰۰ مالي کال له بودجې د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا لېږد لګښت لرې کول د دغه ولایت له خلکو سره د حکومت ژمنو خلاف تبعیض وباله او ګواښ یې وکړ چې که په دې اړه بیاکتنه ونه شي، دوی به مدني حرکتونه ترسره کړي.
د فاریاب ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي وايي چې د المار بند د کاسې چارې د ۵۳ میلیون ډالرو په لګښت په ۱۳۸۷ کال کې پیل شو خو لس کاله وروسته یې تړون لغوه شو او ټول ساختماني مواد یې په بازار کې وپلورل شول. دغه راز په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د دهندرې بند د کاسې پروژې تړون هم څلور کاله مخکې د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت وشو، خو په دې موده کې یې څلور سلنه کار ترسره شوی او قراردادي شرکت د دولت له خوا د پیسو د نه ورکړې له امله د پروژې کار بند کړ.
دوی وايي، ولسمشر غني یو ځل بیا د فاریاب له اوسېدونکو سره د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا د لېږد ژمنه ورکړه خو د ژمنې خلاف یې لګښت د ۱۴۰۰ کال له بودجې لرې کړی دی.
د فاریاب ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني پژواک ته وویل: ((ځینو مرکزي چارواکو د خپل تبعیض له امله نه غواړي په دغه لرې پراته ولایت کې ملي پروژې تطبیق شي، بېوزلي او بېکاري لرې او د خلکو اقتصاد لوړ شي.))
هغه زیاته کړه، د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا لېږد ۳۰ میلیون ډالر لګښت لري، ولسمشر دوه ځلې د فاریاب له خلکو سره یادو ولسوالیو ته ذ برېښنا د لېږد لګښت ژمنه وکړه، برېښنا شرکت ژمن و چې عملي کار یې پیل کړي، خو د ټولو ژمنو خلاف مالیې وزارت دغه حیاتي پروژې د ۱۴۰۰ کال له بودجې څخه لرې کړې دي.
نوموړی وايي: ((فاریاب ولایت د مرکزي چارواکو له توجه پاتې دی، یو ځل بیا پر ولسمشر غږ کوو چې پر ژمنو یې عمل وکړي، هغه پروژې چې د وزارتونو په بند کې پاتې دي، ازادې کړي.))
د ولایتي شورا یو غړی محمد نادر سعیدي چې د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، د قیصار او المار ولسوالیو اوسېدونکو د دغه حکومت د ملاتړ لپاره سلګونه ځوانان ورکړي دي، په دې ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې، له کلونو راهیسې د ټولو ستونزو او بدبختیو په منلو د برېښنا شبکې د تمدید په تمه ژوند کوي، خو اوس د ۱۴۰۰ کال له بودیجې لرې شوي.
هغه ګواښ کوي چې: ((که د قیصار او المار برېښنا د لېږد لګښت په بودجه کې شامل نه شي، د دې ولسوالیو اوسېدونکي به له میمنې ښار سره د هرات ولایت مواصلاتي لار وتړي او مدني حرکتونه به ترسره کړي.))
د المار ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي غلام سخي پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ تر ۱۰۰زرو ډېر اوسېدونکي له کلونو راهیسې د برېښنا د رڼا په تمه دي، شپه او ورځ د چارواکو په تشو ژمنو تېروي.
نوموړي وویل، د المار ولسوالۍ اوسېدونکو لس کاله مخکې له هرې کورنۍ څخه له ۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانۍ پیسې ټولې کړې او په دې پیسو یې د سب سټېشن جوړېدو لپاره د ولسوالۍ په مرکز کې شپږ جرېبه ځمکه پېرلې او اسناد یې برېښنا شرکت ته سپارلي دي، هر کال د دې ولسوالۍ او قیصار د برېښنا لین د تمدید لګښت په بودجه کې شاملېږي خو د نامعلومې وجې له امله بېرته لرې کېږي.
هغه زیاته کړه، که المار ولسوالۍ ته برېښنا انتقال شي د خلکو په فکر او ژوند کې بدلون رامنځته کوي، ټلویزیون او ټکنالوژۍ ته نږدې کېږي، اقتصاد یې وده کوي، کله چې عامه فکر لوړ شي، علم او پوهه ډېر شي د امنیت په ښه کېدو کې ګټور ثابتېږي.
په فاریاب کې د برېښنا شرکت رییس انجنیر ولي محمد اورتاق پژواک ته وویل، د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا پروژې د ۱۱۰ کیلوولټ لین د مسیر په ګډون د ۱۳۸۸ کال د غویي په میاشت کې د ښاري شبکو او سب سټيشنونو د جوړېدو سرورې «واپیکا» ترسره کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت د وړاندیز په اساس په ۱۳۹۷ کال کې په بودیجه کې شامل کړ او د یادو پروژو تطبیق د ولسمشرۍ ریاست د تصمیم په اساس د افغانستان برېښنا شرکت ته سپارلې دي.
هغه زیاته کړه، د برېښنا شرکت عمومي ریاست د پروژې پر تخنیکي او تدارکاتي اسنادو کار کړی او له مالیې وزارته یې وغوښتل چې د ملي تدارکاتو له لارې داوطلبۍ ته وسپاري، خو مالیې وزارت په ۱۳۹۹ کال کې په ( ٨٣٠٠٥٠) بودجوي کود کې یوازې ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې، په داسې حال کې چې د ترتیب شوو تخنیکي اسنادو له مخې تر ۳۰ میلیون ډېرو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: ((د ۹۹ کال تر پایه باید د برېښنا د لېږد پروژې چارې بشپړې او چارې یې په ۱۴۰۰ کال کې پیل شوې وای، خو د مالیې وزارت معیین عبدالحبیب ځدراڼ د برېښنا شرکت د مکتوب په ځواب کې داسې حکم کړی: [د برېښنا شرکت ریاست کولای شي د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا د لېږد پروژو د اړتیا لاملونه په ۱۴۰۰ کال کې د بودیجې کمېټې ته وړاندې کړي څو د دوی له خوا مالي امکاناتو ته په کتو تصمیم ونیول شي].))
د فاریاب د برېښنا شرکت رییس زیاتوي، د مالیې وزارت د مالي معینیت له حکم څخه ثابتېږي چې د المار او قیصار پروژه په ۱۴۰۰ کال کې نه عملي کېږي.
د مالیې وزارت مرستیال ویاند فرید نوښت پژواک ته وویل، د بودیجې کمېټې چې له څو ادارو څخه جوړه ده پرېکړه کړې چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې د عایداتي ادارو پروژې په هېڅ صورت د حکومت له طرفه نه تمویلېږي.
هغه زیاته کړه، د المار او قیصار د برېښنا د لېږد پروژه د برېښنا شرکت اړوند ده او د هغه ادارې له خوا تمویل او تطبیق کېږي.
پژواک په تېره یوه اوونۍ کې څو ځلې د افغانستان برېښنا شرکت له رییس بشیر خان احمدزي او د دې ادارې له ویاند څخه غوښتنه وکړه چې د المار او قیصار برېښنا د لېږد پروژو او دغه راز د مالیې وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه نظر ورکړي خو هغوی ځواب ورکولو ته نه دي تیار شوي.
خو د برېښنا شرکت ویاند وحید توحیدي د پژواک خبریال ته په وروستۍ اړیکه کې وویل، له ښه مرغه داسې پروژه نشته چې د شرکت له خوا نه ده تطبیق شوې، خو دغه پروژه د مالیې وزارت اړوند ده او د برېښنا شرکت مسوولین په دې اړه څه نه شي ویلای.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.