ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان لپاره د کرونا بودجې په لګښت کې عامه ګټې په نظر کې نه دي نیول شوې

د بامیان لپاره د کرونا بودجې په لګښت کې عامه ګټې په نظر کې نه دي نیول شوې

author avatar
9 Feb 2021 - 14:55
د بامیان لپاره د کرونا بودجې په لګښت کې عامه ګټې په نظر کې نه دي نیول شوې
author avatar
9 Feb 2021 - 14:55

باميان (پژواک، ۲۱سلواغه ٩٩): د پژواک ترلاسه کړي اسناد ښيي چې په بامیان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې عامه ګټې په نظر کې نه دي نیول شوې، د لوازمو په پېر کې میلیونونه افغانۍ حیف او میل شوې او د دغې بودجې زیاته برخه د سړکونو په بیارغونه او ويالو پر پاکولو مصرف شوې ده.

په دغو اسنادو کې راغلي، په بامیان کې د کرونا بودجې په لګښتونو کي عامه ګټې په نظر کې نه دي نیول شوې، ځيني طبي توکي او لوازم د بازار نرخ په پرتله په لوړ قيمت پېرل شوي او د کرونا له بودجې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره د اوسېدو ځای جوړ شوی دی.

سرچینې زیاته کړې: “اړتیا ده چې د پېرل شوو توکو د تهیه او برابرولو فعالیتونه په ځانګړې توګه د طبي لوازمو او تجهیزاتو د پېر بیې په اړه ډېره څېړنه وشي، څو د ځانګړو شوو سرچینو له حیف او میل یا نه حیف او میل کېدو په اړه لازم ډاډ ترلاسه شي.”

د پېر په بیو کې توپیر

د موندنو پر اساس، په بامیان کې د کرونا بودجې له پیسو ۱۰۰۰ جوړې محافظتي جامې، ۶۰ د اوکسجن بالونونه، ۲۰۰ جوړې موزې، یو کیلوګرام کلورین پوډر، ۱۰ د انفرایډ ډیجیټل، ۱۸۰ کمپلې، ۷۰۰ بکسونه درې لایې ماسک او ۷۰۰ بوتل هند رب، ۲۵۰ ملي ګرام [د لاسونو ضد عفوني کوونکې مایع] په څه باندې ٥،٤ میلیون افغانۍ پېرل شوي دي.

سرچینې د بېلګې په توګه لیکلي، د بامیان ولایت مالي او اداري ریاست په ٣/٢/١٣٩٩ نېټه ۱۰۰۰ سېټه محافظتي جامې (PPE)، هر سېټ په ۱۸۰۰ افغانۍ چې ټولیزه بیه یې ١،٨ میلیون افغانۍ کېږي له لطیف حسیني شرکت څخه پېرلي دي.

سرچینې د محافظتي جامو د پېر بیه د بازار له اټکلي بیې سره پرتله کړې چې په دغو بیو کې ۷۰۰زره افغاني توپیر موجود دی.

په ورته توګه اسناد په ډاګه کوي دغه ریاست د ١٠/٣/١٣٩٩ نېټه د بامیان ولایت مقام ته د مرکز او ولسوالیو لپاره د پنځه قلمه اړتیا وړ وقایوي موادو اخیستو وړاندیز کړی دی. دغه مواد د نظارت شورا او والي له تایید وروسته د «بامیان احمدیار» طبي موادو له لوجستیکي شرکت څخه د ١،٦ میلیونه افغانيو په ارزښت پېرل شوي دي.

په یادو اسناد کې راغلي، له ټولو پنځه قلمه توکو څخه د دوو قلمو د پېر بیه د بېلګې په توګه د بازار له اټکلي بیو سره پرتله شوې چې د یادو دوه قلمه توکو پېر بیو کې ٥٤٦زره افغانۍ توپیر موجود دی.

سرچینې ویلي، د بامیان ولایت د مالي او اداري ریاست د ١٣/٢/١٣٩٩ نېټې وړاندیز له مخې، ۱۷۵ کیلوګرامه ٣٥ سلنه کلورین د ولسوالۍ د دفترونو د دواپاشۍ لپاره غوښتل شوي چې د نظارت شورا له تایید او د والي د ١٣/٢/١٣٩٩ نېټې له حکم وروسته پېرل شوي دي.

خو موندنې په ډاګه کوي چې د ۱۷۵ کیلوګرام کلورینو په پېرلو کې د بازار له بیې سره ۷۰زره افغانۍ توپیر موجود دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په بامیان ولایت کې د تدارکاتو ډېری پېرنې په پرچون ډول شوې او د توکو د پېر بیه د بامیان او کابل په بازارونو کې له موجوده بیو سره پرتله شوې ده.

دغه راز موندنې ښيي چې د اته قلمه موادو په پېر کې په ټولیزه توګه نږدې ۲.۵ میلیون افغانۍ توپیر لیدل کېږي.

د سرچینې په حواله، مالي او اداري رییس محمد رضا طنین، د عامې روغتیا ریاست اداري او مالي کارکوونکی محمد ناصر شریفي، د مستوفیت مالي امر حسین داد هدایتي، د ملي امنیت ریاست کارکوونکی عبدالجید، د څارنوالۍ ریاست د محاسبې مدیر طواف الدین، د بامیانو د عامې روغتیا رییس سید علي اقا ایوب ناصري، د بیو اخیستو د پلاوي غړي او د ولایت د مالي او اداري مرستیال عتيق الله عتيق د یادو خریداریو منظور کوونکي دي.

د موندنو پر اساس، پورته تشریحاتو ته په کتو د کرونا بودجې په مصرف کې عامه ګټې په نظر کې نه دي نیول شوې، په دې اساس لازمه ده چې د یادو توکو برابرولو او تدارکاتو، په ځانګړې توګه طبي لوازمو او تجهیزاتو په برخه کې ډېرې څېړنې وشي، څو د ځانګړو شوو سرچینو د حیف او میل په اړه لازم ډاډ ترلاسه شي.

له اړتیا پرته پېرنې:

په دغو سندونو کې راغلي، له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له ځانګړو شوو پیسو دوه ایراني بایلر، دوه ابدانه، ۲۸ د جامو مینځلو ماشینونه، دوه د اوبو ټانکر، ۲۰۰ دانې ۲۰۰ متره د اوبو پایپ، ډاکترانو ته د جامو ۲۰ المارۍ، د شپږو خونو د برېښنا فعالول او ترمیم، د ابرسانۍ سیستم ترمیم، د انټرنېټ او کریډېټ کارتونه د ۲۶۸زره افغانیو په لګښت پېرل شوي دي.

سرچینې ویلي، په بامیان کې پورته مواردو ته په کتو له ٥،٥ میلیون ډېرې افغانۍ له کرونا سره د مبارزې لپاره د ټاکل شوو سیمو له مراعات پرته مصرف شوې دي.

د ځینو پېرل شوو توکو نه شتون

د دغه سند په یوه برخه کې راغلي: “له بامیانو څخه د اطلاع ورکوونکي د معلوماتو له مخې، یوه اندازه پېرل شوي وسایل او په دغه ولایت کې د ځینو سوداګرو او خیرخواه کسانو له خوا د مرسته شوو توکو یوه برخه نادرکه دي.”

د دغه سند په دوام کې راغلي، که څه هم د بامیان له مسوولینو غوښتنه شوې وه چې د یادو توکو تحویل خانې د وېش ټکټ دې سرچینو ته په واک کې ورکړل شي، خو د دغه راپور تر جوړېدو نه دي شریک شوي؛ نو ځکه اړتیا ده چې د یادو توکو موجودیت او پر ځای مصرف د ډاډ لپاره ډېرې څېړنې ترسره شي څو په دې برخه کې ډاډ ترلاسه شي.

ډېره اندازه پیسې د سړکونو په بیارغونه او د ویالو په پاکولو لګول شوې دي:

موندنې ښيي چې په بامیان کې ډېره اندازه پیسې د سړکونو د ترمیم، ویالو په پاکولو، کثافاتو په انتقال او د هغو توکو او وسایلو په پېرلو مصرف شوې چې په مستقیمه توګه د کرونا ویروس په مخنیوي پورې اړه نه لري او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ځانګړې شوې بودجې د مصرف طرزالعمل د دویمې او درېیمې مادې پر اساس، له ټاکل شوو موخو سره په مخالفت کې مصرف شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بامیان ښاروالۍ په ١٠/٢/١٣٩٩ نېټه د دغه ولایت اوسېدونکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو او کاري زمینې برابرولو په موخه ولایت مقام ته د ویالو او سېلبر پاکولو وړاندیز کړی دی.

په دغو اسنادو کې لیکل شوي، د بامیان پخواني والي طاهر زهیر د نظارت شورا له تایید وروسته په ٢٢/٢/١٣٩٩ نېټه یاده پروژه د ١،٤ میلیونه افغانیو په لګښت منظور کړې ده.

سرچینې ویلي، د ښار په څنډو کې د ویالو، شېلو او پلیو لارو په پاکولو کې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوې بودجې مصرف د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ځانګړې شوې بودجې لپاره له ټاکلو سیمو سره په ټکر کې دی او نه توجیه کېږي.

د سرچینې په حواله، بامیان ولایت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ځانګړې شوې بودجې ٥٠٢زره افغانۍ د ۵۵ کارګرو په جذب د سړکونو په بیارغونه او د سرزولېج او سرمرغي کلیو او یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ د سړکونو پر جوړولو مصرف کړې، په داسې حال کې چې د کرونا بودجې د مصرف سیمې په یاد طرزالعمل کې په ښکاره ټاکل شوې دي.

په همدې توګه په هغو اسنادو کې چې پژواک ترلاسه کړي راغلي، د بامیان ښاروالۍ په ٣١/١/١٣٩٩ نېټه ولایت مقام ته د څه باندې ٣،١  میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ښاري خامه سړکونو او کوڅو د هوارولو او ښه جوړېدو طرحه وړاندیز کړې ده او د بامیانو والي د نظارت شورا له تایید وروسته دغه طرحه منلې ده.

په دغو اسنادو کې راغلي، پورته تشریحاتو ته په کتو له ځانګړې شوې بودجې تر ۳.۱ میلیون زیاتو افغانیو مصرف له کرونا ویروس سره د مبارزې بودجې مصرف په طرزالعمل کې له ټاکل شوو ځایونو سره په ټکر کې دي او نه توجیه کېږي.

دغه راز د یادو اسنادو په بله برخه کې راغلي، بامیان ولایت د یکاولنګ، سیغان او شېبر ولسوالیو د ناروغانو د شمېر ټولولو لپاره اووه کسان د ناظمینو په توګه جذب کړي وو چې هر کس ته یې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکولې او په دې برخه کې یې ټولې ۱۰۷زره افغانۍ مصرف کړې دي.

سرچینې لیکلي: “د یادو ولسوالیو په کلینیکونو او روغتونونو کې د روغتيايي خدماتي کارکوونکو او پرسونل په موجودیت کې د کرونا ناروغۍ د شمېرو راټولولو لپاره نورو کسانو ته د پیسو او معاش ورکړه له کرونا ویروس سره د مبارزې بودجې مصرف په طرزالعمل کې له ټاکل شوو ځایونو سره په ټکر کې دي او نه توجیه کېږي.”

دغه راز موندنې ښيي چې د بامیان ښاروال محمد امان او د کرونا ولایتي مسوول محمد جمال علوي د ویالو پاکولو وړاندیز کوونکي او د بامیان پخوانی والي محمد طاهر زهیر او د ولایت اداري او مالي مرستیال عتیق الله عتیق د دې طرحې تایید کوونکي دي.

په ورته وخت کې مالي او اداري رییس محمد رضا طنین، د عامې روغتیا ریاست مالي او اداري کارکوونکی محمد ناصر شریفي، د مستوفیت مالي امر حسین داد هدایتي، د ملي امنیت ریاست کارکوونکی عبدالجید او د څارنوالۍ ریاست د محاسبې مدیر طواف الدین د بیه اخیستونکي پلاوي غړي دي.

د کرونا له بودجې د روږدو کسانو لپاره د سرپناه جوړولو وړاندیز

موندنې ښيي چې په بامیان کې د سرپناه نه لرونکو معتادینو د ټولولو کمېسیون په ۲۵/۱/۱۳۹۹ نېټه ولایت مقام ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د بې سرپنا معتادینو ساتنې او مراقبت په برخه کې د خپلې اړتیا وړاندیز کړی دی.

په دغو اسنادو کې راغلي، د بامیان والي د کرونا له بودجې د دغه متن وړاندیز منلی دی. په دغه ولایت کې د بې سرپناه معتادینو ټولولو کمېسیون د نظارت شورا له کتبي موافقې پرته د ۲۷۱زره افغانیو په لګښت د معتادینو د ساتنې لپاره د اړتیا وړ توکي پېرلي دي.

د سرچینې په خبره، د یادو توکو په خریدارۍ کې د والي له منظور شوو پیسو څخه له ۶۶زره زياتې افغانۍ ډېرې مصرف کړې دي.

د سرچینې په حواله، له ۲۸/۰۱/۱۳۹۹ نېټې څخه تر ۲۸/۰۲/۱۳۹۹ نېټې پورې د سرپناه نه لرونکو معتادینو د ساتنې په موخه یو کور د میاشتنۍ ۱۰ زره افغانۍ کرایې په بدل کې نیول شوی دی.

په اسنادو کې راغلي، د میاشتنۍ ۱۲زره افغانۍ معاش په بدل کې د یوه اشپز نیولو ترڅنګ معتادینو ته ۲۰ موکیت، ۳۰ فومي بالښتونه، ۳۰ وطني دوشکې، ۱۸ قلمه د اشپزخانې وسایل، ۲۳ قلمه اعشاوي توکي، سابه، مېوه، ۱۰۰ کیلوګرامه غوښه او ۹۰ کیلوګرام مایع ګاز د ٢٧١زره افغانیو په لګښت د کرونا له بودجې پېرل شوي دي.

سرچینې لیکلي، د یادو خریداریو لپاره د نظارت شورا کتبي موافقه هم نشته، نو په دې اساس اړتیا ده چې د هغو خریداریو په اړه ډېرې څېړنې ترسره شي چې د منظورۍ د وړاندیز او نظارت شورا له موافقې پرته ترسره شوې دي څو په دې برخه کې له کرونا ویروس سره د مبارزې بودجې له حیف و میل څخه ډاډ ترلاسه شي.

د پژواک په ترلاسه کړو اسنادو کې ویل شوي، د بامیانو سیمه ییز مسوولین د کرونا ویروس د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې د مصرف څرنګوالي په اړه د اسنادو په وړاندې کولو کې لازمه همکاري نه ده کړې او تل یې نیمګړي اسناد شریک کړي دي، په داسې حال کې چې له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې د مصرف طرزالعمل په ۹مه ماده کې په دې اړه داسې وضاحت ورکړل شوی دی.

په ۹مه ماده کې راغلي: “د تدارکاتو د څارنې موظف پلاوی او نور اړوند مسوولین مکلف دي چې د غوښتنې په صورت کې مصرفي لازمو اسنادو ته په پام په روښانه او رڼه توګه خلکو ته راپور ورکړي او دغه راز ټول اړوند مسوولین او ادارې د بودجې د مصرف په برخه کې ځواب ویونکې دي او په اجرااتو او د عامه شتمنیو د حیف او میل په صورت کې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.”

دغه راز د یاد طرزالعمل اتمې مادې په دویم بند کې اړوند مسوولین او ادارې مکلف شوي دي چې د کرونا ویروس اړوند ټول اسناد په ځانګړو دوسیو کې ترتیب کړي او وساتي. نو له دې امله د بامیان ولایت د مسوولینو له خوا د منظمو او بشپړو اسنادو نه ورکول د بودجې مصرف له طرزالعمل سره په ټکر کې دي، له دې امله اړتیا ده چې د بامیان ولایت د مسوولینو له اجرااتو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د دغه ولایت له مسوولینو ډېرې څېړنې وشي.

د روغتیايي کارکوونکو په جذب او د معاشونو په ورکړه کې نه رونټیا

موندنې ښيي چې د بامیان د عامې روغتیا رییس یو کس په نا اړوند اسنادو او مدارکو او جعلي اسنادو په دغه ولایت کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې د مسوول په توګه پر دنده ګومارلی دی.

په دغه سند کې راغلي، په بامیان کې له کرونا سره د مبارزې مسوول محمد جمال د بامیان د عامې روغتیا رییس سید علي اقا ایوب له خوا جذب شوی دی.

سرچینې لیکلي، د لېږل شوو اسنادو په نظر کې نیولو سره لیدل کېږي چې یاد کس چې له کرونا سره د مبارزې د رییس په توګه پر دنده ګومارل شوی، د حقوقو او نرسینګ پوهنځیو تحصیلي اسناد لري.

سرچینې زیاته کړې، یاد کس ته له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د امتیازاتو طرحې له مراعاتولو پرته د میاشتې ۱۰۰زره افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی دی.

د دغو سندونو په بله برخه کې راغلي، یو بل کس ته چې دندې ته نه دی حاضر شوی، د عامې روغتيا  ریاست د نظارتي ټېم د غړي په توګه معاش ورکړل شوی، خو په سند کې د کوم کس نوم نه دی یاد شوی.

د سندونو په دوام کې راغلي، له پرله پسې غوښتنو سره سره له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې اړوند روغتیايي کارکوونکو قلمي حاضري د دغه راپور تر جوړېدو پورې د دې سرچینې په واک کې نه ده ورکړل شوې.

سرچینې له کرونا سره په مبارزه کې د قراردادي کارکوونکو ګومارنه او د معاشونو ورکول شفاف نه دي بللي او ویلي یې دي چې په دغه ولایت کې د اختلاس شتون او د خیالي کارکوونکو موجودیت تصور کېږي. له همدې امله ایجابوي چې په دغه ولایت کې له کرونا سره په مبارزه کې د کارکوونکو د ګومارني او معاشونو ورکولو څرنګوالي په اړه لا نورې څېړنې وکړي؛ څو په دې اړه لازم ډاډ ترلاسه شي.

د دغو اسنادو په بله برخه کې لیکل شوي: “د بامیان ولایت د مالي او اداري ریاست د ۱۳۹۹/۹/۱۶ وړاندیز پر اساس د ولایت مقام د دفتر پنځو کارکوونکو ته د مرستې لپاره د سل زره افغانیو غوښتنه شوې چې د ولایت والي د ۱۳۹۹/۹/۱۶، د حکم په ترڅ کې د یادې موضوع په اړه داسې حکم کړی چې د نظارت کمېټې د تایید په صورت کې له طرزالعمل سره سم، د دفتر د رییس لپاره دوه ثلثه پیسې وړاندیز شوې او د نورو کارکوونکو لپاره د هغو نیمې، اصولاً دې اجراات وشي.”

پورتنیو توضیحاتو ته په پام، د کرونا ویروس مخنیوي برخې لپاره ځانګړې شوو تادیو او سرچینو ورکول، د دفتر د ریاست کارکوونکو ته د مرستې په نوم چې په عملي بڼه د خپلو معاشونو او امتیازاتو لرونکي دي، له کرونا سره په مبارزه کې د ګومارل شوو روغتیایي کارکوونکو د امتیازاتو له طرحې سره په ټکر کې دي او د توجیې وړ نه ده او ایجابوي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره له ځانګړو تادیو او سرچینو د یادو کارکوونکو مستحق کېدل دې تر نورې څېړنې لاندې ونیول شي.

د بامیان خلک د کرونا لپاره ځانګړې شوې بودجه کې فساد اندېښمن کړي او د تعقیب غوښتنه یې کوي

د بامیان یوې اوسېدونکې عارفې نظري وویل، له بده مرغه داسې سیستم نشته چې وښيي دغه ولایت ته له کرونا سره د مبارزې لپاره څومره بودجه ځانګړې شوې ده او څومره اندازه یې په کومو پروژو کې لګول شوې ده.

هغې زیاته کړه: ((د کرونا لپاره د ځانګړو شوو پیسو حیف او میل له خلکو سره جفا او ملي خیانت دی، عاملین یې باید قانون ته وسپارل شي.))

بامیانو کې یوه مدني فعال امیرجان کوثري پژواک ته وویل، د کوویډ- ۱۹ لپاره چې بامیانو ته کومه بودجه ورکړل شوې وه، په رڼه ډول لګول شوې نه ده.

نوموړي وویل: ((یاده بودجه لکه څنګه چې باید لګول شوې وای، نه ده لګول شوې، بلکې په داسې ځایونو کې لګول شوې چې هېڅ اړتیا یې نه وه.))

کوثري دې ته په اشاره چې د بامیانو د مرکز او ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې کرونا ناروغانو ته د رسېدنې لپاره روغتیايي پرسونل کم و، کافي درمل نه وو او د دغه ویروس د تشخیص لپاره روغتیايي تجهیزات ډېر ناوخته دغه ولایت ته ورسېدل.

هغه څرګنده کړه: ((په ټوله کې په بامیانو کې د کوویډ- ۱۹ بودجې مدیریت ناکام، بې ګټې او نیمګړی مدیریت و.))

د مسوولینو نظرونه:

د بامیان ولایت د څارنوالۍ ریاست د عمومي جزا برخې کارکوونکی ذبیح الله بیان پژواک ته وویل چې د دې موضوع څېړنه د بامیان د څارنوالۍ صلاحیت نه دی، په همدې دلیل د درنو جرمونو ځانګړې څارنوالۍ برخې پلاوی له کابله بامیان ته راغی او په دې برخه کې یې خپلې څېړنې وکړې او بېرته کابل ته ولاړ.

په عین حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یوه مکتوب کاپي له پژواک سره شریکه کړې چې ښيي له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجې د حیف او میل قضیې د څارنې ادارې له خوا د څېړنې په موخه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې دي.

هغه دې په اشاره چې یادې قضیې په درېیو پړاوونو کې د څېړنې په موخه څارنوالۍ ته لېږل شوې دي، وویل چې په لومړۍ مرحله کې د میدان وردګ، هرات، بدخشان او نوروستان، په دویمه مرحله کې د کندهار، سمنګان، غور، تخار او په درېیمه مرحله کې هم د خوست، لوګر، کندوز، بغلان، دایکنډي، پروان او بامیان اړوند قضیې د څېړنې په موخه دې ادارې ته رسېدلې دي.

نوموړي وویل چې د عدلي او قضايي مرکز څارنوالان له اداري فساد سره د درنو جرمونو له څارنوالانو سره د قضیو د څېړنې په موخه د کمېټو په بڼه توظیف شوي چې د هغو له ډلې ځینو یې اړوندو ولایتونو ته سفر کړی او ځینو نورو په مرکز کې خپلې څېړنې ترسره کړې دي.

د هغه په خبره، تر اوسه د هغو اوو ولایتونو څېړنې چې قضیې یې څارنوالۍ ته محول شوې وې، بشپړې شوې او د نورو پنځو ولایتونو (میدان وردګ، هرات، سمنګان، غور او تخا) اړوند قضیې د ۷۴ کسانو په تور د قضايي پرېکړې په موخه محکمې ته محول شوې دي.

هغه څرګنده کړه چې پاتې قضیې د څارنوالۍ تر کار لاندې دي او دا داره ډاډ ورکوي چې دې ورته د شته قضیو څېړنې به په پوره دقت او جدیت وشي او د قانون د احکامو په رڼا کې به پرېکړې وشي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

په قضیه کې د شکمنو کسانو نظرونه:

د بامیان د عامې روغتیا رییس سید علي اقا ایوب پژواک ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت دغه ولایت ته له کرونا سره د مبارزې لپاره څلور میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې او ټولې دا پیسې له کړنلارې سره سم او په هغو برخو کې چې اړتیا لګول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((درې میلیونه افغانۍ چې د سیمه ییزو ارګانونو له خوا بامیان ولایت ته راغلې وې، د دغه رقم پیسو لګول د عامې روغتیا ریاست له صلاحیت نه بهر دي، د دغو پیسو صلاحیت والي او د ارزونې او تدارکاتو کمېټې لري او د عامې روغتیا وزارت د دې کمېټې غړیتوب نه لري.

د هغه په خبره، یوه اندازه نورې پیسې چې د عامې روغتیا ریاست لپاره په پام کې نیول شوې وې، له کړنلارې سره سم د درملو، تجهیزاتو، اکسېجن او ماسکونو په پېرلو کې لګول شوې دي.

هغه وویل: ((موږ پر هغو پیسو د کوویډ-۱۹ بودجې کړنلارې مطابق درمل، اکسېجن او ماسکونه وپېرل، خو د عامې روغتیا ریاست د سړک او لښتیو جوړولو او پاکولو په موضوع، د حق الخطر په وېش کې اصلن لاسوهنه نه درلوده.

د بامیان مالي او اداري مرستیال عتیق الله عتیق په دې اړه پژواک ته وویل: “موږ حساب ورکوونکي یو، موږ له کرونا سره د مبارزې پیسې نه دي حیف و میل کړې او له قانون څخه مو سرغړونه نه ده کړې.”

هغه د بازار له بیو سره د طبي لوازمو او توکو د پېر د بیو توپیر په اړه وویل، ښايي هغې ادارې چې تور یې پورې کړی د بیو اخیستو پر مهال د بازار بیې ټيټې شوې وي، خو هغه وخت نرخونه لوړ وو چې د بامیان ادارې یاد توکي پېرلي دي.

نوموړي د سړکونو د ترمیم او پاکولو په برخه کې د کرونا بودجې د لګښت په اړه وویل، د ولایت مقام لزوم دید ته په کتو له وړ کسانو سره د مرستې په پار دغه پروژه تطبیق شوې او خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، دغه پروژه په بامیان کې د قانون خلاف نه ده، ځکه د کاري فرصتونو برابرول او له بېوزلۍ سره مبارزه د کرونا د بودجې له موخو څخه دي.

د بامیان والي مرستیال په داسې حال کې د کرونا بودجې کړنلارې په اړه خبرې کوي، د هغې کړنلارې په کاپي کې چې پژواک اژانس ترلاسه کړې، د بېوزلۍ له منځه وړو او کار رامنځته کولو برخه کې د بودجې لګښت په اړه هیڅ ماده نشته.

عتیق د معتادینو د سرپناه جوړېدو په اړه وویل: “د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره موږ دغه پروژه تطبیق کړه، څو وکولای شو له ښار څخه روږدي کسان ټول کړو او د کرونا د چټک انتقال مخه ونیسو. ”

هغه د کارکوونکو په جذب کې د روڼتیا د نه موجودیت په اړه وویل، د کارکوونکو په جذب کې روڼتیا موجوده ده او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، په دې اړه د بامیان د مخکني والي طاهر زهیر نظر هم ولري، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 100

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.