ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان : که بهرني ځواکونه په ټاکلې نیټه ونه وتل، د هغوی پر ضد یا جګړه پیلوو

طالبان : که بهرني ځواکونه په ټاکلې نیټه ونه وتل، د هغوی پر ضد یا جګړه پیلوو

author avatar
26 Mar 2021 - 21:30
طالبان : که بهرني ځواکونه په ټاکلې نیټه ونه وتل، د هغوی پر ضد یا جګړه پیلوو
author avatar
26 Mar 2021 - 21:30

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۰) : وسله والو طالبانو د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې که ځواکونه یې په ټاکلې نیټه ونه وځي، نو د امریکا پر ضد به یو ځل بیا جګړه پیل کړي.

دامریکا او طالبانو ترمنځ تیر کال ددوحې تړون له مخې امریکایي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ووځي.

خو دامریکا ولسمشر جو بایډن پرون په یوه خبره کنفرانس کې وویل، دا به ډیره ستونزمنه وي چې په ټاکلې نیټه یې ځواکونه له افغانستان ځخه ووځي، خو هغه زیاته کړې چې راتلونکی کال به یې ځواکونه په افغانستان کې نه وي.

طالبانو د وري په ۶مه، په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دوحې تړون د افغانستان او امریکا ترمنځ د تیر شل کلن جنګ د خاتمې او یو سوله ییز افغانستان ته د رسیدو خورا معقوله او لنډه لاره ده.

سرچینې زیاته کړې، طالبان د دوحې په تړون کې خپلو کړو تعهداتوته کلک ژمن دی، له امریکايي جهت څخه هم غواړي چې د دوحې تړون ته کلکه ژمنتیا ولري او دغه ستر تاریخي فرصت د جنګ طلبو کړیو په ناسمو مشورو او هڅونو سره له لاسه ورنه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( که خدای مه کړه، د دوحې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه په معین وخت له افغانستان څخه ونه وځې، بې له شکه چې دا به د امریکاي جهت له خوا د توافقنامې نقض وي چې مسئولیت  يې ورته راجع کیږي او په نړیواله سطحه یې حیثیت ته هم صدمه واردوي. ))

طالبانو ویلی، په هغه صورت کې به دوی د افغانانو په استازولۍ اړ وي چې د خپل دین او هیواد څخه دفاع وکړي، د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې جهاد او وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هیواد آزاد کړي.  بیابه  د جنګ د اوږدیدو، تلفاتو او زیانونو رسیدو مسئولیت د سرغړونکي لوري په غاړه وي.

ددوی په وینا، باید د افغانستان د خلکو اراده او جدیت نور ونه آزمویل شي او د جګړې د پای رسیدو لپاره له تعقل او منطق څخه کار واخیستل شي.

طالبانو زیاته کړې، افغانستان د افغانانو کور دی، دلته د هرډول نظام جوړول د دې ملت د وګړو حق دی، هيڅوک له بهرڅخه کوم ډول نظام او سیستم نشي پرې تحمیل کولای او نه هم څوک دا حق لري.

Visits: 230

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.