ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: له «ماسک» څخه د استفادې خطر لرلو اړوند خپاره شوي راپورونه علمي اساس نه لري

طبي پوهان: له «ماسک» څخه د استفادې خطر لرلو اړوند خپاره شوي راپورونه علمي اساس نه لري

author avatar
11 May 2021 - 15:37
طبي پوهان: له «ماسک» څخه د استفادې خطر لرلو اړوند خپاره شوي راپورونه علمي اساس نه لري
author avatar
11 May 2021 - 15:37

کابل(پژواک، ۲۱ غویی۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو خلک هڅولي چې له ماسک څخه استفاده ونه کړي او وايي، د ډېر وخت لپاره له ماسک څخه ګټه اخیستنه سږیو ته زیان رسوي، خو طبي پوهانو یاده ادعا رد کړې او د دغه ډول پیغامونو خپرول یې له غرضه ډک بللي او له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ټینګار کړی چې باید له ماسک څخه استفاده وشي.

په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره له ماسک څخه استفاده ډېرېږي.

اوازې:

د محمد علي ذاکري په نوم ټویټر کاروونکي لیکلي: ((له ماسک څخه اوږدمهاله استفاده سږیو ته ډېر جدي زیان رسوي.))

د مژګان په نوم ټویټر کاروونکې هم لیکلي: ((ماسک تړل مو ایمني سیستم کمزوری کوي، په ځانګړې توګه که ښه تغذیه ونه لرئ.))

هغې د یاد مطلب په دوام دې ته په اشاره چې په ازاده فضا کې چې د کرونا ناروغۍ تعامل کم دی له ماسک څخه استفاده مه کوئ وايي، له ماسک څخه استفاده ددې لامل کېږي چې خپل «ډی اکسید کاربن بازدم» تنفس کړئ او وینه تېزابي کړي، د بدن ایمني سیستم کمزوری او پر ناروغۍ د اخته کېدو لپاره تیار شي.

په ورته وخت کې، د ایران ایسنا خبري اژانس په خپل سایټ کې لیکلي: ((د روغتیا وزارت د درملنو مرستیال: خلک دې اندېښنه نه کوي، یوازې روغتیايي سپارښتنې دې مراعات کړي، په اوبو او صابون د لاسونو مینځل جدي وګڼئ.))

دغه راز په یاد پوسټ کې لیکل شوي، یوازې طبي کادرونو ته اړتیا ده، اړتیا نشته چې ټول خلک ماسک وتړي.

د نوراغا ابراهیمي په نوم فېسبوک کاروونکي هم پر خپله پاڼه یو متن او انځور خپور کړی چې په کې راغلي: ((ډاکتر مارګریتا غوره اروپايي نورولوژېست: له ماسک څخه استفاده خطرناکه ده.))

څو نورو فېسبوک کارکوونکو هم دغه ویډیو پر خپلو پاڼو خپره کړې ده.

حقیقت موندنه:

روغتیايي پوهان: له ماسک څخه استفاده نورو کسانو ته د کرونا د سرایت مخه نیسي.

د افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو څانګې (ICU) موظف ډاکتر حشمت الله فیضي خلک له ماسک څخه استفادې ته هڅوي او وايي، ماسک له ګټې پرته هېڅ زیان نه لري.

هغه له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې یوازینۍ لار له ماسک څخه ګټه اخیستنه، د یو متر ټولنیز واټن مراعاتول او په سرپټوځایونو کې له راټولېدو ډډه کول وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د ماسک پر ګډون ټولې روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت پخوانی سلاکار ډاکتر باز محمد شېرزاد پژواک ته وویل، له ماسک څخه استفاده جوړو کسانو ته د ساري ناروغیو د لېږد د مخنیوي او کمښت تر ټولو غوره محافظتي وسیله ده.

هغه زیاته کړه، له ماسک څخه استفاده د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري، خو په دې شرط چې په منظم او سم ډول ترې ګټه واخیستل شي.

نوموړي وویل: ((حقیقت کې ځينې کسان په ټولنه کې شته چې له ماسک څخه استفاده یې ناراحته کوي، له همدې امله نور خلک له ماسک څخه نه استفادې ته هڅوي.))

نوموړي په ډاګه کړه چې ښايي په ځينو کسانو کې د تنفسي ستونزو د ډېرېدو لامل شي، له ماسک څخه استفاده یا نه استفاده باید له ډاکتر سره په مشوره ترسره شي.

ډاکتر شېرزاد له ماسک څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار کوي وايي، په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه ډېره وي په ځانګړې توګه عامه ترانسپورټ کې له ماسکه استفاده کولای شي له تنفسي لارې جوړو کسانو ته د ویروس د داخلېدو مخه ونیسي.

د روغتیايي چارو دغه پوه وايي، د هغو کسانو په ګډون چې کرونا واکسین ورته تطبیق شوی یا یې دغه ناروغي تېره کړې ټول هېوادوال باید له ماسک څخه استفاده وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر پژواک ته وویل، له بده مرغه مغرض کسان شته چې د عامه ذهنیتونو د ګډوډلو هڅه کوي.

هغه زیاته کړه، له ماسک څخه استفاده هېڅ خطر نه لري، بلکې برعکس جوړ کسان پر کرونا ویروس له اخته کېدو ژغوري.

نوموړي روښانه کړه، دغه وزارت تل هڅه کوي د رسنیو په همکارۍ له خلکو سره سم پیغامونه شریک کړي.

نظري هم خلک د روغتیايي سپارښتونو مراعاتولو ته هڅوي.

پایله: د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکي او هېوادوال وايي، له ماسک څخه ګټه اخیستنه خطر لري او د تنفسي ستونزو لامل کېږي، خو طبي پوهان وايي چې ماسک د دې ترڅنګ چې زیان نه لري کسان د کرونا ناروغۍ پر وړاندې وقایه کوي.

حکم: د «ماسک خطر لري» په تړاو خپاره شوي خبرونه علمي اساس نه لري.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.