ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلک او چارواکي: د کابل – جلال اباد دويم لين سړک پر وړاندې امنيتي ستونزې نه شته

د ننګرهار خلک او چارواکي: د کابل – جلال اباد دويم لين سړک پر وړاندې امنيتي ستونزې نه شته

author avatar
20 May 2021 - 16:04
د ننګرهار خلک او چارواکي: د کابل – جلال اباد دويم لين سړک پر وړاندې امنيتي ستونزې نه شته
author avatar
20 May 2021 - 16:04

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۰): په داسې حال کې چې د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ناامنۍ له امله يې د کابل – جلال اباد د دويم لين سړک د پاتې برخې د سروې چارې درولي، خو د ننګرهار ولايت چارواکي او ځايي خلک د امنيت نشتوالی حقيقت نه، بلکې پلمې بولي.

ځايي اوسېدونکي، د ولايتي شورا او چارواکي وايي، ولس د خپل سر په بدله د سړک د امنيت ساتلو ډاډ ورکړی او هلته د ترسره شويو عملياتو پايله کې امنيت هم تامين شوی چې د سړک پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ نه شته دی.

د کابل ـ ننګرهار پروژې دویم لین سړک چې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري د جوړېدو چارې يې د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په ۱۴مه د اسيا پرمختيايي بانک په مالي همکارۍ پيل شوې، خو د تېرو يوولسو کلونو په موده کې چارې بشپړې نه شوې.

دغه سړک لومړی په دوو برخو وېشل شوی و چې د کابل له بګراميو څخه د سپري کنډو پورې ۵۰ کيلومتره او د جلال اباد ښار د سره رود له دوه سرکې څخه تر سپري پورې ۱۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري خو اوس يې يوازې ۳۲ کيلومتره د کابل له خوا او ۳۰ کيلومتره د جلال اباد له خوا جوړ شوی دی.

د سړک ډېره برخه چې ۸۵ کيلومتره کېږي د ننګرهار له خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو او د لوګر له ارزې ولسوالۍ تېريږي چې څه موده وړاندې يې سروې او د استملاک لپاره د زمينې برابرولو چارې پيل شوې وې.

درې ورځې وړاندې (د روانې غويي مياشتې په ۲۷مه) د ننګرهار مرستيال والي ببرک مياخېل پر خپله فيسبوک پاڼه ډاډ ورکړ چې د دغه سړک د پاتې چارو د لومړۍ برخې د استملاک چارې به نږدې ورځو کې پيل شي.

خو پر سبا يې د ټولګټو چارو وزارت خبرپاڼه خپره کړه چې د دغه سړک سروې درې اوونۍ وړاندې د امنيتي ستونزو له امله درول شوې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ټولګټو وزارت د ۱۳۹۹ کال د دلوې میاشتې په ۴مه د ننګرهار ولایت د مقام، سیمه ییزو شوراګانو او قومي مشرانو په بشپړې همغږۍ سره سیمې ته پنځه تخینکي ټیمونه د سروې او استملاکي چارو لپاره واستول او هماغه مهال یې په سیمه کې کار پیل کړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغو تخینکي ټیمونو د پاتې ۸۵ کیلومتره سړک د لومړۍ برخې ( شاوخوا ۲۳ کیلومتره) تخنیکي سروې بشپړه کړه، خو استملاکي چارې یې لا بشپړې شوې نه وې چې امنیتي ستونزې یې پر وړاندې زیاتې او د ننګرهار ولایت مقام او محلي خلکو د نه همکاری له امله یې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې چارې ودرول شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغو ستونزو ته په کتو سره که په سیمه کې امنیتي ننګونې لرې او بشپړه همغږي را منځته نه شي، نو د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیمونه نه شي کولی چې د سروې او استملاک پاتې چارې بشپړې کړي.

د ټولګټو چارو وزارت غوښتنه کړې که د سیمې خلک او سیمه ییزه اداره د استملاک په چټکتیا او امنیتي خونديتوب کې مرسته ونه کړي، نو ښایي بانک د یادو پیسو له ورکړې لاس په سر شي.

خو د ننګرهار ولايتي او امنيتي چارواکي او ځايي خلک بيا د امنيت نشتوالی يوه پلمه ګڼي او وايي، هلته د سړک جوړېدو پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ موجود نه دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، دغه ولايت کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته، هم ولس د پروژو په پلي کېدو کې همکاري کوي او هم ولايتي اداره همکاره ده.

دی وايي، د ننګرهار والي د دغه سړک ټول جزیيات او امنيتي تدابيرو په تړاو معلومات له وزارت سره شريک کړي او ډاډ ورکړل شوی چې کومه ستونزه موجود نه ده.

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال جمعه ګل همت هم پژواک اژانس ته وويل، چې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ نشته.

هغه زياته کړه، څو مياشتې وړاندې شېرزادو او حصارک ولسواليو کې چې نا امني وه عمليات ترسره شوي او ولسوالۍ اوس د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر چې د همدغې سيمې دی وايي، هلته ټول ولس د دغې پروژې د تطبق په برخه کې همکار دی او ټولو د امنيت ډاډ ورکړی دی.

دی وايي، همدا اوس هم د سروې مسوولين د خوږياڼو ولسوالۍ مملې سيمه کې خلکو په خپلو شخصي کورونو کې ساتل او هېڅ امنيتي خنډ ورته نه و موجود.

د ختيځو ولايتونو د پرمختګ کاري ډلې غړی لعل ګل لعل چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د دغې پروژې د تطبق په چارو کې يې ډېرې منډې ترړې کړي وايي، د ټولګټو چارو وزارت تېرو اووه کلونو کې د دغه سړک د جوړېدو برخه کې ټمبلي کړې ده.

دی دغه راز نيوکه کوي چې د ننګرهار ولايتي اداره او د پارلمان او ولايتي شورا غړي هم د دغې مهمې پروژې د تطبيق او حق غوښتنې برخه کې پاتې راغلي دي.

هغه وايي، ډېر ځله د دغه سړک پر وړاندې له کوم خنډ پرته وزارت پلمې جوړې کړي او دا پروژه يې ځنډولې ده.

د لعل ګل د معلوماتو له مخې، د استملاک سروې ډېره برخه بشپړه شوې او يوازې شپږ ورځې کار ته اړتيا ده چې بشپړه شي، خو وزارت بيا هم بهانه جوړه کړې او سروې يې درولې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د ولايتي چارواکو، د ننګرهار ولايت مرستيال او امنيتي چارواکو، د لوا قوماندان او د پوليسو د قوماندانۍ معاون او ټولګټو چارو وزارت اړوند او د سروې مسوولينو ګډ مجلس درلود، په مجلس کې فيصلې وشوې چې نږدې راتلونکي دوه درې ورځو کې به په سړک باندې دوباره سروې شروع شي او دغه شپږ ورځې به بشپړې شي، خو بيا هم وزارت اعلاميه خپره کړه.))

د سيمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د سروې او استملاک چارې دې لا چټکې شي چې د سړک د عملي کارونو پيل ته زمينه برابره شي.

د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د قومي شورا غړي ملک ذبيح الله هم وويل، د دغې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي ژمن دي چې د جلال اباد – کابل دويم لين سړک پر وړاندې د امنيتي ستونزو د حل لپاره حکومت سره کار وکړي.

پلان دا دی که چېرې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک جوړ شي نو ټول بار وړونکي موټر به پر دغه سړک تګ راتګ کوي او اوسنی سړک به يوازې د مسافر وړونکو موټرو لپاره ځانګړی شي.

Visits: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.