ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز اوسېدونکي له ایرانه له راتلونکو کسانو سره د کرونا پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي

د نیمروز اوسېدونکي له ایرانه له راتلونکو کسانو سره د کرونا پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي

author avatar
28 May 2021 - 12:28
د نیمروز اوسېدونکي له ایرانه له راتلونکو کسانو سره د کرونا پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي
author avatar
28 May 2021 - 12:28

زرنج (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د نیمروز د کډوالو ریاست له ایران سره د دغه ولایت پر ګډه پوله د کرونا د ټسټ د امکاناتو د کمښت خبر ورکوي، خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په داسې حال کې دغه خبر ردوي چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ افغانان له دې لارې هېواد ته راځي.

هره ورځ شاوخوا زر افغانان د ایران له خاورې بېرته هېواد ته راګرځول کېږي. د نیمروز د کډوال ریاست چارواکي اندېښنه لري چې دغه بېرته راګرځول شوي د کرونا مثبتې پېښې ډېروي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیمروز او ایران ترمنځ پوله کې درې ښځې او یو سړی چې له ځان سره د تبې معلومولو الې لري، د عامې روغتیا وزارت له لوري، بېرته راستانه شوي معاینه کوي.

د نیمروز ولایت کډوالو چارو ریاست: وېرېږو چې بېرته راستنېدونکي له ایرانه کرونا ویروس له ځان سره را ونه لېږدوي.

د نیمروز ولایت د کډوالو چارو ریاست امر میرویس عرب پژواک ته وویل چې هره ورځ د نمیروز له مرز څخه تر دوه زره هېوادوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستنېږي.

هغه زیاته کړه: “د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې د دغو کسانو رد مرز کېدل د دې لامل شي چې ځیني کسان له ټسټ پرته هېواد ته داخل شي او له ځان سره کرونا ناروغي را انتقال کړي.”

نوموړي د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې په دې برخه کې توجه وکړي او د معاینه کوونکو شمېر ډېر کړي.

هېوادوال: په دې اړه اندېښمن یو چې کډوال به له ځان سره ناروغي را ولېږدوي.

د زرنج ښار د بلوار سیمې اوسېدونکي عبدالحمید پژواک خبري اژانس ته وویل: “په دې اړه اندېښمن یو چې کډوال به له ځان سره ناروغي راوړي؛ ځکه چې یو شمېر کسان له ټسټ پرته تېرېږي.”

هغه زیاته کړه، تېره اوونۍ یې د ماما زوی له ایرانه بېرته راستون شوی و، خو د ډېر بیروبار له امله له ټسټ پرته زرنج ښار ته راغلی دی.

په ورته وخت کې د زرنج ښار لومړۍ ناحیې اوسېدونکې شکېبا صدیقي وویل: “د کډوالو راتګ ډېر زیات دی، ډېر اندېښمن یو چې له ځان سره کرونا را انتقال نه کړي.”

د نیمروز ولایتي شورا مرستیال حاجي ګل احمد احمدي هم هېواد ته د کډوالو او بېرته راستنېدو په داخلېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: “له بده مرغه اوس مهال په ټوله نړۍ کې لوی مصیبت چې د کرونا ویروس دی، رامنځته شوی. موږ او تاسو شاهد یو چې په ټوله نړۍ په یوه لحظه ده، په ځانګړې توګه افغانستان چې کمزوری او ضعیف هېواد دی او روغتیايي خدمات په یقیني ډول لږ دي، باید متوجه و اوسو.”

هغه د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د کرونا معایناتو برخې د کارکوونکو شمېر ډېر کړي چې هېڅ کس له ټسټ پرته هېواد ته داخل نه شي.

دغه راز نوموړي وویل، په مرز کې باید د شکمنو کسانو لپاره د قرنطین ځای هم جوړ شي.

بېرته را اړول شوی: له معاینې پرته تېر شوم او چا ونه لیدم.

د هرات اصلي اوسېدونکی احمدشاه چې لس ورځې مخکې له ایرانه رد مرز شوی، وایي: “کلکه تبه مې درلوده خو پوه شوم چې کرونا نه یم، د ډېرو کسانو منځ کې ودرېدم او کله چې ډاکتران د نورو په معایه بوخت وو، ځان مې یو ډول تېر کړ.”

نوموړي وویل چې په ایران کې ډېری افغان کډوال پر کرونا اخته شوي او زیاته یې کړه چې د ده په شان یو شمېر نور هم بې له معاینې نیمروز ښار ته راغلل؛ ځکه وېرېدل چې کرنتین نه شي.

مسوولین: موږ د تسټ ظرفیت لرو، هېڅوک بې له معاینې نه ځي.

د ورېښمو پله د پولې د صفري نقطې د ار ار ټي ټېم مسوول عبدالبصیر سعادت پژواک ته وویل چې د نیمروز پر پوله یې اته کسیز ټېم چې درې ښځې او ۵ سړي په کې شامل دي، ګومارلی چې د بېرته راګرځول شوو تبه ګوري.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ټېم له ښه ظرفیته برخمن دی او له زرو تر درې زرو کسان معاینه کولای شي.

د ده په خبره، هغه کسان چې تبه یې ډېره وي، د کورني کرنتین لارښوونه ورته کېږي او هغوی چې کرونا نورې نښې ولري، ټسټ ترې اخیستل کېږي او لابراتوار ته استول کېږي.

هغه وویل چې په نیمروز کې داسې لابراتوار چې د کرونا معاینه ترسره کړي، نشته او ټسټونه د تثبیت لپاره کندهار ولایت ته استوو.

سرچینې په ډاګه کړه چې اوس مهال د زرو کسانو له ډلې په ۳۵ کې یې د کرونا نښې لیدل کېږي چې نمونې یې اخیستل شوې دي.

د هغه په وینا، هغه کسان چې د معایناتو پایلې یې مثبتې دي، د نمیروز روغتون ته معرفي او لازمې لارښوونې ورته کېږي.

د نیمروز د عامې روغتیا سرپرست ډاکتر فریدالله نصرت پژواک ته وویل: “په سرحد کې زموږ زموږ ټېمونه شه . هغه کسان کې شکمن وي نمونې یې اخلي. هر څومره کسان چې وي، د ټسټ اخیستلو توان یې لرو او کولای شو کندهار ته یې واستوو.”

هغه څرګنده کړه چې که پېښې ډېرې شي، هوډ لري چې د معاینې په برخه کې ډېر کسان وګوماري.

نوموړي د سږ کال د وري میاشتې له پیله تر نن پورې، ټولې ۹۱۲ نمونې اخیستل شوې چې ۲۱۴ کسان ترې مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، د کرونا ویروس له پیله تر اوسه (د مرغومي ۵مه) پې دې ناروغۍ ۹۹۳ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۲۷ کسان مړه شوي دي.

د یادونې ده، له کرونا له پیله تر اوسه په افغانستان کې له ۶۷ زره او ۷۰۰ ډېر کسان پرې اخته شوي چې ۲۸۸۷ هغوی یې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې؛ تر دې دمه په ټوله نړۍ کې تر ۱۶۸میلیونو ډېر کسان پر کرونا اخته، له ۱۵۰ میلیونو ډېر بېرته رغېدلي او تر ۳،۴ میلیونو ډېر ترې مړه شوي دي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.