ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: نورستان کې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال یو ماسک په ۵۲۰۰ افغانۍ پېرل شوی

څېړنه: نورستان کې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال یو ماسک په ۵۲۰۰ افغانۍ پېرل شوی

author avatar
2 Jun 2021 - 10:16
څېړنه: نورستان کې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال یو ماسک په ۵۲۰۰ افغانۍ پېرل شوی
author avatar
2 Jun 2021 - 10:16

پارون (پژواک، ١۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د کرونا ويروس لومړۍ څپې پر مهال د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ روغتون لپاره N95 ماسکونه په داسې حال کې دانه په ٥٢٢٤ افغانۍ پېرل شوی چې په بازار کې يې بیه له ٢٠٠ تر ٣٠٠ افغانيو پورې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې په نورستان کې د کرونا او سولرونو لپاره په ځانګړو شوو پيسو کې ميليونونه افغانۍ فساد شوى دى.

بل لور ته نورستان کې پر کرونا د اخته ډېری ناروغانو درملنه په ننګرهار کې شوې او ترڅنګ يې د کرونا درملنې ډېرى وسايل له پخوا په دغه ولايت کې موجود وو.

نورستان کې تر اوسه له ۹۲۵ کسانو څخه د کرونا سمپلونه اخيستل شوي چې له ډلې يې ۱۸۲ پېښې مثبتې دي او له دې جملې د ۴۰ کسانو درملنه په ننګرهار کې شوې ده.

نورستان ته د کرونا په ځانګړو شوو پيسو کې د فساد له امله د دغه ولايت اوسنى والي حافظ عبدالقيوم او يو شمېر نور کسان څارنوالۍ ته هم معرفي شوي وو خو څارنوالۍ بيا وويل چې دغه کسان په فساد کې ښکېل نه دي او دوسيه يې حفظ شوې ده.

دغه راز د نورستان د ولسواليو روغتيايي مرکزونو لپاره په ۲۶۵ ميليونه افغانيو د سولري برېښنا سيستمونه فعال شوي چې د بازار له نرخه يې بيه ډېره لوړه ده.

د نورستان د کرونا پيسې څومره دي او کومه برخه کې مصرف شوې؟

نورستان ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ۲۰ ميليونه افغانۍ بودجه ورکړل شوې چې د روغتيايي چارواکو په خبره، له یاد رقمه یوازې ۱۳ ميليونه یې مصرف شوې او پاتې هغه بېرته مرکز ته لېږل شوې ده.

د نورستان د عامې روغتيا رياست سرپرست محمد اصف بزرګ زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت د کرونا درملنې درېيو مرکزونو ته روغتيايي وسایل پېرلي دي.

دی وايي چې بودجه د ولايت په واک کې وه، هغوی ورته پلاوی ټاکلی و او سامان الات هم د هغوی له لوري پېرل شوي دي.

خو هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، دغه وسايل په ډېره لوړه بيه پېرل شوي دي.

د دغو اسنادو پر بنسټ، د کامدېش روغتيايي مرکز ته د درې میلیونه ۲۱۰زره او ۹۴ افغانيو په لګښت تجهیزات اخیستل شوي دي.

په پېرل شوو اجناسو کې يو د اکسېجن ماشين په ۷۹زره او ۵۰۰ افغانۍ پېرل شوی خو په بازار کې يې نرخ له ۴۰ تر ۶۰ زره افغانيو پورې دی. د اکسيجن یو ريګولېټور ۲۹۵۰ افغانۍ پېرل شوی خو حال دا چې په بازار کې يې بیه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې ده.

دغه راز يوه بخارۍ چې په بازار کې يې بیه شپږ زره افغانۍ ده، په څه باندې ۳۰زره افغانۍ پېرل شوې، يو پلاستيکي سطل په ۴۹۹۰ افغانۍ پېرل شوی خو په بازار کې یې بیه پنځه سوه افغانۍ ده.

دغه راز په اسنادو کې راغلي چې د کامدېش روغتون ته يو کيلو کلورين ۱۰۲۰ افغانۍ پېرل شوي چې بازار کې يې بیه ۱۱۰ افغانۍ ده او يو د کاليو مينځلو ماشين چې بازار کې يې نرخ نږدې څلور زره افغانۍ دی، په څه باندې ۱۹زره افغانۍ پېرل شوی دی.

د یادو اسنادو له مخې، د N95 ماسکونو چې د کرونا په اوله څپه کې يې په بازار کې د في دانه بیه له ٢٠٠ تر ٣٠٠ افغانيو پورې وه، خو د کامدېش روغتون لپاره په ۵۲۰۰ افغانۍ پېرل شوی او عادي ماسکونه هر یو د دوو افغانيو پر ځای په ۲۲ افغانۍ پېرل شوی دی.

د BP Set هغه جنس چې کامدېش لپاره پېرل شوی، په بازار کې يې نرخ اووه سوه افغانۍ دی، خو دغه مرکز ته په ۷۷۰۰ افغانۍ پېرل شوی دی او Suction Machine چې بازار کې تر ۱۳ نيم زره افغانيو پيدا کېږي، تر دوه چنده لوړ په ۳۵زره او ۴۰ افغانۍ پېرل شوی دی.

دغه راز يو Nebulizer چې په بازار کې یې بیه ۱۴سوه افغانۍ ده، خو د کامدېش روغتون لپاره په دوه چنده لوړ بيه (۲۹۵۰ افغانۍ) پېرل شوی دی.

په ورته نرخونو د نورستان دوو نورو روغتيايي مرکزونو ته هم ځيني روغتيايي وسايل پېرل شوي دي.

د نورستان ولايتي شورا رییس سعیدالله پاینده زوی وایي چې د بازار له نرخونو په ډېره لوړه بيه د کامدېش روغتون لپاره وسايل پېرل شوي دي.

دی وایي، د کرونا دوو نورو مرکزونو ته چې د نورستان اړوند دي، په ورته قیمتونو توکي پېرل شوي دي.

جنسونه ولې په لوړه بيه پېرل شوي؟

د نورستان د عامې روغتيا رياست او ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت ولسواليو ته تګ راتګ اوږد واټن او په ګرانه بيه تمامېږي، نو د لېږد د لګښت زياتوالي د اجناسو نرخونه لوړ کړي دي.

دغه راز په هغو اسنادو کې چې له مخې یې توکي پېرل شوي، هم د نرخونو لوړوالي علت ولسواليو ته د لېږد لوړه بيه ښودل شوې ده.

پژواک هغه اسناد هم وموندل چې لويې څارنوالۍ په کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د نورستان لپاره د پېرل شوو توکو پرتله، د بازار له قیمتونو سره کړې ده.

د نرخونو ترمنځ توپیر هغه مصارف یاد شوي چې د نورستان لرو پرتو سیمو ته د یادو توکو پر انتقال شوي دي.

خو د نورستان ولايتي شورا وايي، ولسواليو ته د لېږد لګښت دومره هم لوړ نه دی چې د ۵۰۰ افغانيو يو پلاستيکي سطل دې په پنځه زره افغانۍ حساب شي.

سعيد الله پاينده زوی پژواک ته وويل، یادو ولسواليو ته د توکو پر لېږد لکونه افغانۍ لګښت نه راځي.

هغه زياته کړه: “دا درې مرکزونه چې یو مرکز پارون کې دی، بل په نورګرام کې دی، که د لغمان مهترلام نه حرکت وکړې، تقریباً په نیم ساعت کې رسېږې چې کرایه به د یو تن سل افغانۍ وي. د کامدېش بریکوټ کې دی چې د کونړ له ساحې که تېر شې، دوه کیلومتره نه کېږي، کونړ ته نږدې دی، امکان نه لري چې انتقال باندې یې ډېرې پیسې راشي.”

بل لور ته د کرونا درېیمې څپې په درشل کې د نورستان په هیڅ روغتون کې درمل نشته او د ډاکترانو د معاشونو ځنډېدو له امله ټول روغتونونه تړل شوي دي.

بل لورته د نورستان والي حافظ عبدالقيوم دغه څرګندونې په کلکه ردوي او وايي چې دغه اسناد جعلي جوړ شوي دي.

هغه وايي، کوم سند چې له ده سره دى په هغه کې يو دانه ماسک نه بلکې يوه قطۍ ماسک چې ٢٥ دانې لري په ٥٢٢٤ افغانيو پيرل شوى دى.

ده زياته کړه: ((زموږ سند چې د مستوفيت او د نورو ادارو مهر او تاييد هم لري د هغې له مخې يو ماسک په ٢٠٨ افغانيو اخيستل شوى دى په داسې حال کې چې هغه مهال يو دانه ماسک په بازار کې په ٣٠٠ افغانيو و.))

والي وايي چې دى خپله هم له فساد سره جدي مبارزه کوي خو رسنۍ هم بايد داسې څه خپاره نه کړي چې د يو چا شخصيت وژنه په کې وشي.

دغه راز والي زیاتوي چې د نورستان ولایت د سولرونو د نصبولو پروژه د ده د ولایت په وخت کې نه ده ترسره شوې.

نورستان ته د کرونا ځانګړو شوو پيسو کې د فساد له امله د بازرس ادارې پرېکړه:

په همدې پیسو کې د فساد په تور بازرس ادارې د اوسني والي حافظ عبدالقیوم په ګډون یو شمېر ولایتي مسوولین څارنوالۍ ته معرفي کړل. خو لويه څارنوالي وايي چې د فساد په تړاو د کافي دلایلو نه شتون له امله قضیه حفظ شوې ده.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پژواک ته وويل: “د اړوندې څارنوالۍ له هر اړخیزو څېړنو وروسته، د لګېدلو تورونو په تړاو د دلایلو نه شتون له امله د څارنوالۍ له لوري د قضیې د حفظ پرېکړه شوې ده.”

د ځينو نورو اسنادو له مخې، په نورستان کې د سولري برېښنا پروسه په لوړه بيه پلې شوې ده.

نورستان ته د کرونا ځانګړو شوو پيسو ترڅنګ په دغه ولايت کې د سولري برېښنا شبکې نصبولو، روغتيايي مرکزونو د ترميم او ځينو نورو اجناسو اخيستو په قراردادونو کې توکي په لوړه بيه اخيستل شوي دي.

هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، د مرکز پارون او ولسواليو په ۱۶ روغتيايي مرکزونو کې د ځينو برخو د بيارغونې، د سولري برېښنا شبکو رامنځته کولو او اجناسو پر خريدارۍ ۲۶۵ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.

د اسنادو له مخې، د دغو پروژو د اعلان، اجناسو خريدارۍ، بيارغونې او نصبولو چارې په درېيو ورځو کې ترسره شوې او پيسې يې هم له مستوفيته ايستل شوې دي.

د نورستان د مستوفيت په يو سند کې راغلي، ۱۳۹۹ لمریز کال کې ولايت مقام ۹ ميليونه او ۸۷۰زره افغانۍ د برګمټال ولسوالۍ د عطاي کلي د BHC کلينیک لپاره د سولر لايټينګ سيستم نصبولو او انسټالېشن پيسې د اقبال طارق ساختماني او سړک جوړونې شرکت اکاونټ ته حواله او اسناد يې ويزه او کنټرول شوي دي.

خو د پژواک د څېړنو له مخې، د يوه کليوالي کلينیک لپاره په دومره لوړه بيه د سولري شبکې جوړېدو لپاره دومره ډېرې پيسې نه لګېږي.

د نورستان امنيې قوماندانۍ د ۶۵ ګڼې مکتوب چې پژواک يې کاپي ترلاسه کړې، د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونمل سيد عاقل شاه خلوتي د ولسواليو امنيې قوماندانيو ته صادر کړی، په کې له قوماندانانو غوښتي چې په خپلو سيمو کې د دغو روغتيايي مرکزونو څېړنه وکړي او وګوري چې رښتيا هم سولري برېښنا په کې فعاله شوې او کنه.

په مکتوب کې راغلي: “د ملي امنيت شورا د تخنيکي معاونيت د اقتصادي امنيت رياست له لوري په يو رسمي رالېږل شوې مکتوب کې غوښتنه شوې چې له کرونا سره د مبارزې او د درملو او تجهيزاتو د اخيستو لپاره د ۲۶۵ ميليونه افغانيو د لګښت ډول دې روښانه شي.”

د مکتوب له مخې، دغه درمل، تجهيزات او نورې چارې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لېندۍ له ۲۶مې تر ۲۹مې ترسره شوې خو پيسې يې شپږ میاشتې وړاندې قراردادي شرکتونو ته ورکړل شوې دي.

د امنيې قوماندانۍ دغه مکتوب چې د ۱۴۰۰ کال د غويي په ۸مه د ولسواليو امنيې قوماندانانو ته صادر شوى، ۲۴ ساعته ورته وخت ورکړل شوی چې د دې موضوع پلټنه وکړي او راپور يې شريک کړي، خو د امنيې قوماندانۍ وياند سراج الحق اميري پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه هيڅ اقدام نه دی شوی.

د يادونې ده، پژواک خبري اژانس د کرونا په پيسو کې د فساد اړوند لسګونه نور راپورونه سره له اسنادو خپاره کړي دي.

Visits: 1298

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.