ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د «خیالي نړیوال هوايي ډګر پرانیستې ته» تابیاوې نیول کېږي

خوست کې د «خیالي نړیوال هوايي ډګر پرانیستې ته» تابیاوې نیول کېږي

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د خوست هوایي ډګر په داسې حال کې د نړیوال هوایي ډګر په توګه پرانیستل کېږي چې اړین معیارونه یې نه دي پوره او تابیا نیول شوې چې د پرانیستې لپاره یې ځینې اړین وسایل د لنډ وخت لپاره له کابله ور ولېږدول شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې شاوخوا درې میاشتې مخکې لیکلی چې د خوست هوایي ډګر پراختیايي چارې د ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ملکي هوایي چلند ادارې له خوا پرمخ وړل کېږي او ډېر ژر به دغه ډګر د نړیوالو پروازونو پر مخ پرانيستل شي.

د خوست هوایي ډګر نړیوال معیارونه نه دي پوره کړ:

د خوست هوايي ډګر پخواني امر توریالي تکل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان (ICAO) د معیارونو له مخې، باید هوايي ډګر د هوايي ترافیک (ATC)، اطفایې، هواپېژندنې، تخنیک (CNS) او خوندیتوب څانګې ولري.

دغه راز هغه زیاتوي چې په یادو څانګو کې باید له شرایطو سره برابر او هغه کسان پر دندو ګومارل شوي وي چې اړوندې اړینې زده کړې ولري، خو د ده په وینا، د خوست د هوايي ډګر په یادو پنځو برخو کې مسلکي کسان پر دندو نه دي ګومارل شوي.

تکل زیاتوي:”یو میدان، رنوې (ځغاستلیکه)، ټکسي وي (د موټرو لاره)، د طیارو پارکینګ (تمځای)، مارکېنګ (نښانې) او لایټینګ (د روښانه کولو څراغونو) ته اړتیا لري، تاسو وګورئ خوست کې مارکینګ شته؟ لایټینګ شته؟ په ټاور کې یوه اي وي چیف مخابره اېښې ده او پرون یې ورته دوه میزونه پورته کړي دي.”

خوست کې یوې باوري حکومتي سرچینې هم تایید کړه چې د دغه ولایت هوايي ډګر ډېر هغه معيارونه نه دي پوره کړي، چې يو نړيوال هوايي ډګر ورته اړتیا لري.

هغه هم وايي چې دا مهال د خوست هوایي ډګر د اطفایې (اوروژنې) وسایط نه لري، د رادار سیستم نه لري، په ځغاستليکه کې د روښانه کېدو لپاره څراغونه نه لري، کارکوونکي یې کم دي او د ساتنې او څارنې لپاره کافی تشکیل هم نه لري.

دغه راز د ده په وینا، د خوست هوایي ډګر ته تر اوسه وارداتي برېښنا نه ده لېږدول شوې، هلته دا مهال له ډيزلي برېښنا څخه ګټه اخيستل کيږي، د هوایي ډګر پارکونه او شنې سیمې هم نه دي مشخصې شوې او ۱۱ کيلومتره سړک يې تر اوسه خام دی چې باید په اساسي ډول جوړ شي. سرچینه زیاتوي، د هوایي ډګر احاطه هم معياري نه ده او په اسانۍ سره څاروي هوایي ډګر ته ننوتلی شي.

د هغه په وینا، د خوست هوایي ډګر کې د ستونزو په تړاو یو راپور ولسمشر ته رسېدلی چې وروسته ولسمشر د هوايي چلند ادارې مخکني رییس محمد قاسم وفایي زاده هم له دې امله له دندې ګوښه کړ چې هغه ولسمشر ته د دغه هوایي ډګر د جوړېدو چارو د بشپړېدو ویلي و.

خو وفايي زاده وايي، د ده استعفا له دغې مسئلې سره نه ده تړلې او په یاد راپور کې د هوايي ډګر د پاتې چارو د بشپړولو لپاره شپږ میاشتې وخت، اړینه بودیجه او ځینې نور وړاندیزونه شوي و چې باید تر سره شوي وای.

دی هم وایي چې دا مهال دغه هوايي ډګر د کورنيو پروازونو لپاره ستونزه نه لري، خو لازمه نه ده چې هرو مرو دې د نړیوال هوايي ډګر په توګه پرانیستل شي.

تکل وایي، په هوایي ډګر کې یادې ستونزې په داسې حال کې دي چې چارواکي په پام کې لري دغه ډګر په نږدې راتلونکې کې د نړیوال هوایي ډګر په توګه پرانیزي او د دغې چارې لپاره ځینې اړین وسایل د لنډمهال لپاره د کابل له هوایي ډګر څخه خوست ته لېږدوي.

د هوایي ډګر د پرانیستې په ورځ امانتي توکي کارول کیږي:

دغه راز تکل وایي چې د خوست له امنیه قوماندانۍ غوښتل شوي چې اطفائیه (د اوروژنې وسایل) یاد هوایي ډګر ته واستوي تر څو یوازې د پرانیستې په ورځ هلته وکارول شي.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجيب احمد نجيب هم وايي چې قوماندانۍ د‌ خوست ملکي هوايي ډګر ته یوه اطفائیه مخکې ورکړې او نن بله هم ورکوي. ده وویل چې دغه توکي به تر راتلونکي امر پورې هلته وي.

د تکل د معلوماتو له مخې، د یاد هوایي ډګر د هواپېژندنې او هوايي ترافیک څانګو کې تر اوسه هېڅوک لا ګومارل شوي نه دي او د ځمکني چوپړ لپاره هم هېڅ ډول وسایط نه لري.

د ده په خبره، د هوایي چلند اداره د «ګک» په نوم له یوه شرکت سره د هېواد په نورو هوایي ډګرونو کې د ځمکني چوپړ تړون لري او اوس يې له همدغه شرکت څخه غوښتي چې د خوست په هوایي ډګر کې هم یواځې د دغه ډګر د پرانیستې په مراسمو کې دغه چوپړ وړاندې کړي.

هغه وایي چې ګک اوس د محمد مندوزي په نوم له یوه قراردادي شرکت سره خبره کړي چې له کابل هوايي ډګر څخه ځینې وسایل خوست ته ولېږدوي او بېرته یې کابل ته راوړي.

د دغه شرکت مشر محمد مندوزی هم مني چې د ګګ کمپنۍ له خوا ورسره د کابل له هوايي ډګر څخه د خوست هوایي ډګر ته د پنځو ورځو په موخه د ځینو ماشینونو او وسایلو لېږدولو او بېرته رالېږدولو خبرې شوې دي.

توریالي تکل وویل، د هوایي ډګرونو ترمینال کې د امنیتی چیک موضوع مهمه ده، چې هوايي چلند ادارې د کابل، مزار، هرات او کندهار هوايي ډګرونو لپاره له یوې بهرنۍ کمپنۍ «لانګ فورټ» سره تړون لري او ترې غوښتي یې دي چې د خوست د هوایي ډګر د پرانیستې په ورځ په دغه ډګر کې هم د امنیتي چیک چارې پر مخ یوسي.

پژواک دغه موضوع د یادې کمپنۍ له یوه غړي ارش بخش سره د واټس اپ له لارې شریکه کړه، خو تر اوسه (د غبرګولي ۱۳مه، له غرمې وروسته څلورنیمې بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.

د ولسمشر د اغفال لپاره؛  د هوایي ډګر تخیلي پرانیسته:

تکل وايي:”په داسې یوه وخیم حالت کې چې هوايي چلند اداره د نړوالو پروازونو په موخه ډګرونو کې اسانتیاوې او ظرفیت نه لري او نه هم بودیجه دومره په واک کې لري چې هرات، مزار، کندهار هوایي ډګرونو ته امکانات برابر کړي، نو د یوه څلورم نړیوال ډګر تخیلي پرانیسته صرف د ولسمشر او د خوست ولس په اغفال کې ساتلو لپاره کېږي.”

د هغه په وینا، نږدې دوه میاشتې مخکې هوايي چلند ادارې ولسمشر ته راپور ورکړی چې د خوست هوايي ډګر پرانیستې ته چمتو دی، خو د ولایت مقام بیا په خپل راپور کې لیکلي و چې د دغه ډګر ترمینال ودانیزې چارې لا روانې دي.

د ملي هوايي چلند ادارې د روانې غبرګولي میاشتې په نهمه یو مکتوب – چې د دغې ادارې د پروژو او پلان پلي کولو ریاست ته استولی – ښيي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ادارې د یوه راپور په ځواب کې لیکلي چې دی د خوست هوایي ډګر د پرانیستې لپاره تشریفاتو ته نه ځي، بلکې دغه هوايي ډګر باید په رښتیني ډول پرانیستې ته برابر وي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی محمد موسی خاورین وايي چې ولسمشر تېره ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) یاده پرانیسته “د نمایشي افتتاح” په نوم وځنډوله. ده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

هوایي ډګر نږدې راتلونکې کې پرانیستل کیږي:

د‌ خوست د هوايي ډګر امر عبدالصمد تڼيوال بیا وایي چې د دغه هوایي ډګر د ترافيکو مديريت د برخې کارکوونکي مسلکي زده کړې لري، خو د تشکيل له پلوه بسنه نه کوي، د هوايي ډګر د ترمينال ودانۍ په نړيوال معيار جوړه شوې او په ودانۍ کې دننه ۱۲ سکينر ماشينونه، ۱۲ واکټرو دروازې چې فلزي مواد او چاودېدونکو توکي په اسانۍ معلوموي، نصب شوي او همدا ډول د شلو ميليونو افغانيو په لګښت فرنيچنر هم په بهر کې ورته پېرل شوی چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به هېواد ته راورسېږي.

د تڼیوال په وینا، د هوايي ډګر د امنيت او ساتنې په موخه ۱۵۰ سرحدي ځواکونه ګومارل شوي، چې د ۱۴ برجونو له لارې امنیتي چارې تر سره کوي او پلان دا دی چې د امنيت لپاره يې درې کمربندونه جوړ شي چې پوليس، ملي اردو او سرحدي ځواکونه به په کې شامل وي.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې ښايي دغه هوایي ډګر په نږدې راتلونکې کې پرانيستل شي. د هغه په وینا کېدای شي چې د ارزونو په موخه یې سبا (د غبرګولي ۱۴مه) له هوانوردۍ ادارې څخه يو باصلاحيته پلاوی خوست ته راشي.

خو د ملکي هوايي چلند ادارې رییس فهد داوود مومند وویل چي د خوست هوايي ډګر چارې لاروانې دي او دا مهال دا ویل چې د ډګر کومې اړتیاوې پوره او کومې نه دي پوره له وخته مخکې دي.

دی وايي:”هر وخت مو چې د تاریخ اعلان وکړ چې موږ په کومه ورځ افتتاح کوو، نو که هغه وخت دغه سوالونه وشي او څوک معلومات وغواړي نو د سر په سترګو؛ موږ به ورته ووایو، کوم میدان چې موږ افتتاح کوو په هغه کې کوم خدمات شته کوم موضوعات شته او د څومره وخت لپاره په نظر کې نیول شوي دي.”

د مومند په وینا، د یوه میدان په پرانیسته کې سل سلنه چارې نه، بلکې بنسټیزې برخې بشپړیږي او ځینې چارې په ډګرونو کې وروسته له پرانیستې هم دوام لري.

Visits: 2030

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.