پلخمري (پژواک، ١٦ غبرګولى ١٤٠٠): د بغلان روغتيايي مسوولين وايي چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې د کرونا ويروس د معلومولو مرکز پرانیستل شو.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د عامې روغتيا رييس محب الله حبيب وويل چې د دغه مرکز له جوړېدو وړاندې د بغلان د کرونا ناروغانو سمپلونه د ټسټ لپاره بلخ او يا هم کندوز ولايتونو ته استول کېدل.
خو دى وايي: ((د دغه مرکز په جوړېدو سره به نوره اړتيا پېښه نه شي چې سمپلې بلخ او يا کندوز ته واستوو.))
نوموړي اندېښنه وښوده چې د کرونا د دويمې څپې په پرتله درېيمه څپه په ډېرې چټکۍ سره پرمخ روانه ده، خلک بايد ډېر احتياط وکړي او روغتيايي لارښوونې عملي کړي.
د هغه په وينا، دغه مرکز د کاناډا هېواد په مالي مرسته او د اغا خان بنسټ په همکارۍ جوړ شوى دى.
دغه راز د بغلان والي محمد اکبر بارکزي وويل چې له کرونا سره بايد جدي مبارزه وشي او د عامه پوهاوي په برخه کې بايد ديني عالمان پوره پوره ونډه واخلي.
دى وايي: ((کرونا يوه سخته ناروغي ده، ټول يې بايد پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.))
د يادونې ده چې داسې مهال په بغلان کې د کرونا ويروس د معلومو مرکز پرانیستل کيږي چې په تېرو دوه اوونيو کې په دغه ولايت کې د کرونا ١٩٣ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال چې په تېرو دوو څپو کې په دغه ولايت کې د کرونا ټولې ١٦٠ پېښې ثبت شوې وې.
Visits: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن