ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کلینیک دې له نظامي مرکزه وایستل شي

خلک: د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کلینیک دې له نظامي مرکزه وایستل شي

author avatar
13 Jun 2021 - 14:23
خلک: د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کلینیک دې له نظامي مرکزه وایستل شي
author avatar
13 Jun 2021 - 14:23

خوست ښار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دغې ولسوالۍ روغتيايي کلينيک دې له نظامي ځای څخه وباسي او په يوه بل مناسب ځای کې دې يې فعال کړي.

د هغوی په وينا، د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ روغتيايي کلينيک د امنيه قوماندانۍ، د ملي امنیت مديريت او د ولسوالۍ د ودانيو ترمنځ پروت دی، چې ورتلونکي ناروغان او ناروغ لرونکي د پوليسو له لوري تلاشي کيږي.

د زرمت خان په نوم د دغې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي چې خپل ناروغ يې د ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته ور وړی، وايي‌ اړ دی چې په نظامي ځای کې پراته کلينيک ته د ورتلو پرمهال د امنيتي ځواکونو له تلاشۍ تېر شي.

زرمت خان له پژواک اژانس سره خبرو کې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې ولسوالۍ يواځينی روغتيايي کلينيک له نظامي ځای څخه لرې او په يوه بل مناسب ځای کې چې خلک په ازاده توګه ورشي، فعال کړي.

نوموړي زياته کړه: ” موږ د دولت له تلاشۍ نه په امن کې وو، تلاشۍ او تکليف نه وي. لکه ملکي روغتون ته چې ځو،‌ داسې آزادانه بايد ورشو د دولت ځمکې خو ډېرې دي،‌ بايد ور يې کړي.”

د دغه روغتيايي کلينيک يوې ښځې کارکوونکې سمينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ستونزې له امله دغه کلينيک ته ورتلونکي ښځې ناروغانې هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ” دا کلينيک نظامي دی، موږ په قراول کې مشکل لرو. دې خوا ته خلک نه راپرېږدي. د شپې موږ نوکريوالي لرو خو ولادي ناروغ دلته نه شي راتللی. ولادي ناروغان هلته تلاشي کيږي او بيا دلته راځي، دا ډېره لار ده.”

د دغه کلينيک مشر ډاکټر سيد باد شاه وايي، د ورځې ترڅنګ د شپې له خوا د ښځو ناروغانو په ځانګړې ډول د نسايي او ولادي ناروغانو لپاره خدمات هم لري، چې هره ورځ لسګونه ناروغان مراجعين لري.

ډاکټر سيدبادشاه پژواک ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې يې ورته د يوه بل ځای د فعالولو هڅې کړي، خو زياتوي چې تر اوسه يې ورته مناسب ځای نه دی موندلی.

نوموړي وويل: “موږ کوښښ‌ کوو چې مناسب ځای ورته پيدا کړو. داسې مناسب ځای چې د اسماعيل خېلو او مندوزیو دواړو قومونو ته د منلو وړ وي. دوی لګيا دي. اوسنی ولسوال دوه ځلې راغلی و، وعده يې کړې چې زه ځای پيدا کوم.”

بل خوا د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل، چې ياده ستونزه يې څو څو ځلې له ولايت مقام او د ولسوالۍ له قومي مشرانو سره شريکه کړې او د ځای غوښتنه یې ترې کړې ده.

هغه وويل، چې په دې برخه کې يې بوديجه هم درلوده، خو ولې د ځای د نه موجوديت له امله يې ونه شوای کولی، چې هلته کلينيک جوړ کړي.

دی زياتوي: ” زه اوس له ولسوال صاحب سره په تماس کې يم او هم د قومي مشرانو سره، چې تاسې ماته ځمکه راکړئ چې زه کلينيک درته جوړ کړم. هلته ځمکه موجوده ده او وه. د طالبانو له وخت څخه تراوسه پورې هغه ځمکه غصب شوې ده، قومي مشران پرې خبر دي، خو څوک جرئت نه کوي چې دا غصب ځمکه را پيدا کړي.”

د يادې سيمې يو شمېر نور خلک او د ولسوالۍ د شورا غړي بيا وايي، چې د يادې ستونزې د هواري لپاره يې ډېر ځله له حکومت سره خبرې کړي،‌ خو کومې مثبتې پايلې ته نه دي رسېدلي.

 

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.