ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره کسان چې تر «۱۹ کلونو» کم عمر لري پر کرونا اخته شوي

په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره کسان چې تر «۱۹ کلونو» کم عمر لري پر کرونا اخته شوي

author avatar
13 Jun 2021 - 18:51
په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره کسان چې تر «۱۹ کلونو» کم عمر لري پر کرونا اخته شوي
author avatar
13 Jun 2021 - 18:51

کابل(پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د کرونا ناروغۍ له خپرېدو راهیسې نږدې پنځه زره کسان چې تر ۱۹ کلونو کم عمر لري پر کرونا اخته شوي، له دې ډلې ۱۶ کسانو د همدې ناروغۍ له امله ساه ور کړې ده.

په داسې حال کې چې د دغه وزارت وروستۍ رسمي شمېرې چې تېره ورځ (د غبرګولي ۲۲ مه) له رسنیو سره شریکې شوې ښيي چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ تر ۸۹زره او ۸۶۱ ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې او ۳۵۲۷ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده، خو په هغه جدول کې چې د عامې روغتیا وزارت په انټرنټي سایټ کې خپور شوی راغلي چې په ټوله کې په افغانستان کې ۶۴۴۵۱ کسان پر کرونا اخته شوي، ۷۷۴۵ په روغتونونو کې بستر او ۲۳۳۴ کسانو یې له امله ساه ور کړې ده.

د دغه وزارت مسوولینو د «اعلان شوو» او په یاد جدول کې د «ثبت» شمېرو ترمنځ توپیر تخنیکي ستونزې بللې دي.

د یاد جدول د معلوماتو له مخې، د ثبت شوو کسانو له ډلې ۴۱۷ یې تر نهه کاله کم عمر لري او ۴۵۱۸ کسان یې له ۱۰ تر ۱۹ کلونو عمر لري.

د هغو ماشومانو له ډلې چې تر ۹ کلونو عمر لري ۳۳ کسانو نازک روغتیايي حالت تېر کړی او ان روغتونونو کې بستر شوي، خو د دې ډلې ناروغانو د مړینې واقعه نه ده ثبت شوې.

د سرچینې په خبره، په ۴۵۱۸ کسانو کې چې له ۱۰ تر ۱۹ کلونو عمر لري ۳۲۷ یې نازک روغتیايي وضعیت درلود او روغتون کې بستر شوي، په دې ډله کسانو کې ۱۶ یې ساه ورکړې ده.

په جدول کې راغلي، په هېواد کې د ټولو مثبت ثبت شوو پېښو کې، ۱۵۴۳۹ کسانو له ۲۰ تر ۲۹ کلونو عمر درلود، چې له دې ډلې د ۵۹ کسانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه جدول له مخې، د ۱۴۰۷۶ ناروغانو له ډلې چې له «۳۰ تر ۳۹ کلونو» عمرونه یې لرل ۱۲۵ کسان مړه شوي او د ۱۰۸۰۵ نورو ناروغانو له ډلې چې له «۴۰ تر ۴۹ کلونو» عمر یې درلود ۲۷۰ کسانو ساه ور کړې ده.

په ورته وخت کې په یاد جدول کې د ۸۵۲۸ ناروغانو له ډلې چې عمرونه یې له ۵۰ تر ۵۹ ښودل شوي ۵۰۶ مړه شوې او د ۶۴۶۰ نورو ناروغانو له ډلې چې له ۶۰ تر ۶۹ کلونو عمر یې درلود ۶۹۶  کسانو ساه ورکړې ده.

د سرچینې په خبره، د کرونا پر ویروس د اخته ۳۰۳۱ کسانو له ډلې چې له ۷۰ تر ۷۹ کلونو عمر یې درلود ۴۳۵ کسان مړه شوي او د ۱۱۷۷ نورو ناروغانو له ډلې چې عمرونه یې تر ۸۰ کلونو ډېر ښودل شوي ۲۲۷ کسانو ساه ورکړې ده.

طبي پوهان:

د عامې روغتیا پخواني سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد له پژواک سره په ځانګړو خبرو کې په یاد جدول کې ثبت شوې شمېرې واقعي او کره نه ګڼي.

هغه زیاته کړه چې په دغه وزارت کې د یوه سرویلانس د نه فعالیت له امله د دغو شمېرو دقت تر پوښتنې لاندې دی.

د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار وویل، د دغه وزارت د ثبت شوو شمېرو له ډلې ۵۰۰۰ هغه کسان دي چې عمرونه یې تر ۱۹ کلونو کم وو، دا په ډاګه کوي چې د کرونا پر تغییر خوړلې بڼه د هر عمر کسان اخته کېږي.

هغه زیاته کړه: ((د کرونا ویروس تغییر خوړلې بڼې تازه او روغتیا نړیوال سازمان د پام وړ څېړنې ښيي چې د ماشومانو په ګډون د بېلا بېل عمر لرونکي کسان پرې اخته کېږي.))

نوموړي دې ته په اشاره چې پر کرونا ډېری اخته کسان ځوانان دي وویل: ((له دې امله چې ځوانان د کار لپاره تر ډېره له کوره بهر ځي، نو ځکه تر نورو ډېر ناروغان دي، خو د لویانو د مړینې د ډېرېدو لامل د دوی د بدن کمزوری مقاومت او بېلا بېلې نورې ناروغۍ کېدای شي، چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې او مقاومت توان نه لري او له دې امله مړه کېږي.))

په ورته وخت کې، د داخلي ناروغیو اسوشیت پروفېسور ډاکتر نبیل پاکطین پژواک ته وویل، پر کرونا ناروغۍ ټول خلک په ځانګړې توګه ډېر عمر لرونکي کسان اخته کېدای شي، خو دا چې په دې وروستیو کې پر کرونا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی درې لوی عوامل لري.

هغه زیاته کړه: ((لومړی د ویروس میوټېشن [تغییر خوړلې بڼه]، دویم دروغجنې مثبت پېښې او درېیم ناسالم خواړه او د ماشومانو او لویانو د بدن کمزوری معافیت دی.))

هغه زیاته کړه: ((په هر حال، د لویانو په پرتله د ماشومانو او ځوانانو د مړینې پېښې لږ دي، ځکه چې په لوړ عمر کې د بدن معافیت کمېږي او ضمیموي ناروغۍ لکه شکر، د زړه، بډوډي، تنفسي او نورې ناروغۍ هم لري، پر دې سربېره یې اخلاق او چلند تغییر کوي. له یوې خوا یې د درنو مراقبتونو پر وړاندې حوصله لږ ده… او بلخوا د ناروغۍ د شدت تحمل نه لري.))

د ډاکتر پاکطین په باور: ((په ټوله کې بېلا بېل عوامل لکه، کمزوري خواړه، د هوا ککړتیا، ناسم باورونه، پر وخت نه پېژندل، پر وخت د معاینې لپاره مراجعه نه کول، پر روغتیايي سکټور باور نه لرل، د کافي مایعاتو نه ترلاسه کول، د پاکوالي نه مراعاتول، د طبي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د دویم او درېیم مجهز سکټور نه موجودیت، بې کفایته دولت، غیر متخصص مسوولین او مشران، له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې د تخصصي رهبریت نه موجودیت پر کرونا ناروغۍ د هر عمر لرونکو کسانو د اخته کېدو سبب کېږي.))

نوموړي زیاته کړه، اوس مهال ټول دولتي روغتونونه ان د کرونا ناروغۍ ځانګړي روغتونونه لومړني خدمات وړاندې کوي. دا په داسې حال کې ده چې کرونا بحران یو فوق تخصصي بحران دی او د اختصاصي خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې، د افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو(ICU)  برخې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل: ((له بده مرغه د ډېری هغو ماشومانو د کرونا ټسټ پایلې هم مثبتې دي چې عمر یې تر ۱۹ کلونو کم دی.))

هغه زیاته کړه چې نه یوازې د دوی د ټسټ پایله مثبت ده، بلکې یو شمېر ماشومان د کرونا ناروغۍ له امله روغتونونو کې بستر شوي دي.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې روغتیايي لارښوونې جدي وګڼي څو ځان، ماشومان، کورنۍ او شاوخوا کسان یې پر دې وژونکې ناروغۍ له اخته کېدو خوندي پاتې شي.

کورنۍ:

د کابل ښار کلوله پشتې سیمې اوسېدونکي احمد جاوېد پژواک ته وویل: ((شل ورځې مخکې مې مېرمن پر کرونا ناروغۍ اخته شوه، له دې امله چې شیدې ورکوونکی ماشوم او څلور کلن ماشوم څخه یې فاصله مراعات نه کړه، له څو ورځو وروسته دواړو ماشومانو ته تبه، زړه بدوالی، اسهال او سستي پیدا شوه.))

هغه وویل، ډاکتر ته تر تګ وروسته روښانه شوه چې دواړه ماشومان یې پر کرونا اخته شوي او تر درملنې لاندې یې ونیول.

د کابل ښار خیرخانې سیمې اوسېدونکي شمس الله هوشمند چې په دې وروستیو کې یې مور او خور پر کرونا اخته شوي پژواک ته وویل، پنځه کلن وراره یې هم پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((وراره مې زما مور ته راتلو او په غېږه کې به یې نیولو او پر بدن به یې ښکلاوه، له دې وروسته چې دغه ماشوم ته سخت سردرد، زکام، ستوني درد او ځان درد پیدا شول موظف ډاکتر دوی ته خبر ورکړ چې ښايي وراره یې پر کرونا اخته شوی وي.))

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د روان کال د غبرګولي په اتمه د کرونا پېښو ډېرېدل هېواد کې د خطر زنګ وباله او وړاندیز یې وکړ چې د وضعیت د کنټرول لپاره د کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز او تحصیلي مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې د دغې ناروغۍ مثبتې او د مړینې پېښې په بېلا بېلو کټګوریو کې ثبت شوې دي.

هغه د ځوانانو ترمنځ د کرونا ناروغۍ له امله د مړینې سلنه لږ وبلله او ویې ویل، د نړۍ په کچه هم دغه ډول شمېرې موجودې دي، خو هېواد کې د ډېر عمر لرونکو او هغو کسانو ترمنځ چې دوامداره ناروغۍ لري د کرونا ناروغۍ د مړینې پېښې ډېرې زیاتې دي.

نوموړي د دې په روښانولو چې د کرونا ویروس ډولونه له دې ډلې د بریتانیايي او چین د اوهان ویروس افغانستان کې د خپرېدو په حال کې دی زیاته کړه، جدي اړتیا ده چې د دغې دومداره ناروغۍ د ډېرېدو خپرېدو مخنیوی وشي.

نظري هم د کرونا ویروس نښې او علامې یو ډول وبللې او وویل، پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید ځان د دې ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند هېواد کې د کرونا مثبت پېښو د ډېرېدو ګواښ وکړ او ویې ویل، افغانستان تر اوسه د کرونا ناروغۍ د درېیمې څپې لوړې نقطې ته نه دی رسېدلی.

د یادونې ده چې د کرونا ویروس لومړۍ څپه د ۱۳۹۸ کال لیندۍ میاشت کې د چین اوهان، وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو. افغانستان کې یې لومړۍ مثبت پېښه د همدغه کال د کب په پنځمه هرات ولایت کې ثبت شوه.

په افغانستان کې د کرونا دویمه څپه د تېر کال لړم میاشت کې خپره شوه او وروسته هېواد کې د کرونا درېیمه څپه خپره او لاهم روانه ده.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ټوله نړۍ کې تر ۱۷۶ میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته شوي، تر ۱۶۰ میلیون ډېر کسان ترې بېرته روغ شوي، خو تر ۳،۸ میلیون ډېرو کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

Visits: 149

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.