ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عام وګړي، سیاستوال، طالبان او حکومت له سولې بېلابېل تعریفونه لري

عام وګړي، سیاستوال، طالبان او حکومت له سولې بېلابېل تعریفونه لري

author avatar
15 Jun 2021 - 09:23
عام وګړي، سیاستوال، طالبان او حکومت له سولې بېلابېل تعریفونه لري
author avatar
15 Jun 2021 - 09:23

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): ټول افغانان سوله غواړي، خو عام وګړي، سیاستوال، طالبان او حکومت له سولې بېلابېل تعریفونه لري؛ داسې تعریفونه چې ګډې وجهې لکه «ارام، امن او سوکاله ژوند او په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل.» لری.

د افغانستان خلک شاوخوا څلور لسیزې په ناامنۍ، جګړې او له امله یې په رامنځته شوو ستونزو لکه د خپلوانو له لاسه ورکول، په کډوالۍ، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو کې ژوند کړی دی، له دې امله د دغه هېواد اوسېدونکي جګړې خپلي، د جګړې او د جګړې له زیان اړوونکو پایلو تر پزې راغلي، په هېواد کې د سولې او ارامۍ غوښتنه کوي، خو د ټولنې بېلابېلې طبقې له سولې مختلف تعریفونه لري.

  • د جګړې او دښمنیو پای ته رسېدل، د باور او دوستۍ پراختیا، له ډاره خلاصون، د عدالت ټینګښت، یو او بل منل، خوندیتوب، پخلاینه او ارامي، دایمي ثبات، روحي ارامي، د خلکو د وژلو پای ته رسېدل، یتیم او کونډه نه کېدل او د بیان ازادۍ ساتنه د عامو خلکو او سیاستوالو په تعریفونو کې شامل موارد دي.
  • د سیاسي هوکړې له مخې عادلانه او پایداره سوله، له تروزیرم سره د مبارزې لپاره نړیوال ضمانت، د لویې جرګې د تایید پر اساس په قدرت کې ګډون، د خلکو د اساسي حقونو او ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ساتل له سولې د حکومت په تعریف کې شامل مهم موارد دي.
  • پر ارزښتونو او د خلکو پر باورونو د ولاړ نظام تر چتر لاندې، خپلواکۍ او حریت کې ارام او سوکاله ژوند له سولې څخه د طالبان تعریف دی.

له سولې د عامو خلکو او سیاستوالو تعریف:

تېمورشاه چې یوه پښه یې جګړه کې له لاسه ورکړې، د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: “سوله یعنې دا چې له دې وروسته خلک هر سهار د چاودنې خبر په اورېدو پیل نه کړي او سوله یعنې دا چې نور د اولادونو ته اندېښنه ونه لري چې ایا کور ته به سالم راشي او کنه، موږ داسې سوله غواړو چې نور ورور وژنه او وینه تویېدل بند شي او له دې وروسته زموږ میندې او پلرونو د اولادونو د غم پر ټغر کښې نه ني.”

په کابل کې د نذیز شینواري په نوم یوه خبریال وویل: “سوله دایمي ارامي او ثبات دی چې د هر افغان او انسان غوښتنه ده.” دغه راز نوموړي د سولې خبرو په بهیر کې د بیان ازادۍ پر ساتنه ټینګار وکړ او ویې ویل، د خلکو دغه حق باید قرباني نه شي.

خو د ۳۷ کلن عتیق الله لپاره چې له یو ټایره کراچۍ په استفاده د خلکو توکي د پیسو په بدل کې انتقالوي، سوله یې د کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول دي.

هغه سوله داسې تعریف کړه: “سوله هغه ورځ ده چې د اولادونو لپاره ښه ډوډۍ پیدا کړم، که جګړه نه وي، کاروبار وي، زموږ ژوند هم ښه کېږي، کله چې خلک ارام وي، زموږ لپاره کار پیدا کېږي. په دغه وطن کې له هغه وخت راهیسې چې ښه او بد مې پېژندلي، جګړه روانه ده، له جګړې ستړي شوي یو، همدا جګړه ده چې زموږ هېواد کې فقر او بدبختي ده.”

د زبیدې روشنا په نوم یوې کونډې مېرمنې چې خاوند یې د کابل د ۷۰یمې لسیزې په جګړو کې له لاسه ورکړی، وویل: “سوله دوستي او پخلاینه، سوله یعنې چې جګړه نه وي او ټول خلک له یو بل سره دوستانه او صمیمانه ژوند وکړي، سوله یعنې دا چې ټول له یو بل سره مهربان، صمیمي او زړه سوی ولري. سوله په دې معنا چې خلک روحاً ارام وي. که په یوه کور کې سوله نه وي او د کورنۍ یو غړی د کورنۍ د ناارامۍ لامل شي د دغه کورنۍ د ژوند خوند خرابوي، سوله په همدې ډول چې د کورنۍ د غړو ترمنځ د ارامۍ لامل کېږي په یوه دولت کې هم د پرمختګ او ارامۍ لامل کېږي.”

۴۰ کلنه ګل مکۍ چې اندېښنه یې له سولې وروسته د ښځو د ژوند څرنګوالی دی د سولې تعریف په اړه وویل: “موږ داسې سوله نه غواړو چې ښځې او نجونې کورونو کې بندې شي او هغه نجونې چې اوس د ښوونځي لسم ټولګي کې دي، ښوونځي ته له تګ منعه شي.”

هغې زیاته کړه، ډېری ښځې، نجونې، میندې او پلرونه یې ډارېږي چې «بلواګر» سولې ته تر رسېدو وروسته له دوی غچ وانه خلي.

نوموړې له سولې وروسته د ښځو پر حضور او سولې د تامین پر ضمانت ټینګار وکړ او ویې ویل: “هره طرحه کې تطبیق کېږي باید له دواړو لوریو ضمانت واخیستل شي، څو افغانستان بېرته مخکنۍ دورې ته ونه ګرځي، ښوونځیو ته د نجونو او کار ته د ښځو د تګ مخه ونه نیول شي.”

د مشرانو جرګې معلولې غړې ملیحې جامي چې د ۷۰یمې لسیزې په داخلي جګړو کې یې یوه پښه له لاسه ورکړې، د سولې ټینګښت لپاره پر هڅو ټینګار وکړ او د سولې څرنګوالي په اړه یې وویل: “سوله یعنې د جګړې پای ته رسېدل، سوله یعنې دا چې څوک معلول، کونډه او یتیم نه شي.”

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام وویل: “سوله یعنې یو بل منل، پخلاینه او ارامي، سوله په دې مانا ده چې له ټولو شته توپیرونو سره سره یو بل وزغمو او د یو او بل د توپیرونو پر وړاندې صبور وو.”

په همدې توګه د افغانستان ملت ارادې ګوند مرستیال خلیل الله شنکر وویل: “په ډېری تعریفونو کې سوله هغه حالت ته ویل کېږي چې د جګړې د نه موجودیت ترڅنګ نور خوندونه او ښکلاوې هم ولري.”

هغه زیاته کړه، د جګړې پای ته رسېدل او سولې ټینګښت، په ټولنه کې د پرمختګ او پر ځان بساینې لامل کېږي او په هېواد کې د پایدارې سولې په تامین پر ټولو یو ډول عدالت تطبیق کېږي.

خو د امان لودین په نوم یوه لیکوال د «سوله څه ده؟» تر عنوان لاندې لیکلي: “د ډېری خلکو لپاره سوله د جګړې نه موجودیت، ثبات، قوانینو او مقررو تطبیق ده. سوله د جګړې او دښمنۍ پای ته رسېدل، د باور، دوستۍ، همکارۍ امنیت، روغتیا او سلامتیا، تعادل او د انسانانو ترمنځ همغږي ده. سوله د تعادل او اړیکو همغږي، دوستانه موافقه، د ډار نه موجودیت، صبر، زغم او په اخلاقي بڼه د نظر اختلاف ده.”

هغه د مقالې په بله برخه کې لیکلي، سوله هغه عهد او تړون دی چې په وسیله یې جګړه او شخړې هواره شوي، سوله د ټولنې د ارامۍ فضا ده چې د ټولنې د وګړو د همکارۍ له لارې ازادي، عدالت او خوندیتوب تامین وي.

لودین زیاته کړې: “سوله جسمي، ذهني، روحي او ټولنیزه ارامي ده چې د عدالت او انصاف د چلند په پایله کې رامنځته کېږي، سوله د اړیکو د خوښې وړ هغه حالت دی چې تاوتریخوالی او بې رحمي په کې نه وي موجوده ده، او اختلافونه په سوله ییز ډول حل او فصل کړي.”

هغه د سولې اساس عدالت بللی او لیکلي یې دي، سوله د سوله ییز او له تاوتریخوالي تش ژوند څخه عبارت ده چې د یو بل د حقونونو په رسمي ډول پېژندلو او منلو په اساس وي.

له سولې څخه د طالبانو تعریف:

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د سولې په تعریف کې وايي: “سوله یعنې په ازادۍ، خپلواکۍ  او د هغه نظام تر چتر لاندې ارام او اسوده ژوند چې د خلکو د ارزښتونو او باور مطابق وي.”

 له سولې د حکومت تعریف:

د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست ویاند محمد امیري وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت موخه عادلانه او پایدارې سولې ته لاسرسی پیدا کول دي.

هغه د حکومت له نظره سوله داسې تعریفوي: “عادلانه او پایداره سوله هغه ده چې د اوربند په اړه د داخلي او نړیوالې اجماع د سیاسي توافق، له تروریزم سره د مبارزې لپاره د سیمه ییز او نړیوال ضمانت، په قدرت کې د ګډون چې د لویې جرګې او افغانستان د فرد ــ فرد د منلو وړ وي، پر اساس رامنځته شوې وي. په دې سوله کې د اساسي قانون دویم څپرکی، د ۲۰ کلونو لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو، بیان ازادۍ، د ټولو مذهبونو او قومونو حقوق په کې ساتل شوي وي او د سولې حکومت د ټاکنو له لارې د خلکو په مستقیمو رایو جوړېږي.”

یادې سرچینې په داسې حال کې د سولې اړوند مختلف او په ځینو مواردو کې له یو بل سره تړلي تصویرونه وړاندې کوي چې په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي، خو د سولې بهیر اوس هم په پېچلي حالت کې دی او نه شو ویلای چې د دغه بهیر راتلونکی به څه ډول وي.

د سولې بین الافغاني خبرې د تېر کال په وږي میاشت کې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته پیل شوې، خو د اتو میاشتو په تېرېدو سره یوازې د دغه خبرو پر طرزالعمل توافق شوی او له هغې وروسته کابو د بن بس په حالت کې دي.

Visits: 157

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.