ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلمیار: د ملېشه جوړونې مخالف یم، خو د ملي ځواکونو په ننګه د پاڅونونو ملاتړ کوم

مسلمیار: د ملېشه جوړونې مخالف یم، خو د ملي ځواکونو په ننګه د پاڅونونو ملاتړ کوم

author avatar
26 Jun 2021 - 10:58
مسلمیار: د ملېشه جوړونې مخالف یم، خو د ملي ځواکونو په ننګه د پاڅونونو ملاتړ کوم
author avatar
26 Jun 2021 - 10:58

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۰) : د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي چې که څه هم د شخصي ملېشه جوړونې خلاف دی، خو په هېواد کې د وروستیو پاڅونونو ملاتړ کوي.

مسلمیار په هېواد کې د وروستیو پاڅونونو په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ختیځ، سوېل، شمال او لوېدیځو ولایتونو او مختلفو سیمو کې د طالبانو پر ضد د ولسونو بې مخینې وسله وال انسجام او د خپل وسله وال پوځ ملاتړ په نیک فال نیسي او ستاینه یې کوي.

هغه زیاته کړې، افغانستان د تاریخ په ټولو دورو کې د ولسونو ملاتړ، ولسي انسجام، یووالي، اتحاد و اتفاق او دغه ډول ولسي لشکرکشیو ساتلی او هر ډول زبرځواک یې غاښ ماتی او خړ مخ له دې خاورې شړلی دی.

ده ویلي : ” ‎زه د شخصي ملېشه سازۍ، ملوک الطوایفي او خپلسرو وسله والو د رامنځته کېدو پلوي نه یم ځکه د هغه حالت ترخې تجربې ملت لیدلي، خو د ملي امنیتي ځواکونو او نظام ترڅنګ د ولسونو داسې قوي او منظمه ننګه او ملاتړ تائیدوم او په درنښت ورته ګورم. ”

مسلمیار وایي، د ولسونو دغه بې مثاله او کم ساري اقدام دا ثابته کړه چې که د افغانستان جهادي او سیاسي مشران، قومي مخور، جهادي قوماندانان، علما کرام، سپین ږیري، ملکان، ځوانان، ښځې ، لوستی قشر او په ټوله کې افغان ملت وغواړي چې وسله والو مخالفینو ته ماتې ورکړي، نو هېڅ ستونزمنه نه ده او دغه چاره ولسونو په عمل کې ثابته هم کړه.

د مشرانو جرګې رییس زیاتوي : ” موږ او تاسو ولیدل چې طالبانو د ولسوالیو تر نیولو وروسته زموږ ملي تاسیسات ویجاړ، دفترونه یې لولپه او په ماینونو والوځول چې دا یې له وطن او خاورې سره د سترې دښمنۍ او وحشت ښه بېلګه ده. ”

د هغه په وینا، ملي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له وسله والو مخالفینو ولسوالۍ بېرته ونیولې او د نورو د نیولو لړۍ روانه ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېود په بېلا بېلو ولایتونو کې زرګونو کسانو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅونونه کړي دي.

Visits: 351

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.