ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر دوه برابره ډېره لوړه شوې ده

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر دوه برابره ډېره لوړه شوې ده

author avatar
31 Jul 2021 - 19:57
تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر دوه برابره ډېره لوړه شوې ده
author avatar
31 Jul 2021 - 19:57

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): نړیواله ټولنه په داسې حال کې په افغانستان کې د زور له لارې د واک له ترلاسه کولو سره مخالفت کوي چې په هېواد کې جګړو زور اخيستي او په ترڅ کې یې تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبلې شمېره له ۱۱۷ څخه ۲۹۴ ته لوړه شوې ده.

  • ملګري ملتونه: په افغانستان کې”بهرنۍ ترهګرې ډلې” فعالیت لري
  • امریکا اروپا او بریتانیا: افغان حکومت او طالبان دې پر انتقالي حکومت هوکړه وکړي
  • ملګري ملتونه، هند او امریکا په افغانستان کې د زور له لارې د واک له ترلاسه کولو سره مخالفت کوي
  • د سولې په چارو کې د دولت وزارت: طالبان شاهي ته ورته اسلامي نظام غواړي
  • طالبان: خلک اسلامي نظام غواړي، نه له غربه کاپي شوی نظام
  • خلکو په بېلابېلو غونډو کې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه
  • تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله یونیم برابر لوړه شوې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۵ ولایتونو (کندهار، فارياب، کاپيسا، زابل، خوست، بغلان، سمنګان، هلمند، کابل، لغمان، هرات، بلخ، پکتيکا، غزني، بدخشان او جوزجان) کې په شاوخوا ۳۲ بریدونو کې ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د پژواک د اوونیزو راپورونو له مخې، په روان هجري لمریز کال کې په منځنۍ کچه هره ورځ شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

تېره اوونۍ یوناما په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ‌ژوبلې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ‌ژوبلې کچه ۴۷ سلنه پورته شوې ده. سرچینه وایي چې په یاده موده کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۰ ټپیان شوي.

په افغانستان کي د بهرنیو “ترهگرو” ډلو شتون:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، القاعده د افغانستان په ۱۵ولایتونو کې فعالیت لري، د القاعدې رهبر ایمن الظواهري ژوندی او په افغانستان کې د ناروغۍ پر بستر پروت دی او داعش هم په ختیځو، سوېلي او سوېل ختیځو ولایتونو کې شته.

د چین د بهرنیو چارو وزارت، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د “چین ملي امنیت ته مستقیم ګواښ” بللی او هیله یې ښودلې چې طالبان به په افغانستان کې د دې ډلې خلاف ګامونه واخلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې طالبان له سیمه ییزو “ترهګرو” ډلو سره اړیکه لري. خو طالبان وایي، بهرنۍ اجنډا نه لري او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد له خاورې د بل هېواد  پر وړاندې کار واخلي.

د سولې لپاره د نړیوالو هڅې او کړنې:

د امریکا اروپا او بریتانیا استازو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه وروستۍ هوکړې ته له رسېدو مخکې دې اوربند وکړي او د ټولشمول انتقالي حکومت پر اساساتو دې هوکړه وکړي.

چیني چارواکو هم دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر پر مهال ویلي چې له طالبانو د “روانې جګړې پای ته رسېدو” او په “بیارغونه” کې د “مهم رول” لوبولو هیله لري.

په افغانستان کې د یوناما دفتر هم له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو ته را وګرځي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي. سرچینه وایي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو هڅه کوي.

د زور له حکومت سره د نړیوالو مخالفت:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازې دیبرا لاینز د افغانستان د قضیې د حل یوازېنۍ لار د سولې ګړندۍ خبرې او پر سختو دریځونو بیا کتنه بولي او وایي چې هیڅ نړیوال تمویلوونکی به له استبدادي دولت څخه ملاتړ ونه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر جي شنکر وایي، له امریکا سره یې هوکړه کړې چې په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو مخالف دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې د افغانستان د کشالې یوازېنی سوله ییز حل د خبرو مېز دی. ده هم ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او بل هيڅ هېواد نه غواړي چې طالبان دې د زور له لارې پر افغانستان واکمن شي او “اسلامي امارت” دې رامنځته کړي.‌

دا په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وايي، امریکا په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه زیات کړي: “که طالبان بریدونه روان ساتي، نو موږ تیار یو د دې ملاتړ کچه نوره هم پورته کړو.”

طالبان د جزئیاتو له ورکولو پرته په افغانستان کې د “اسلامي نظام” پر جوړېدو ټینګار کوي، ځانونه سولې ته ژمن بولي، خو وايي که امریکا بریدونه وکړي، دوی به هم غبرګون وښيي.

شاهي ته ورته اسلامي نظام:

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، طالبان په داسې حال کې د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون په رڼا کې د اسلامې نظام پر جوړښت ټینګار کوي چې د هغه قانون پر اساس په افغانستان کې شاهي نظام حاکم و، خو د افغانستان خلک د جمهوریت غوښتونکي دي.

خو طالبان وايي، په ټوله کې د افغانستان خلک د اسلامي نظام غوښتونکي دي، حکومت باید د اسلامي اصولو پر اساس جوړ شي او له کوم غربي هېواده کاپي شوی نه وي.

افغان ولسمشر بیا د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، داسې طرحو ته نه تسلیمېږي چې په بهر کې جوړې وي او افغانستان د جګړې پر ډګر بدلوي.

د یادونې ده، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ شاوخوا ۱۱ میاشتې مخکې په دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې دي، خو ټکنۍ روانې دي او تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

سولې ته د خلکو هيلې:

تېره اوونۍ په کندهار ښار او د جرمني په برلين ښار کې يو شمېر افغانانو د جګړې پر درېدو ټينګار وکړ، له افغان حکومت او طالبانو یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

دغه راز د سياسي ګوندونو د ټولنې کمېټې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې نور دې د جګړو پر ځای سولې ته لومړيتوب ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کوزه پښتونخوا کې په يوه ناسته کې ويلي چې دوی نور پر خپله خاوره (افغانستان) د هيچا جنګي پاليسي هم نه مني او وايي چې په افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې دې بندې کړل شي”

دغه راز د بلخ  يو شمېر اوسېدونکو په یوه غونډه کې وویل چې لا هم يو شمېر سيمه ييز او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان د سولې په بهير کې د خپلو خصمانه ګټو په لټه کې دي.

دوی له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.

 

 

Visits: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.