ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي، عبدالله او زاخېلوال د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړې

کرزي، عبدالله او زاخېلوال د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړې

author avatar
22 Aug 2021 - 17:26
کرزي، عبدالله او زاخېلوال د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړې
author avatar
22 Aug 2021 - 17:26

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰) : مخکني ولسمشر کرزي، ډاکټر عبدالله او زاخېلوال کابل کې د هېواد د راتلونکې او د داسې چاپیریال پر ایجاد خبرې کړي چې په هغه کې ټول خلک د راحت احساس ولري.

د افغانستان د نجات حرکت مشر داکټر عمر زاخېلوال نن پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې کابل کې یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

هغه لیکلي چې دوی په دغه کتنه کې د هېواد د راتلونکي او د داسې چاپیریال پر ایجاد خبرې کړي چې په هغه کې ټول هېوادوال، ښځې او نارینه، د پوره راحت احساس ولري.

د زاخېلوال په وینا، په یاده لیدنه کې یې توافق کړی چې دوی به هدفمندانه ګډ کار کوي او په ګډه د افغانستان راتلونکي ته هیله مند دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شپږ ورځي مخکې کابل ونیو. دا مهال له پنجشېر پرته ټول ولایتونه د طالبانو په واک کې دي.

د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر وړمه ورځ له یوه لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغلی او هېواد کې د یوه ټولشموله سیاسي نظام جوړلو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.