ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرې اوونۍ لومړۍ پنځه ورځې جګړه نه وه خو په شپږمه یې چاودنو غمیزه رامنځته کړه

د تېرې اوونۍ لومړۍ پنځه ورځې جګړه نه وه خو په شپږمه یې چاودنو غمیزه رامنځته کړه

author avatar
28 Aug 2021 - 19:02
د تېرې اوونۍ لومړۍ پنځه ورځې جګړه نه وه خو په شپږمه یې چاودنو غمیزه رامنځته کړه
author avatar
28 Aug 2021 - 19:02

کابل (پژواک، ۶وږی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت لپاره هڅې روانې وې او په لومړیو پنځو ورځو کې یې د جګړې له امله د مرګ ژوبلې راپور خپور نه شو، خو په شپرمه ورځ یې د کابل هوایي ډګر کې چادونو ۱۹۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د اوونۍ د مهمو پېښو لنډیز:

  • خلک: د افغانستان د ستونزو د حل لپاره دې ژر ټولګډونه حکومت جوړ شي.
  • طالبان: له سیاسي مشرانو سره خبرې روانې دي، ډېر ژر به نوی حکومت جوړ او اعلان شي.
  • په نړیواله کچه د طالبانو پر وړاندې د ځینو هېوادونو او سازمانونو غبرګونه سخت، خو د ځینو نرم دي.
  • طالبان له نړیوالو سره مثبتې اړیکې غواړي او پر افغانانو بندیزونه لګول اخلاقي جرم بولي.
  • په هوایي ډګر کې چاودنو ۵۹ تنه ووژل او ۱۳۳ ټپیان شول.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې د دوو چادونو له امله ۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپيان دي. دغه وژل شوي او ټپیان له هغو زرګونو افغانانو څخه دي چې د کابل هوایي ډګر په شاوخوا کې بهر ته د تګ په موخه راټول شوي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې، په یادو چاودنو کې ۱۳ امریکایان او دوه بریتانویان وژل شوي او ۱۷ نور بهرني ځواکونه ټپیان دي. دغه راز راپورونه ښیي چې په چاودنو کې ۲۸ طالبان هم وژل شوي دي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د دغو بریدونو مسوولیت د داعش ډلې منلی دی.

وړمه اوونۍ په میدان وردګو کې په هوایي برید، په ننګرهار کې پر لاریونوالو په ډزو او کابل کې له هېواده د وتلو په نیت هوایي ډګر ته د زرګونو کسانو پر ګڼه ګوڼه ډزو کې ټولټال ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان وو.

له افغانستانه د خلکو وتل   

د تېرې زمري په ۲۴مه د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته د امریکا شاوخوا شپږ زره او د ځینو نورو هېوادونو یو شمېر پوځیان د کابل په هوایي ډګر کې ځای پر ځای شول، تر څو خپل اتباع او ځینې افغانان بهر ته ولېږدوي.

د امريکا د دفاع وزارت ویلي چې تر اوسه یې د کابل د هوايي ډګر له لارې نږدې ۱۱۰ زره کسان ايستلي، خو د ایستلو دغه عملیات به د اګست تر ۳۱مې دوام وکړي، خو ډېری لوېديځو هېوادونو اعلان کړی چې دوی له کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو ايستلو عمليات پای ته رسولي دي.

د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمېسیون مشر ذبیح الله مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل نړیوال هوایي ډګر له ځينو برخو بهرني ځواکونه وتلي او د دوی ځواکونه په کې مېشت شوي، خو تر اوسه پر ټول هوايي ډګر بشپړ کنټرول نه لري.

خلک: ژر دې ټولګډونه حکومت جوړ شي

د بلخ ولايت اوسېدونکو په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د ټولنيز او اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په موخه دې نوی ټولګډونه حکومت ژر جوړ شي.

د جمعیت اصلاح ټولنې پر طالبانو غږ وکړ چې د ولس د اندېښنو د لرې کولو او د هېواد ورځنيو چارو نورمال حالت ته د ستنولو لپاره باید ژر تر ژره یو سرپرست حکومت اعلان کړي.

ځینې خلک له دې امله اندېښمن دي چې تر اوسه حکومت نه دی اعلان شوی.

ذبیح الله مجاهد وايي، له سیاسي مشرانو سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به یو نوی حکومت جوړ او اعلان شي او په دې تړاو له یو شمېر افغان سیاستوالو سره خبرې روانې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه غړو  د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، پخواني ولسمشر حامدکرزي او د پخواني حکومت د پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو سره د حکومت د جوړښت د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

په نړیواله کچه د ستونزې د حل هڅې

د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله وایي، د ترکیې او المان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اصل او حکومت کې د خلکو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.

د قطر ځانګړي استازي، په کابل کې د ایران سفیر او د چین استازو په کابل کې د طالبانو له چارواکو، مخکني ولسمشر کرزي، عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي له مشر حکمتیار سره د افغانستان د کشالې د حل په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته تللی او هلته يې د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په افغانستان کې د داسې یوه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې په کې د ټولو خلکو ګټې او ګډون په پام کې نیول شوی وي.

نړيوال غبرګونونه

د نړۍ ځینې هېوادونو د افغانستان د راتلونکي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه ایښی؛ وایي طالبان باید بشري په تېره د ښځو حقونو ته ژمن پاتې شي او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

په دې اړه د ځینو هېوادونو غبرګونونه سخت خو د ځینو نرم دي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو پروژو مالي مرسته ځنډولې، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پولي پشتیبانه کنګل کړې وایي د طالبانو نړيوال مشروعيت موندلو لپاره به سخت شرايط غوره شي، خو دا شرایط د طالبانو په کړنو پورې اړه لري، د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) افغانستان ته د پیسو ورکړه درولې، جرمني ویلي، که طالبان د قانون په توګه اسلامي شریعت نافذ کړي، له افغانستان سره مرسته نه کوي، د اروپایي ټولنې د اروپایي کمېسیون مشر وايي، اروپایي ټولنه طالبان په رسمیت نه پېژني او د ناټو سازمان وایي، د افغانستان نوی حکومت به وروسته له هغه پر رسمیت وپېژندل شي، چې طالبان نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د جي اووه هېوادونو له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې د هغوی پر کړنو پورې اړوند بولي.

خو بریتانیا وایي، له همکارانو سره یې په داسې لارې هوکړه کړې چې له مخې به یې راتلونکې کې له طالبانو سره تعامل وکړي، ملګرو ملتونو ویلي چې د سولې د ټینګښت او د خلکو د حقونو د تحقق لپاره له افغانانو سره پاتې کیږي، چین وایي نړیواله ټولنه دې پر افغانستان د فشار راوستو پر ځای له دغه هېواد سره اړینې مرستې وکړي او روسیې ویلي چې دا مهال طالبان د افغانستان مسوولین دي او افغانستان کې د طالبانو لپاره بدیل نشته.

د جرمني صدراعظمه اېنګلا میرکل وايي، هېواد یې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ‘خوندیتوب ‘ لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو په وینا یې له طالبانو سره به هیڅ بې قید او شرطه هوکړه و نه کړي.

شنونکي وایي، چین او روسیه د افغانستان د نوي جوړېدونکي حکومت په رسمیت پېژندو ته لېوال ښکاري او امریکا په دې اړه ځکه سخت دریځ غوره کړی، تر څو طالبان د ټولګډونه حکومت جوړېدو ته غاړه کیږدي.

د طالبانو د اسلامي دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیرخان متقي وايي، د امریکا له لوري پر افغانانو اقتصادي فشار اچول، بندیزونه لګول او د افغانانو پر وړاندې نړیوال هڅول اخلاقي جرم دی.

د متقي په وینا، اسلامي امارت له نړیوالو سره مثبتې اړیکې غواړي او هغوی باید له دې فرصته ګټه واخلي او نور داسې څه ونه کړي چې د ولس او نړیوالو په زیان وي.

Visits: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.