ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
26 Sep 2021 - 16:55
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
26 Sep 2021 - 16:55

کابل (پژواک، ٤ تله ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥١ مثبتې پېښـې ثبت شوې او دوه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٤٨ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٥١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٥٠٧٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٦ کسان په زابل، ٨ په هرات، ٧ په بادغيس، ٦-٦ په فراه او کندهار، ٣-٣ په ننګرهار او بدخشان او ١-١ په کابل او بلخ ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢٣٦٦٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٢٠٠ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٣٢ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٨ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٧  ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.