ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو اخته شوي

چارواکي: ننګرهار کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو اخته شوي

author avatar
10 Oct 2021 - 15:20
چارواکي: ننګرهار کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو اخته شوي
author avatar
10 Oct 2021 - 15:20

جلال اباد (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله په دغه ولايت کې د رواني ناروغيو کچه لوړه شوې ده.

دوی دغه راز اندېښنه څرګندوي چې ډېرى ناروغان د ناسم اقتصادي وضعيت او ټولنيزو ستونزو له امله د درملنې لپاره ډاکټرانو ته هم نه ورځي او له رواني ناروغيو کړېږي.

چارواکو دا څرګندونې د تلې په ۱۸مه ننګرهار کې د رواني روغتيا د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار سيمه ييز روغتون د رواني ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر احمد ظاهر الله يار وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله په دغه ولايت کې د رواني ناروغيو کچه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، د دغو ناروغيو ډېرى قربانيان مېرمنې دي، ځکه ټولنيزو ناخوالو سره هم مخ دي او ډېر کله يې کورنی تاوتريخوالی له رواني ناروغيو سره مخ کوي.

د ډاکټر الله يار په خبره ډېرى ناروغان ځکه پټ پاتې کېږي چې يا خو د اقتصادي ستونزو له امله ډاکټر ته نه ښودل کېږي او يا هم ټولنيزې ستونزې وي چې بيا په ټولنه کې پر ليوني د مشهورېدو وېره ورسره وي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس عبدالرحمن فاتح وايي چې دغه ورځ په همدې خاطر نمانځل کېږي چې خلکو ته پيغام ورسول شي څو پر رواني ناروغيو د اخته کسانو درملنه وکړي.

دی وايي، پر سيمه ييز روغتون سربېره د ولسواليو په کلينکونو د رواني ناروغيو د درملنې اسانتياوې شته او هيله دا ده چې ټول خلک له شرم پرته خپل ناروغان درملنې ته يوسي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او ناروغ لرونکي وايي چې له څه مودې راهېسې چې حکومت سقوط شوی، په دولتي روغتيايي مرکزونو کې روغتيايي خدمات ټکني شوي او درمل په اسانۍ نه پيدا کېږي.

د سميع الله په نوم يو ناروغ چې جلال اباد حوزوي روغتون ته راغلی و  وايي: (( په خپله ولسوالۍ کې درملنې لپاره لاړم خو هلته درمل موجود نه و، مجبور شوم چې حوزوي روغتون ته راشم خو دلته هم درمل نشته او مجبور يم چې همدلته بې درمله بستر شي.))

د يادونې وړ ده چې هرکال د اکټوبر ۱۰مه په ټولنه نړۍ کې د رواني روغتيا نړيوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.