ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د خپلسرو ودانيو پر جوړولو بنديز ولګول شو

خوست کې د خپلسرو ودانيو پر جوړولو بنديز ولګول شو

author avatar
21 Dec 2021 - 11:47
خوست کې د خپلسرو ودانيو پر جوړولو بنديز ولګول شو
ارشیف
author avatar
21 Dec 2021 - 11:47

خوست ښار (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۱۴۰۰): د پژواک د څېړنيز راپور له خپرېدو وروسته حکومتي مسوولينو خوست ښار کې د بې پلانه او خپلسرو ودانيو پر جوړولو بنديز لګولى دى.

پژواک د روانې ليندۍ مياشتې په ۱۸مه نېټه يو څيړنيز راپور خپور کړ چې په خوست ښار کې «۸۵» سلنه لوړپوړيزې ودانۍ بې پلانه او حکومتي چارواکو ته د رشوت په ورکولو سره په زور او خپلسري ډول جوړې شوې دي.

خو اوس تازه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته ويلي چې په ښار او شاوخوا سيمو کې نوې جوړېدونکې ودانۍ به د ښار او کور جوړونې رياست او همدا ډول د ښاروالۍ د پلان او نقشې مطابق وي.

هغه د پژواک راپور ته په اشارې سره وويل چې له دې وروسته به هېچاته اجازه ورنه کړي چې ښاري اصولو خلاف عمل ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((ښاروالۍ د بې پلانه او په خپلسر د جوړو شويو لوړو ودانيو د ړنګولو کوم پروګرام نه لري، البته هغه نوي ودانۍ چې جوړيږي نقشه او پلان به يې د ښاروالۍ له طرفه وي او د دوو منزلونو څخه به اضافه نه وي او که له دوو منزلونو چا هم اضافه جوړول له مرکز کابل به امر اخلي او له هغه وروسته به يې جوړوي.))

ورته مهال د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي هم له پژواک خبري اژانس څخه مننه کوي چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د جوړو شويو ودانيو په اړه يې ولس ته رښتيني معلومات او اطلاعات وړاندې کړي دي.

د سيمع الله درمان په نوم د دغه ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې حکومتي مسوولين دې په راتلونکي کې د خپلسرو او بې پلانه ودانيو جوړولو مخه ونيسي.

هغه وايي، په تېرو شلو کلونو کې په خوست ښار کې زياتره جوړې شوې ودانۍ په خپلسر او بې پلانه جوړې شوې دي چې د ښاري اصولو خلاف عمل دی.

دی وايي: ((دا چې په خوست کې ځينې ودانۍ بغير د انجنيري قوانينو جوړې شوې که چېرې په دغو ودانيو کې اور رامنځته شي نو اطفايې رياست دومره امکانات نه لري چې دغه اور و وژني، له اسلامي امارت مو هيله ده څو په يادو ودانيو وګرځي؛ څارنه يې وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د انجنيري قوانينو خلاف ودانۍ جوړې کړي.))

د ذاکيم الله ناياب په نوم د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل چې لا هم د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د خپلسريو او بې پلانه ودانيو جوړول ادامه لري.

هغه وايي چې حکومت بايد په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او چاته اجازه ورنه کړي چې د پخوا په ډول په زور او يا چارواکو ته د رشوت په ورکولو سره د پلان خلاف ودانۍ جوړې کړي.

نوموړى زياتوي: ((د خوست په ښار کې ډېرى داسې ودانۍ جوړې شوې چې د انجنيري اصولو خلاف دي. بې پلانه او لوړپوړيزې ودانۍ د تېر حکومت پر مهال د زور او فساد له امله جوړې شوې او اوس هم د خوست په يو شمېر سيمو کې د خپلسرو ودانيو جوړېدل دوام لري.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خوست ښاروال او همدا ډول د ښار او کور جوړونې رئيس نظر هم واخلي، خو هغوی ويل چې د ولايتي ادارې د رسمي مکتوب پر اساس رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.

Visits: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.