ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان په افغانستان کې د دوه ميليارده کلدارو په ارزښت طبي وسایل نصب او رغوي”

“پاکستان په افغانستان کې د دوه ميليارده کلدارو په ارزښت طبي وسایل نصب او رغوي”

author avatar
5 Jan 2022 - 16:42
“پاکستان په افغانستان کې د دوه ميليارده کلدارو په ارزښت طبي وسایل نصب او رغوي”
ارشیف
author avatar
5 Jan 2022 - 16:42

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی۱۴۰۰): یوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی چې دغه هېواد په افغانستان کې د دوه ميليارده پاکستانیو کلدارو په ارزښت طبي وسایل نصب او رغوي.

د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پاکستان د انجنیرانو او نورو تخنیکي کارکوونکو یوه ډله افغانستان ته راغلې، تر څو دلته د دوه ميليارده پاکستانیو کلدارو په ارزښت طبي وسایل نصب او ورغوي.

سرچینه زیاتوي چې دغې ډلې تر اوسه په کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د درېیو روغتونونو د تجهیزاتو د بيا رغونې او نصب چارې بشپړې کړې دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم معلومات راکړي، خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.

د اکسپریس تریبیون ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې د درملو جوړولو د برخې ځينې پاکستاني پانګوال افغانستان ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې د درملو جوړولو په برخه کې مرسته او پانګونه وکړي.

دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستان د افغانستان لپاره د ۵۰۰ میلیون کلدارو په لګښت د درملو چمتو کولو اعلان هم کړی و.

Visits: 585

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.