ژبه

بلخ کې د لامبو وهلو دوه ورځنۍ سیالۍ پاى ته ورسېدې

مزارشریف (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د لامبو وهلو دوه ورځنۍ سیالۍ پرون(۲۸ کب) پاى ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د بلخ په کوربتوب شاوخوا سلو لوبغاړو له کابل، کندهار، هرات، بامیان او سمنګان ولایتونو څخه ګډون کړی وو؛ چې د کابل لامبو لوبډلې وکولای شول لومړی او بلخ دویم مقام خپل کړي.

د بلخ د بدني روزنې ريیس احمدالله حماد وويل چې دغه سیالۍ یې د یادې ادارې په ملاتړ د ورزشکارانو د هڅونې په موخه ترسره کړې.

نوموړی همدا راز وایي چې د بلخ بدني روزنې ریاست په پام کې لري، څو د دغه ولایت په کوربتوب د نوي کال شپو او ورځو کې د بېلابېلو برخو سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان د لامبو فدراسیون ريیس قاسم حمیدي وایي، د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل به له یوې خوا د ځوانانو پر روحیې مثبت اغیز ولري او له بلې خوا به د ځوانانو تر منځ د یووالي او ورورولۍ فضا جوړه کړي.

هغه د ورزش په برخه کې د حکومت کړنې ستایي او وایي چې د کورنیو لوبو لپاره مناسب فرصت برابر شوی، خو تمه ښیئ چې د بهرنیو لوبو لپاره باید ورزشکارانو ته د ګډون فرصت برابر شي.

په ورته وخت کې لوبغاړي د دغه ډول لوبو له ترسره کېدو خوښ دي، خو وایي چې مسوولین دې ورته په بهرنیو لوبو کې د ګډون فرصت برابر کړي.

سهراب مرجان او ۱۱ نورو لوبغاړو له هرات ولایت څخه په دغو سیالیو کې ګډون کړی، چې نوموړي وکولای شول په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړي.

هغه خوښي ښيئ چې د سیالیو دغه ډول فرصت ورته برابر شوی دى.

عتیق الله انصاري د بلخ لامبو لوبډلې لوبغاړي د ۱۲-۱۴ کلونو لوبغاړو کټګورۍ کې لومړی مقام خپل کړی. هغه د دغه ډول لوبو له ترسراوي خوښ دی، خو له مسوولینو غواړي چې د دغې لوبې د بیا بیا ترسره کیدو لپاره دې هڅې وکړي.

ورته موضوع