ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز اوسېدونکي د زرنج – دلارام لارې د ځینو برخو له خرابوالي شکایت کوي

د نیمروز اوسېدونکي د زرنج – دلارام لارې د ځینو برخو له خرابوالي شکایت کوي

author avatar
26 Jul 2022 - 16:35
د نیمروز اوسېدونکي د زرنج – دلارام لارې د ځینو برخو له خرابوالي شکایت کوي
author avatar
26 Jul 2022 - 16:35

زرنج (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د نیمروز خلک په داسې حال کې د زرنج – دلارام لارې له خرابوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د یادې لارې بیارغونې له برنامې خبر ورکوي.

د نیمروز اوسېدونکي وايي، د دې لارې د ځینو برخو خرابېدو، د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

د نیمروز ولایت یوه اوسېدونکي محمدصدیق صمیم چې خپله مسافر وړونکی موټر لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، د زرنج – دلارام لار چې د جمهوریت د وخت د جګړو او ناامنیو له امله ویجاړه شوې وه، اوس یې خلکو ته خطرونه رامنځته کړي او هیڅ پاملرنه نه ورته کېږي.

نوموړی چې د زرنج ښار په روغتون کې بستر دی، وايي چې تېره اونۍ یې د زرنج – دلارام پر لار له سړکه د موټر د وتو له امله خپل دوه خپلوان له لاسه ورکړل.

هغه د موټر د وتول لامل د سړک بې کچې ماتېدل او ویجاړېدل وبلل او زیاته یې کړه: «د ماینونو د چادونو له امله په سړک کې ژورې کندې جوړې شوې چې د ترافیکو پېښو، د باروړونکو موټرونو د چپه کېدو، د موټر د ټایرونو د پنجرېدو، د موټرونو د تخنیکي عوارضو د سفر د اوږدېدو لامل ګرځي.»

د نوموړي په وینا، مخکې یې د زرنج – هرات یا زرنج – کندهار ۵۰۰ کیلومتره لار په پینځو یا شپږو ساعتونو کې وهله، خو اوس د سړک د خرابوالي امله له ۸ تر ۹ ساعتونو پورې مزل کوي؛ ځکه اړ دي چې په ځینو ځایونو کې له خامه لارو تېر شي.

نوموړي څرګنده کړه، کله یې چې کوم مسافر ناروغ وي، نو د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي او یا یې د ډېرو ټکانونو له امله وضعیت لا خرابېري.

هغه زیاته کړه، د سړک په هرو دېرشو مترو کې یوه لویه یا کوچنۍ کنده جوړه شوې چې کله ناکله موټرچلوونکي چې د موټر سرعت یې زیات وي، خپل موټر نشي درولای، نو ځکه موټر له سړکه وځي او له خلکو قرباني اخلي.

نوموړی د سړک بیارغونې ته د حکومت د پاملرنې غوښتونکی شو.

غه­راز د یادې لارې یو بل موټرچلوونکی عارف حیدري وايي: «د زرنج – دلارام سړک د خرابیو له امله موټرچلوونکي اړ کېږي چې خپل موټرونه له سړکه ښکته کړي او پر خامه او کچه لارو ولاړ شي چې کله ناکله یې د موټرونو د چپه کېدو لامل ګرځي.»

وموړی چې د دغې لارې د یوې برخې له خرابوالي شکایت کوي، وايي: «یوځل کله مې چې موټر یوې ژورې کندې ته برابر شو نو چپه شو او بل ځل له سړکه ښکته کېدم چې له دې پېښې سره مخ شوم، په لومړی ځل مې رومیان او بل ځل مې هندواڼې بار کړې وې چې متاسفانه دواړه ځله مې موټر چپه شو او ۵۰ سلنه بار مې لمنځه ولاړ او ۳ لکه افغانۍ زیان را واوښت.»

حیدري زیاتوي، له ۵ کلونو راهیسې دغه سړک د ناامنیو له امله خراب شوی او ورځ تربلې د خلکو ستونزو ورسره ډېرېږي، خو د دغې لويې اقتصادي لارې بیارغونې ته هېڅ ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

د نوموړي په وینا، نیمروز له ایران سره تر ټولو لویه سوداګریزه پوله لري، له دغه لوري ګڼ موټر نورو ولایتونو ته بارونه وړي، نو د سړک د جوړېدو په برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه، نیمروز د سوداګریز بندر حیثیت لري او له دې لارې د حکومت خزانې ته تر ټولو ډېر عواید ورځي، که مرکزې حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو باید د سړک په جوړولو کې د نیمروز له عواید کار اخيستل شوی وای.

خو د نیمروز د ټولګټو رییس محمدمقصود اجمل له پژواک سره په مرکه کې وویل، د زرنج – دلارام  لارې د بیارغونې د پروژې قرارداد د جمهوریت په وخت کې له صفا شرکت سره شوی و چې لږ څه کار یې ترسره کړی و، خو اوس وزارت غواړی چې د شرکت کار وڅيړي، پور یې پرې او قرارداد یې فسخه کړي.

اجمل زیاته کړه: «دغه لار ۲۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې له یاد شرکت سره یې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت قرارداد شوی خو د وزارت له امر سره سم دغه اندازه پیسې زښت ډېرې دي، نو وزارت به په نږدې ورځو کې یو پلاوی د شرکت د پور پرې کولو په موخه نیمروز ته واستوي.»

هغه وویل، د نیمروز د ټولګټو ریاست «د زرنج – دلارام لار د بیارغونې» پروژې د برآورد اسناد د دېرش میلیونو افغانیو په لګښت ډيزاین او وزارت ته استولي وو چې د زیات لګښت له امله پرې نیوکې وشوې او اسناد بېرته رد شول؛ له هغه وروسته یې اسناد له یوې بلې طرحې سره چې ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت یې درلود، وزارت ته واستول چې اوس د وزارت د منظورۍ په تمه دي.

نوموړی مني چې د دغه سړک خرابوالی د ګڼو ستونزو لکه د ترافیکي پېښو د ډېروالي لامل شوی، خو وايي چې د مرکز له لوري د ټاکل شوي پلاوي له راتګ او د صفا شرکت د پور له پرې کولو وروسته به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د یاد سړک د بیارغونې چارې پیل او د خلکو ستونزې به هوارې شي.

په تېرو درېیو اونیو کې په دغه لار څلور ترافیکي پېښې شوې چې مالي او ځاني زیان یې هم درلود.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.